مشران د عيسىٰ د وژلو منصوبه جوړوى
یوه ښځه ګران عطر تویوي او پرې ورټل کېږي؛ یهودا هغه په دېرشو سکو پلوري. په ګتسیمنی کې عيسىٰ له خپل پلار نه غواړي چې جام لرې کړي، په داسې حال کې چې ملګري یې بیا بیا ویده کېږي. کله چې ونیول شي، مقاومت نه کوي. پطروس قسم خوري چې هغه سړی یې هېڅکله نه دی پېژندلی.
26 1کله چې عيسىٰ دا ټولې خبرې ختمې کړې، نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل،
2”تاسو ته معلومه ده چې د دوو ورځو نه پس فسح راځى، او اِبن آدم د مصلوب کېدو دپاره حواله کولے کيږى.“
3بيا مشران کاهنان او د قوم مشران د کاهن اعظم کائفا په انګنه کښې راغونډ شول، 4او هغوئ يو ځائ منصوبه جوړه کړه چې عيسىٰ په پټه ونيسى او ووژنى. 5خو هغوئ ووئيل، ”د اختر په ورځو کښې نه، ګنې چې په خلقو کښې به فساد پېدا شى.“
هغه عيسىٰ د دفن دپاره تېل مل کوى
6اوس چې کله عيسىٰ په بيت عنياه کښې د جذامى شمعون په کور کښې وو، 7نو يوه ښځه د سنګ مرمر په بوتل کښې د ډېرو قيمتى عطرو سره هغۀ ته راغله، او کله چې هغه په دسترخوان ناست وو نو هغې دا د هغۀ په سر باندې واړول. 8دا چې مريدانو وليدل، نو غصه شول او ووئيل، ”دا ولې ضائع کولے کيږى؟ 9ځکه چې دا به په ګرانه بيه خرڅ شوے وَو او غريبانو ته به ورکولے شوے وَو.“
10عيسىٰ دا معلومه کړه او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو دې ښځې له ولې تکليف ورکوئ؟ هغې زما سره ښايسته کار کړے دے. 11ځکه چې غريبان خو هر وخت ستاسو سره وى، خو زۀ به هر وخت ستاسو سره نۀ يم. 12ځکه چې هغې دا عطر زما په بدن باندې واړول، نو دا يې زما د دفن د تيارۍ دپاره وکړل. 13زۀ تاسو ته رښتيا وايم، په ټوله دُنيا کښې چرته چې دا اِنجيل وعظ کولے شى، هلته به هغه څۀ هم بيانولے شى چې دې وکړل، د دې د يادګيرنې دپاره.“
يهوداه د چاندۍ دپاره زوئ تسليموى
14بيا د دولسو نه يو، هغه چې يهوداه اِسکريوتى ورته وئيلے شو، مشرانو کاهنانو ته لاړو، 15او ووئيل، ”تاسو ما له څۀ درکول غواړئ، او زۀ به هغه تاسو ته حواله کړم؟“ نو هغوئ هغۀ له دېرش روپۍ چاندى وشمارلې. 16او له دغه وخت نه يې د هغۀ د تسليمولو دپاره موقع لټوله.
د فسح دپاره تيارى
17د فطيرې ډوډۍ په اول ورځ، مريدان عيسىٰ ته راغلل او پوښتنه يې وکړه، ”تۀ غواړې چې مونږ ستا دپاره د فسح د خوراک تيارى چرته وکړو؟“
18هغۀ وفرمائيل، ”ښار ته يو خاص سړى له لاړ شئ او هغۀ ته ووايئ چې، ’اُستاذ فرمائى، زما وخت نزدې دے. زۀ به د خپلو مريدانو سره ستا په کور کښې فسح ومنم.‘“
19او مريدانو هم هغه شان وکړل لکه چې عيسىٰ هغوئ ته هدايت کړے وو، او د فسح تيارى يې وکړه.
20کله چې ماښام شو، نو هغه د دولسو سره په دسترخوان ناست وو.
21او کله چې هغوئ ډوډۍ خوړله، نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، په تاسو کښې به يو ما تسليم کړى.“
22هغوئ ډېر غمژن شول او هر يو هغۀ ته ووئيل، ”اے مالِکه، دا زۀ خو نۀ يم؟“
23هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په پيالۍ کښې خپل لاس وينجولے دے، هغه به ما تسليم کړى. 24اِبن آدم ځى، لکه چې د هغۀ په حقله ليکلے شوى دى. خو د هغه سړى دپاره افسوس چې اِبن آدم تسليموى، د هغۀ دپاره به ښۀ وَو چې هغه هېڅ پېدا شوے نۀ وَو.“
25يهوداه، چې هغه تسليمونکے وو، ووئيل، ”اے اُستاذه، دا زۀ خو نۀ يم؟“ هغۀ هغۀ ته وفرمائيل، ”تا دا ووئيل.“
26کله چې هغوئ ډوډۍ خوړله، نو عيسىٰ ډوډۍ راواخسته، برکت يې ورکړو او مات يې کړه، مريدانو ته يې ورکړه او وفرمائيل، ”واخلئ، وخورئ، دا زما بدن دے.“ 27بيا يې پيالۍ راواخسته او شُکر يې ادا کړو، هغوئ ته يې ورکړه او وفرمائيل، ”تاسو ټول ترې نه وڅښئ، 28ځکه چې دا زما د لوظ وينه ده، چې د ډېرو خلقو دپاره د ګناهونو د معافۍ دپاره بهولے کيږى. 29زۀ تاسو ته وايم، له اوسه د انګورو دا رس به بيا نۀ څښم، تر هغه ورځې پورې چې زۀ به دا ستاسو سره زما د پلار په بادشاهۍ کښې نوے وڅښم.“
30او کله چې هغوئ د حمد يو سندره ووئيله، نو د زيتونو غرۀ ته لاړل.
