چاپ شوی
کتاب

پلار خپل قاصد لېږى

تر ټولو لنډ او چټک انجیل، چې عیسیٰ د رنځ ګاللونکي خادم په توګه انځوروي، هغه چې «د دې لپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي، بلکې د دې لپاره چې خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو لپاره د فدیې په توګه ورکړي.»

څپرکی 1.

د زمونږ پلار د زوئ د عيسىٰ مسيح د اِنجيل شروع. a a v1 په ځنو قديمو نسخو کښې ”د زمونږ پلار زوئ“ نشته. لکه څنګه چې د يسعياه نبى په کتاب کښې ليکلى دى، ”وګوره، زۀ خپل قاصد ستا نه مخکښې لېږم، چې ستا لار به تيار کړى. په بيابان کښې د يو چا اواز چغې وهى: ’د مالِک لار تيار کړئ، د هغۀ لارې سمې کړئ.‘“

يوحنا راڅرګند شو، چې په بيابان کښې يې بپتسمه ورکوله او د ګناهونو د معافۍ دپاره يې د توبې بپتسمه اعلانوله. د يهوديې ټول خلق او د يروشلم ټول اوسېدونکى هغۀ ته ورغلل، او کله چې هغوئ د خپلو ګناهونو اقرار کولو، نو هغۀ به هغوئ ته د يردن په سيند کښې بپتسمه ورکوله. يوحنا د اوښ د وړيو جامې اغوستې وې، او د څرمنې پټکے يې په مِلا باندې تړلے وو، او ملخان او د ځنګله شات يې خوړل. هغۀ اعلان وکړو، ”زما نه پس يو داسې راځى چې زما نه زورور دے؛ زۀ د دې لائق نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د بوټ تسمه خلاصه کړم. ما تاسو ته په اوبو بپتسمه درکړه، خو هغه به تاسو ته د روحُ القُدس په وسيله بپتسمه درکړى.“

پلار د خپل زوئ په حقله فرمائى

په هغه ورځو کښې عيسىٰ د ګليل د ناصرت نه راغلو او يوحنا هغۀ ته د يردن په سيند کښې بپتسمه ورکړه. سمدستي، کله چې هغه د اوبو نه راووتلو، نو هغۀ وليدل چې آسمانونه چاودلى دى او روحُ القُدس د کونترې په شان په هغۀ باندې راکوزيږى.

او د آسمان نه يو اواز راغلو، ”تۀ زما ګران زوئ يې؛ زۀ په تا باندې ډېر خوشحاله يم.“

بيا سمدستي روحُ القُدس هغه بيابان ته وايستلو. هغه په بيابان کښې څلوېښت ورځې وو، شيطان هغه ازمايه، او د ځنګلى ځناورو سره وو، او فرښتو د هغۀ خدمت کولو.

کله چې يوحنا ونيولے شو، نو عيسىٰ ګليل ته راغلو، او د زمونږ پلار اِنجيل يې اعلانولو،

او يې وفرمائيل، ”وخت پوره شو، او د زمونږ پلار بادشاهى نزدې ده؛ توبه وباسئ او په زېرى باندې ايمان راوړئ.“

عيسىٰ خپل اول مريدان بلى

کله چې هغه د ګليل د سمندر د غاړې نه تېرېدلو، نو هغۀ شمعون او د هغۀ ورور اندرياس وليدل چې په سمندر کښې يې جال غورزولو، ځکه چې هغوئ کب نيوونکى وُو.

عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما پسې راشئ، او زۀ به تاسو د انسانانو کب نيوونکى جوړ کړم.“

سمدستي هغوئ خپل جالونه پرېښودل او د هغۀ پسې روان شول.

کله چې هغه لږ نور مخکښې لاړو، نو هغۀ د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا وليدل چې په خپلې کشتۍ کښې يې جالونه رغول. هغۀ سمدستي هغوئ راوبلل؛ نو هغوئ خپل پلار زبدى د مزدورانو سره په کشتۍ کښې پرېښودو او د هغۀ پسې روان شول.

