چاپ شوی
کتاب

د زوم د بيا راتلو دپاره تيارى

پنځه ناوې ملګرې تېل خلاص کړي او دروازه لا دمخه تړلې مومي. یو وېرېدلی نوکر د خپل بادار سپین زر ښخوي او له لاسه یې ورکوي. بیا قومونه په دې جلا کېږي چې ایا هغوی پاچا ته ډوډۍ ورکړې، جامې یې ورواغوستې او ورغلي دي، پرته له دې چې پوه شي چې هغه و. د هغه د پلار برکتي خلک میراث وړي.

څپرکی 25.

”نو د زمونږ پلار بادشاهى به د هغه لسو کنوارو جينکو په شان وى چې خپل ديوې يې واخستل او د زوم د ملاقات دپاره ووتلې. په دوئ کښې پنځه بې‌وقوفې وې او پنځه عقلمندې وې. بې‌وقوفو خپل ديوې واخستل خو د ځان سره يې تيل وا نۀ خستل. خو عقلمندو د خپلو ديوو سره په لوښو کښې تيل هم واخستل. کله چې زوم ناوخته شو، نو دوئ ټولې نعاس شوې او ويده شوې. خو د نيمې شپې يو آواز پورته شو چې، ’ګورئ، زوم راغلو! د هغۀ د ملاقات دپاره راووځئ!‘ نو ټولې جينکۍ راويښ شوې او خپل ديوې يې سم کړل. بې‌وقوفو عقلمندو ته ووئيل چې، ’خپل څۀ تيل مونږ ته راکړئ، ځکه چې زمونږ ديوې مړې کيږى.‘ خو عقلمندو جواب ورکړو چې، ’نه، کېدے شى چې زمونږ او ستاسو دواړو دپاره کافى نۀ وى. بلکې تاسو هغو ته لاړ شئ چې تيل خرڅوى او د ځان دپاره يې واخلئ.‘ کله چې هغوئ د تيلو اخستو ته لاړې، نو زوم راغلو. چې کومې تيارې وې هغه د هغۀ سره د واده مېلمستيا ته ننوتلې او ور بند شو. بيا وروستو نورې جينکۍ هم راغلې او وې وئيل چې، ’مالِکه، مالِکه، مونږ دپاره ور خلاص کړه!‘ خو هغۀ جواب ورکړو چې، ’زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زۀ تاسو نۀ پېژنم.‘ نو ځکه خبردار اوسئ، ځکه چې نۀ تاسو ته هغه ورځ معلومه ده او نۀ هغه ساعت.

په هر سپارل شوى نعمت کښې وفادارى

”ځکه چې دا به د هغه سړى په شان وى چې بهر ملک ته روان شو، او خپل نوکران يې راوغوښتل او خپل مال يې ورته وسپارلو. هغۀ يو ته پنځه بوجۍ چاندى ورکړې، بل ته دوه او بل ته يوه، هر يو ته د هغۀ د وس مطابق، بيا هغه خپل سفر ته روان شو. چا ته چې پنځه بوجۍ چاندى ورکړے شوے وو، هغه سمدستى لاړو، په کاروبار يې ولګولې او پنځه نورې يې وګټلې. هم هغه شان، چا سره چې دوه بوجۍ وې، هغۀ دوه نورې وګټلې. خو چا چې يوه بوجۍ اخستې وه، هغه لاړو، زمکه يې وکنستله او د خپل مالِک پېسې يې پټې کړې.

”ډېرې مودې نه پس د هغو نوکرانو مالِک راستون شو او د هغوئ سره يې حساب وکړو. چا ته چې پنځه بوجۍ چاندى ورکړے شوے وو، هغه راغلو او پنځه نورې يې ورسره راوړې او ووئيل چې، ’مالِکه، تا ما له پنځه بوجۍ چاندى سپارلې وې، ګوره، ما پنځه نورې هم وګټلې.‘

”د هغۀ مالِک ورته ووئيل چې، ’شاباش، اے نيک او وفادار نوکره! تۀ په لږ شى کښې وفادار وې، زۀ به تا په ډېرو شيانو باندې مقرر کړم. د خپل مالِک خوشحالۍ ته ننوځه!‘

”چا سره چې دوه بوجۍ چاندى وې، هغه هم راغلو او وې وئيل چې، ’مالِکه، تا ما له دوه بوجۍ چاندى راکړې وې، ګوره، ما دوه نورې هم وګټلې.‘

”د هغۀ مالِک ورته ووئيل چې، ’شاباش، اے نيک او وفادار نوکره! تۀ په لږ شى کښې وفادار وې، زۀ به تا په ډېرو شيانو باندې مقرر کړم. د خپل مالِک خوشحالۍ ته ننوځه!‘

”بيا چا چې يوه بوجۍ چاندى اخستې وه، هغه راغلو او وې وئيل چې، ’مالِکه، ما ته معلومه وه چې تۀ سخت سړے يې، چرته چې تا نۀ وى کرلى هلته ريبې او چرته چې تا تخم نۀ وى شيندلے هلته راټولوې.‘ نو زۀ ووېرېدم او لاړم او ستا چاندى مې په زمکه کښې پټه کړه. دا دے، څۀ چې ستا دى.