عيسىٰ د پطروس د اِنکار وړاندوينه کوى
31بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن شپه به تاسو ټول زما په سبب وتښتئ، ځکه چې ليکلے شوى دى چې، ’زۀ به شپون ووهم، او د رمې ګډې به خوارې ورې شى.‘ 32خو د خپل راژوندى کېدو نه پس به زۀ ستاسو نه مخکښې ګليل ته لاړ شم.“
33پطروس هغۀ ته ووئيل، ”که چرې ټول ستا په سبب وتښتى، خو زۀ به هيچرې نۀ تښتم.“
34عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم، نن شپه د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ درے ځله زما د پېژندلو نه اِنکار وکړې.“
35پطروس ووئيل، ”که چرې ما له ستا سره مرګ هم په کار وى، خو زۀ به ستا نه اِنکار ونۀ کړم.“ ټولو مريدانو هم هغه شان ووئيل.
زوئ ځان پلار ته سپارى
36بيا عيسىٰ د هغوئ سره يو ځائ له راغلو چې ګتسمنى ورته وئيلے شو، او مريدانو ته يې وفرمائيل، ”تاسو دلته کښېنئ تر هغه چې زۀ هلته لاړ شم او دُعا وکړم.“
37او پطروس او د زبدى دواړه زامن يې له ځان سره واخستل، نو هغه ډېر غمژن او پرېشان شو.
38بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما روح د غم نه داسې ماتوى شوے دے لکه چې مرګ ته رسېدلے وى. دلته پاتې شئ او زما سره څوکيدارى کوئ.“
39بيا لږ وړاندې لاړو او په خپل مخ باندې پرېوتو او دُعا يې وکړه، ”اے زما پلاره، که چرې ممکن وى، نو دا پياله دې له ما نه لرې شى. خو زۀ لکه څنګه چې غواړم هغه شان نه، بلکې لکه څنګه چې تۀ غواړې هغه شان دې وشى.“
40هغه مريدانو ته راغلو او هغوئ يې ويده ومندل. هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”نو، تاسو زما سره يو ګړۍ هم ويښ پاتې نۀ شوئ؟ 41ويښ پاتې شئ او دُعا کوئ، چې تاسو په آزميښت کښې ونۀ غورزئ. روح خو تيار دے، خو بدن کمزورے دے.“
42دوېم ځل هغه لاړو او دُعا يې وکړه، ”اے زما پلاره، که چرې دا پياله تر هغه لرې کېدے نۀ شى ترڅو چې زۀ دا ونۀ څښم، نو ستا رضا دې پوره شى.“
43او هغه بيا راغلو او هغوئ يې ويده ومندل، ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې. 44نو هغوئ يې بيا پرېښودل او لاړو او درېم ځل يې دُعا وکړه، او هم هغه خبرې يې بيا ووئيلې.
45بيا هغه مريدانو ته راغلو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تر اوسه ويده ياست او آرام کوئ؟ ګورئ، ګړۍ راغله، او اِبن آدم د ګناهګارانو په لاسونو کښې تسليم کولے کيږى. 46پاڅئ، چې لاړ شُو! ګورئ، هغه چې ما تسليموى، راغلے دے!“
عيسىٰ تسليم کولے او نيولے کيږى
47کله چې هغه لا خبرې کولې، نو يهوداه، د دولسو نه يو، ناببره راغلو، او د هغۀ سره لويه ګڼه ګوڼه وه چې تورې او لښتې يې نيولې وې، چې د قوم د مشرانو کاهنانو او مشرانو له خوا رالېږلے شوى وُو. 48اوس هغه تسليمونکى هغوئ ته نښه ورکړے وه، ”زۀ چې چا له ښکُل ورکړم، هم هغه دے، هغه ونيسئ.“ 49او سمدستى هغه عيسىٰ ته ورنزدې شو او ووئيل، ”اے اُستاذه، سلام وى!“ او ښکُل يې ورکړو.
50عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”اے يارَ، څۀ کار دپاره چې راغلے يې هغه وکړه.“ بيا هغوئ راغلل، عيسىٰ يې ونيولو او ټينګ يې کړو.
51او ګورئ، د هغه چا نه يو چې د عيسىٰ سره وُو، خپل لاس ونيولو، خپله توره يې راوويسته، د کاهن اعظم نوکر يې ووهلو او غوږ يې ترې پرې کړو.
52بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”خپله توره بېرته په خپل ځائ کښې کېږده. هغه ټول چې توره نيسى، د تورې په وسيله به مړۀ شى. 53آيا تۀ ګمان کوې چې زۀ خپل پلار ونۀ بللے شم، چې هغه به ما له سمدستى د دولسو لښکرو نه زيات فرښتې رالېږى؟ 54خو بيا به پاک صحيفې څنګه پوره شى، چې داسې کېدل په کار دى؟“
55په هغه ګړۍ کښې عيسىٰ ګڼې ګوڼې ته وفرمائيل، ”آيا تاسو د تورو او لښتو سره ما د نيولو دپاره راووتلئ، لکه چې په يو ډاکو پسې؟ زۀ هره ورځ په هيکل کښې ناست وم او تعليم مې ورکولو، او تاسو زۀ ونۀ نيولم. 56خو دا ټول د دې دپاره وشول چې د نبيانو پاک صحيفې پوره شى.“ بيا ټولو مريدانو هغه پرېښودو او وتښتېدل.
عيسىٰ د خپلو مُلزمانو په مخکښې
57بيا هغه چا چې عيسىٰ نيولے وو، هغه يې کائفا، کاهن اعظم، له بوتلو، چرته چې عالِمان او مشران راغونډ شوى وُو. 58پطروس له لرې نه د کاهن اعظم انګنې ته پسې ورغلو، ننوتو او د پهره دارانو سره کښېناستو چې وګورى چې آخر به څنګه کيږى.
59مشرانو کاهنانو او ټوله مجلس د عيسىٰ خلاف دروغجنه ګواهى لټوله، چې هغه مړ کړى، 60خو هغوئ هېڅ ونۀ موندله، که څۀ هم ډېر دروغجن ګواهان راغلل. آخر کښې دوه راغلل، 61او هغوئ ووئيل، ”دې سړى ووئيل چې، ’زۀ د خُدائ پاک هيکل ورانولے شم او په درو ورځو کښې يې بيا جوړولے شم.‘“
62کاهن اعظم پاڅېدو او هغۀ ته يې ووئيل، ”آيا تا سره هېڅ جواب نشته؟ دا خلق ستا خلاف څۀ ګواهى ورکوى؟“ 63خو عيسىٰ چُپ وو. کاهن اعظم ووئيل، ”زۀ تا له د ژوندى خُدائ پاک قسم درکوم، مونږ ته ووايه چې آيا تۀ مسيح يې، د خُدائ پاک زوئ؟“
64عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تا دا ووئيل. خو زۀ تاسو ته وايم، له اوسه به تاسو اِبن آدم د قدرت په ښى لاس ناست ووينئ، چې د آسمان په وريځو راځى.“
65بيا کاهن اعظم خپلې جامې وشلولې او ووئيل، ”دۀ کفر ووئيلو! مونږ ته نور ګواهانو څۀ ضرورت دے؟ تاسو اوس دا کفر واورېدو. 66ستاسو څۀ فيصله ده؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دا د مرګ لائق دے.“
67بيا هغوئ د هغۀ په مخ تُف وکړو او وهل يې کړو، او ځنو هغۀ له څپيړې وکړې، 68او ويل يې، ”اے مسيحه، مونږ ته پېشګوئى وکړه! چا تا ووهلې؟“
پطروس د عيسىٰ د پېژندلو نه اِنکار کوى
69پطروس بهر په انګنه کښې ناست وو. يوه وينځه ورته راغله او وې وئيل، ”تۀ هم د ګليلى عيسىٰ سره وې.“
70خو هغۀ د هغوئ ټولو په مخکښې اِنکار وکړو او ووئيل، ”زۀ نۀ پوهيږم چې تۀ څۀ وايې.“
71کله چې هغه دروازې ته ووتو، نو بلې وينځې هغه وليدو او هلته خلقو ته يې ووئيل، ”دا سړے د ناصرت د عيسىٰ سره وو.“
72او هغۀ بيا په قسم سره اِنکار وکړو، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“
73لږ پس هغه خلق چې هلته ولاړ وُو، پطروس ته راغلل او ووئيل، ”بېشکه تۀ هم د هغوئ نه يو يې، ځکه چې ستا لهجه تا بربنډوى.“
74بيا هغه په ځان باندې لعنت ويلو او قسمونه خوړلو ته شروع وکړه، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ سمدستى چرګ بانګ کړو.
75پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره ياده شوه، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ درے ځله زما د پېژندلو نه اِنکار وکړې.“ هغه بهر ووتو او زار زار ژړل يې.