چاپ شوی
کتاب

پلار خپل زوئ راژوندے کوى

ښځې سهار وختي قبر ته رسېږي او هغه خلاص مومي، ساتونکي د مړو په څېر، او یوه پرښته چې وايي د هغه پلار هغه راژوندی کړی. عسکرو ته پیسې ورکول کېږي چې ووايي جسد غلا شوی. د جلیل پر یوه غره ځینې لا هم شک کوي، خو ټول هر قوم ته لېږل کېږي.

څپرکی 28.

د سبت د ورځې نه پس، د اوونۍ د اول ورځې په سحر، مريم مګدلينى او بله مريم قبر ليدو ته راغلې. ناڅاپه لويه زلزله راغله، ځکه چې د زمونږ پلار يو فرښته د آسمان نه راکوز شو، کاڼے يې راوګرځولو او پرې کښېناستو. د هغۀ بڼه د بريښنا په شان وه، او جامې يې د واورې په شان سپينې وې. پهره داران د هغۀ د وېرې نه ولړزېدل او د مړو سړو په شان شول. خو فرښتې ښځو ته ووئيل چې، ”مۀ يرېږئ، ځکه چې زۀ پوهېږم چې تاسو هغه عيسىٰ لټوئ چې په سولۍ باندې کښې کړے شوے وو. هغه دلته نشته، هغه بيا راژوندے شوے دے، لکه څنګه چې يې وئيلى وو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چې هغه پکښې پروت وو. ژر لاړ شئ، د هغۀ مريدانو ته ووايئ چې، هغه د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. وګورئ، هغه ستاسو نه مخکښې ګليل ته ځى، تاسو به هغه هلته وګورئ. واورئ، ما تاسو ته ووئيل.“

نو هغوئ د وېرې او لويې خوشحالۍ سره ژر له قبر نه لاړې، او د هغۀ مريدانو ته د خبر ورکولو دپاره وزغلې.

ناڅاپه عيسىٰ هغوئ سره مخامخ شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”سلام وى!“ هغوئ ورته راغلې، د هغۀ پښې يې ونيولې او هغۀ ته يې سجده وکړه. بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. لاړ شئ، زما وروڼو ته ووايئ چې ګليل ته لاړ شى، هغوئ به ما هلته وګورى.“

د پهره دارانو جوړه کړې کيسه

کله چې هغوئ په لار کښې وې، نو ځنې پهره داران ښار ته ننوتل او مشرانو کاهنانو ته يې ټول هغه څۀ بيان کړل چې پېښ شوى وُو. هغوئ د مشرانو سره د ملاقات او صلاح کولو نه پس، سپاهيانو ته ډېرې پېسې ورکړې، او ورته يې ووئيل چې، ”داسې ووايئ چې د هغۀ مريدان د شپې راغلل او کله چې مونږ وېدۀ وو، نو هغه يې غلا کړو. کۀ دا خبره حاکم ته ورسېږى، نو مونږ به هغه راضى کړو او تاسو به د هر تکليف نه بچ کړو.“ هغوئ پېسې واخستې او لکه څنګه چې ورته وئيلى شوى وُو هم هغسې يې وکړل. دا خبره د يهوديانو په مينځ کښې تر نن ورځې پورې خوره شوې ده.

د پلار حُکم ټولو قومونو ته

بيا يوولس مريدان ګليل ته هغه غر ته لاړل چې عيسىٰ ورته حُکم کړے وو. کله چې هغوئ هغه وليدو، نو هغۀ ته يې سجده وکړه، خو ځنو شک وکړو.

عيسىٰ راغلو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”په آسمان او زمکه کښې ټول اِختيار ما ته راکړے شوے دے. نو تاسو لاړ شئ او د ټولو قومونو خلق مريدان کړئ، او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکوئ، a a v19 نوم مفرد دے: يو نوم، درې ذاتونه — پلار، زوئ، او روحُ القُدس. او هغوئ ته د هغه ټولو شيانو د منلو تعليم ورکوئ چې ما تاسو ته حُکم کړے دے. ياد لرئ، زۀ تل تر تله ستاسو سره يم، د دُنيا تر آخره پورې.“