”د هغۀ مالِک جواب ورکړو چې، ’اے بدکاره او سُست نوکره! تا ته معلومه وه چې زۀ هلته ريبم چرته چې ما نۀ وى کرلى او هلته راټولوم چرته چې ما تخم نۀ وى شيندلے؟

”نو تا له پکار وو چې زما پېسې دې د ساهوکارانو سره ايښې وى، چې کله زۀ راستون شم نو خپلې پېسې به مې د سود سره واپس اخستلې. نو د هغۀ نه هغه بوجۍ چاندى واخلئ او چا سره چې لس بوجۍ دى هغۀ ته يې ورکړئ. ځکه چې هر چا سره چې شته، هغۀ ته به نور هم ورکړے شى او هغه به ډېر زيات شى، خو چا سره چې هيڅ نشته، د هغۀ نه به هغه شے هم واخستے شى چې د هغۀ سره وى. دغه بې‌کاره نوکر د باندې تيارۀ کښې وغورزوئ، چرته چې به ژړا او د غاښونو خوږول وى.‘

اِبن آدم د قومونو عدالت کوى

”کله چې اِبن آدم په خپل جلال کښې د خپلو ټولو فرښتو سره راشى، نو هغه به په خپل باجلاله تخت باندې کښېنى. ټول قومونه به د هغۀ په مخکښې راټول کړے شى او هغه به دوئ يو له بله جُدا کړى، لکه څنګه چې شپون ګډې د چېلو نه جُدا کوى. هغه به ګډې په خپل ښى لاس او چېلې به په خپل ګس لاس ودروى. بيا به بادشاه هغو ته چې د هغۀ ښى لاس ته وى وفرمائى چې، ’راشئ، اے زما د پلار نه برکت موندلو، هغه بادشاهى په ميراث کښې واخلئ چې د دُنيا د بنياد نه ستاسو دپاره تياره کړے شوې ده.

”ځکه چې زۀ وږے وم، نو تاسو ما له خوراک راکړو، تږے وم، نو تاسو ما له اوبۀ راکړې، مسافر وم، نو تاسو زۀ کور ته راوستلم، زۀ بربنډ وم، نو تاسو ما له جامې راکړې، ناجوړه وم، نو تاسو زما خيال وساتلو، په قيدخانه کښې وم، نو تاسو ما ته راغلئ.‘“

”بيا به صادقان هغۀ ته جواب ورکړى چې، ’مالِکه، مونږ تۀ کله وږے وليدې چې مونږ تۀ ماړۀ کړې، او يا تږے چې مونږ تا له اوبۀ درکړې؟

”مونږ تۀ کله مسافر وليدې چې مونږ تۀ کور ته راوستلې، او يا بربنډ چې مونږ تا له جامې درکړې؟ مونږ تۀ کله ناجوړه او يا په قيدخانه کښې وليدې چې مونږ تا ته راغلو؟‘“

”او بادشاه به جواب ورکړى چې، ’زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څۀ چې تاسو زما د دې وړو وروڼو نه يو ته وکړل، هغه تاسو ما له وکړل.‘ بيا به هغه هغو ته چې د هغۀ ګس لاس ته وى وفرمائى چې، ’اے لعنتيانو، زما د مخې نه لرې شئ، هغه ابدى اور ته لاړ شئ چې د شيطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار کړے شوے دے. ځکه چې زۀ وږے وم، خو تاسو ما له خوراک رانۀ کړو، تږے وم، خو تاسو ما له اوبۀ رانۀ کړې، زۀ مسافر وم، خو تاسو زۀ کور ته رانۀ وستلم، بربنډ وم، خو تاسو ما له جامې رانۀ کړې، ناجوړه او په قيدخانه کښې وم، خو تاسو ما ته رانۀ غلئ.‘“

”بيا به هغوئ هم جواب ورکړى چې، ’مالِکه، مونږ تۀ کله وږے، تږے، مسافر، بربنډ، ناجوړه او يا په قيدخانه کښې وليدې چې مونږ ستا خدمت ونۀ کړو؟‘

”هغه به جواب ورکړى چې، ’زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څۀ چې تاسو د دې وړو نه يو ته ونۀ کړل، هغه تاسو ما له ونۀ کړل.‘ نو دا به ابدى سزا ته لاړ شى، خو صادقان به د تل ژوندون ته.“