په تيارۀ باندې اِختيار

هغوئ کفرنحوم ته لاړل. سمدستي، د سبت په ورځ، هغه عبادت خانې ته ننوتلو او تعليم ورکول يې شروع کړل. هغوئ د هغۀ په تعليم حېران شول، ځکه چې هغۀ هغوئ ته د اِختيار سره تعليم ورکولو، نۀ د شرعى عالمانو په شان. سمدستي د هغوئ په عبادت خانه کښې يو داسې سړے وو چې په هغۀ باندې ناپاک روح وو، او هغۀ چغه کړه. اے ناصرت والا عيسىٰ، تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ ايا تۀ د دې دپاره راغلے يې چې مونږ تباه کړې؟ زۀ پوهيږم چې تۀ څوک يې—د خُدائ پاک مقدس ذات!

خو عيسىٰ هغه ملامته کړو او وې فرمائيل، ”چوپ شه، او د هغۀ نه ووځه!“

نو ناپاک روح هغه وچوللو او په لوړ اواز يې چغه کړه او د هغۀ نه ووتلو. ټول حېران شول، او يو بل نه يې پوښتنه کوله، ”دا څۀ شے دے؟ د اِختيار سره يو نوے تعليم—هغه خو ناپاکو روحونو ته هم حُکم کوى، او هغوئ يې مني!“ نو سمدستي د هغۀ شهرت د ګليل په ټوله چاپېره علاقه کښې هر ځائ خپور شو.

د شمعون کور ته شفا راځى

سمدستي هغه د عبادت خانې نه راووتلو او د يعقوب او يوحنا سره د شمعون او اندرياس کور ته لاړو. د شمعون خواښې په تبه ناجوړه پرته وه، نو هغوئ سمدستي هغۀ ته د هغې په حقله ووئيل. هغه راغلو، د هغې لاس يې ونيولو او پورته يې کړه. تبه ترې لاړه، او هغې د هغوئ خدمت وکړو.

د هغې ورځې ماښام، کله چې لمر پرېووتلو، نو هغوئ ټول ناجوړه خلق او هغه کسان چې بدو روحونو نيولى وُو، هغۀ ته راوستل. او ټول ښار د دروازې په مخکښې راجمع شو. هغۀ د قسم قسم بيماريو ډېر ناجوړه خلق روغ کړل او ډېر بد روحونه يې وايستل، او بدو روحونو ته يې اِجازت نۀ ورکولو چې خبرې وکړى، ځکه چې هغوئ هغه پېژندلو.

عيسىٰ د دُعا دپاره يوازې ځى

د سحر نه ډېر مخکښې، کله چې لا تياره وه، هغه پاڅېدو، يوازې ځائ ته ووتلو او هلته يې دُعا وکړه. شمعون او د هغۀ ملګرى د هغۀ په لټه ووتل، او کله چې هغوئ هغه وموندلو، نو ورته يې ووئيل، ”ټول خلق ستا لټون کوى.“

هغۀ وفرمائيل، ”راځئ چې بل ځائ ته، ګاونډيو کليو ته لاړ شو، دې دپاره چې زۀ هلته هم تبليغ وکړم، ځکه چې زۀ د همدې دپاره راغلے يم.“

نو هغه د ټول ګليل په ګرد چاپېره وګرځېدو، د هغوئ په عبادت خانو کښې يې تبليغ کولو او بد روحونه يې ايستل.

جُذامى پاک شو

يو جُذامى سړے راغلو، په ګوډو شو او هغۀ ته يې زارى وکړه، ”کۀ تۀ وغواړې، نو تۀ ما پاک کولے شې.“

هغۀ ته ډېر رحم راغلو، خپل لاس يې وغزولو، هغه يې ولمس کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ غواړم؛ پاک شه.“

نو سمدستي جُذام ترې لاړو، او هغه پاک شو. هغۀ هغه ته سخته خبردارى ورکړه او سمدستي يې وليږلو،

او ورته يې وفرمائيل، ”خيال ساته چې هيچا ته هيڅ ونۀ وايې—خو لاړ شه، ځان اِمام ته وښايه، او د خپل پاکېدو دپاره هغه نذرانه وړاندې کړه چې موسىٰ حُکم کړے دے، د خلقو دپاره د ګواهۍ په توګه.“

خو هغه لاړو او په کهلے ډول يې دا خبره اعلانوله او خپروله يې، چې د دې په سبب عيسىٰ نور په ښکاره هيڅ ښار ته نۀ شو ننوتے، بلکې په ويجاړو ځايونو کښې اوسېدو. خو خلق د هر ځائ نه هغۀ ته راتلل.