چاپ شوی
کتاب

د پلار زوئ پيلاطوس ته حواله کولے شو

یهودا ځان ځوړندوي، پیلاطوس خپل لاسونه مینځي، عسکر عيسىٰ ته د ټوکو پاچا جامې اغوندي. تیاره ټوله ځمکه پوښي، او هغه چیغه وهي چې خدای هغه پرېښی دی، بیا مړ کېږي. پرده څیرل کېږي. هغه په یوه پور اخیستي قبر کې ښخېږي، چې مهر او ساتل کېږي.

څپرکی 27.

کله چې سحر شو، نو ټولو مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو مشوره وکړه چې عيسىٰ قتل کړى. نو هغوئ هغه وتړلو، بوتلو او پيلاطوس حاکم ته يې حواله کړو.

بيا يهوداه چې د هغۀ خيانت کوونکے وو، کله چې يې وليدل چې عيسىٰ ته سزا ورکړے شوه، نو پښيمانه شو او هغه دېرش سکې يې مشرانو کاهنانو او مشرانو ته واپس کړې، او ويې ويل چې، ”ما ګناه وکړه، ځکه چې ما د بې‌ګناه وينه حواله کړه.“ هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ سره څۀ مطلب؟ دا ستا خپله معامله ده.“

نو هغۀ هغه سکې په عبادت خانه کښې وغورځولې، بهر لاړو او ځان يې وځړولو.

مشرانو کاهنانو هغه سکې راواخستې او ويې ويل چې، ”دا د بيتُ المال په خزانه کښې اچول روا نۀ دى، ځکه چې دا د وينې قيمت دے.“ نو هغوئ مشوره وکړه او په هغو سکو يې د کُلال پټے واخستلو، چې پردى پکښې ښخ کړى. دا دپاره هغه پټے تر نن ورځې پورې د وينې پټے بلے کيږى. بيا هغه خبره پوره شوه چې د يرمياه نبى په وسيله وئيلے شوې وه چې، ”هغوئ هغه دېرش سکې واخستلې، هغه قيمت چې د هغۀ دپاره ټاکلے شوے وو، چې د اِسرائيل ځنو زامنو يې قيمت ولګولو، او هغوئ هغه د کُلال د پټى دپاره ورکړلې، لکه څنګه چې زمونږ پلار ما ته حُکم وکړو.“

عيسىٰ د پيلاطوس په مخکښې چپ ولاړ وو

عيسىٰ د حاکم په مخکښې ولاړ وو، حاکم ترې تپوس وکړو چې، ”آيا تۀ د يهوديانو بادشاه يې؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”تۀ پخپله وائې.“

خو کله چې په هغۀ باندې مشرانو کاهنانو او مشرانو اِلزام ولګولو، نو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. بيا پيلاطوس هغۀ ته ووئيل چې، ”آيا تۀ نۀ اورې چې دوئ په تا باندې څومره اِلزامونه لګوى؟“

خو هغۀ د يوۀ اِلزام جواب هم ورنۀ کړو، نو حاکم ډېر حيران شو.

د هرې اختر په موقع حاکم به د خلقو د خوښې يو قيدى آزادولو. هغه وخت هغوئ يو مشهور قيدى بندى کړے وو چې برابا نومېدو. نو کله چې هغوئ راټول شول، پيلاطوس تپوس وکړو چې، ”تاسو غواړئ چې زۀ تاسو ته کوم يو آزاد کړم، برابا کۀ عيسىٰ چې مسيح ورته وائى؟“ ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ د کينې په سبب هغه حواله کړے وو.

کله چې هغه د عدالت په تخت باندې ناست وو، نو د هغۀ ښځې هغۀ ته پېغام ولېږلو چې، ”تۀ د دغه صادق سړى سره هيڅ کار مۀ لره، ځکه چې ما نن د هغۀ په سبب په خوب کښې ډېر تکليف وليدو.“

خو مشرانو کاهنانو او مشرانو خلق په دې راماتۀ کړل چې د برابا دپاره سوال وکړى او عيسىٰ قتل کړى. حاکم ووئيل چې، ”تاسو غواړئ چې زۀ تاسو ته د دې دوو نه کوم يو آزاد کړم؟“ هغوئ ووئيل چې، ”برابا.“

پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”نو زۀ د عيسىٰ سره څۀ وکړم چې مسيح ورته وائى؟“ هغوئ ټولو ووئيل چې، ”په سولۍ يې کړه!“

هغۀ ووئيل چې، ”ولې؟ هغۀ څۀ بدى کړې ده؟“ خو هغوئ نور هم په زوره چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه!“

کله چې پيلاطوس وليدل چې هغه هيڅ نۀ شى کولے، بلکې فساد پورته کيږى، نو هغۀ اوبۀ راواخستې، د خلقو په مخکښې يې خپل لاسونه ومينځل او ويې ويل چې، ”زۀ د دغه سړى د وينې نه بې‌ګناه يم، دا ستاسو خپله معامله ده.“

ټولو خلقو جواب ورکړو چې، ”د هغۀ وينه دې په مونږ او زمونږ په اولاد باندې وى!“ a a v25 دا وئيل چې ’د هغۀ وينه دې په مونږ باندې وى‘ يو زوړ طريقه وه چې په هغې سره به يوې ډلې د يوۀ مرګ قانونى او اخلاقى ذمه‌وارى رسماً قبلوله.

نو بيا هغۀ هغوئ ته برابا آزاد کړو، عيسىٰ يې په کوړو وواهلو او په سولۍ کولو دپاره يې حواله کړو.

سپاهيانو د بادشاه مسخرې وکړې

بيا د حاکم سپاهيانو عيسىٰ د حاکم محل ته بوتلو او ټول پلټن يې د هغۀ چاپېره راټول کړو. هغوئ د هغۀ جامې وبۀ‌لولې او سره چُغه يې ورواغوستله. هغوئ د اغزو يو تاج وبُوتلو، د هغۀ په سر يې کېښودلو، په ښى لاس کښې يې يو نے ورکړو، د هغۀ په مخکښې په ګونډو شول او مسخرې يې پرې وکړې چې، ”اے د يهوديانو بادشاها، سلام!“ او هغوئ په هغۀ باندې تُو کړل، هغه نے يې راواخستلو او يو بل ځلې يې د هغۀ په سر وواهلو. کله چې هغوئ د هغۀ مسخرې وکړې، نو هغه چُغه يې وبۀ‌لوله، خپلې جامې يې ورواغوستلې او په سولۍ کولو دپاره يې بوتلو.

د خُدائ پاک زوئ په سولۍ شو

کله چې بهر روان شول، نو هغوئ يو د کورينې سړے وموندلو چې شمعون نومېدو او په زور يې راووستلو چې د عيسىٰ سولۍ يې پورته کړه. او کله چې هغوئ يوۀ ځائ ته راغلل چې ګلګتا نومېدو (چې معنىٰ يې د کوپړۍ ځائ دے)، نو هغوئ هغۀ ته شراب د ترخې زهرو سره ګډ د څښلو دپاره ورکړل، هغۀ هغه وڅکل خو د څښلو نه يې اِنکار وکړو. او کله چې هغوئ هغه په سولۍ کړو، نو د هغۀ جامې يې په قُرعه اچولو سره په خپلو مينځ کښې وېشلې. بيا هغوئ کښېناستل او هلته يې د هغۀ پهره کوله. د هغۀ د سر دپاسه هغوئ د هغۀ خلاف اِلزام وليکلو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے.“

بيا د هغۀ سره دوه ډاکوان په سولۍ شول، يو د هغۀ په ښى لاس او بل په ګس لاس.

څوک چې تېرېدل، هغوئ په هغۀ باندې کنځلې کولې او سرونه يې ښورول، او ويې ويل چې، ”اے د عبادت خانې ورانوونکيه او په درو ورځو کښې يې بيا جوړوونکيه، خپل ځان خلاص کړه! کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې، نو د سولۍ نه راکوز شه!“

همدغه شان مشرانو کاهنانو هم د شرعى عالمانو او مشرانو سره مسخرې پرې وکړې او ويې ويل چې، ”هغۀ نور خلاص کړل، خو خپل ځان نۀ شى خلاصولے. هغه د اِسرائيل بادشاه دے، دے دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، نو مونږ به په هغۀ ايمان راوړُو. هغه په خُدائ پاک توکل کوى، خُدائ پاک دې اوس هغه خلاص کړى، کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې هغۀ وئيل چې، ’زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.‘“ او هغه ډاکوان چې د هغۀ سره په سولۍ شوى وُو، هغوئ هم همدغه شان په هغۀ باندې کنځلې کولې.

د پرېښودل شوى زوئ خپل روح وسپارلو

اوس د غرمې نه تر درو بجو پورې په ټوله زمکه باندې تيارۀ خوره شوه.

تقريباً د درو بجو په وخت عيسىٰ په زوره چغه کړه چې، ”ايلى، ايلى، لما سبقتنى؟“ چې معنىٰ يې دا ده چې، ”اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، تا ولې زۀ پرېښودم؟“

کله چې ځنو هلته ولاړو خلقو دا واورېدل، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے ايلياه رابولى.“ په هغوئ کښې يو سمدستى وزغستلو، يوه سپنج يې په تروو شرابو کښې لنده کړه، د نى په سر يې کېښوده او هغۀ ته يې د څښلو دپاره ورکړه. خو نورو ووئيل چې، ”پرېږده يې. ګورُو چې ايلياه راځى چې هغه يې خلاص کړى کۀ نه.“

او عيسىٰ بيا په لوړ آواز چغه کړه او خپل روح يې وسپارلو. ناڅاپه د عبادت خانې پردۀ د سر نه تر لاندې پورې په دوو ټوټو وشلېده. زمکه ولړزېده، تيږې وچاودې. قبرونه پرانستل شول او د هغو ډېرو پاکانو بدنونه چې مړۀ شوى وُو، راژوندى کړے شول. د عيسىٰ له مرګ نه بيا ژوندى کېدو نه پس، هغوئ قبرونه پرېښودل، پاک ښار ته ننوتل او ډېرو ته څرګند شول.

کله چې صوبېدار او هغه کسانو چې د هغۀ سره د عيسىٰ پهره کوله زلزله او څۀ چې وشول هغه وليدل، نو هغوئ ډېر ووېرېدل او ويې ويل چې، ”بېشکه دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو!“

ډېرې ښځې لرې نه ګورلو، هغوئ د ګليل نه د عيسىٰ خدمت کولو دپاره د هغۀ پسې راغلې وې. په هغوئ کښې: مريم مګدلينى، د يعقوب او يوسف مور مريم، او د زبدى د زامنو مور وه.

عيسىٰ په قبر کښې کېښودے شو

کله چې ماښام شو، نو د ارِمتياه يو شتمن سړے راغلو چې يوسف نومېدو، هغه پخپله د عيسىٰ مريد وو. هغه پيلاطوس ته لاړو او د عيسىٰ لاش يې وغوښتلو. بيا پيلاطوس حُکم وکړو چې هغه ورکړے شى. يوسف هغه لاش راواخستلو، په يوه پاکه کتان جامه کښې يې ونغاړلو. هغه دا په خپل نوى قبر کښې کېښودو چې په تيږه کښې يې توږلے وو، د قبر د دروازې مخ ته يې يوه لويه تيږه راوغورځوله او لاړو. مريم مګدلينى او بله مريم هلته وې، د قبر مخامخ ناستې وې.

قبر مهر او پهره لرونکے شو

بله ورځ، د تيارۍ له ورځې نه پس، مشرانو کاهنانو او فريسيانو د پيلاطوس په مخکښې راټول شول، او ويې ويل چې، ”مالِکه، مونږ ته ياد دى چې هغه دوکه‌بازه، چې لا ژوندے وو، وئيل چې، ’د درو ورځو نه پس به زۀ بيا راژوندے شم.‘ نو حُکم وکړه چې تر درېمې ورځې پورې د قبر حفاظت وشى، کۀ نه نو د هغۀ مريدان به راشى، هغه به غلا کړى او خلقو ته به ووائى چې، ’هغه د مړو نه بيا راژوندے شوے دے.‘ هغه آخرى دوکه به د اولنۍ نه بدتره وى.“

پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو سره پهره‌دار شته. لاړ شئ، څومره چې کولے شئ د هغه حفاظت وکړئ.“ نو هغوئ لاړل او د قبر حفاظت يې وکړو، تيږې ته يې مهر ولګولو او پهره‌دار يې کېښودلو.