مذهبى مشران د عيسىٰ خلاف سازش کوى
یوه ښځه پر هغه قیمتي عطر تویوي او یهودا یې خرڅوي. د شپې پر ډوډۍ هغه ډوډۍ او پیاله خپل بدن او وینه بولي. په جتسیمانی کې له ابا، خپل پلار، غواړي چې پیاله ترې لرې کړي. هغه نیول کېږي او محکومېږي، او پطروس درې ځله ترې انکار کوي او ژاړي.
14 1د فسح او بېخمير ډوډۍ د اختر نه دوه ورځې مخکښې، مشرانو کاهنانو او عالِمانو داسې لاره لټوله چې عيسىٰ په چل سره ونيسى او قتل يې کړى. 2ځکه هغوئ ووئيل چې، ”د اختر په ورځو کښې نه، کۀ نه نو خلق به فساد وکړى.“
3کله چې هغه په بيت عنياه کښې د جُذامى شمعون په کور کښې وو، او په دسترخوان ناست وو، نو يوه ښځه د سنګ مرمر په يوه شيشه کښې خالص نردين عطر راوړو چې ډېر قيمتى وو. هغې شيشه مات کړه او په سر يې ورباندې توئ کړو. 4ځنو کسانو په خپلو کښې په غصه ووئيل چې، ”دا عطر ولې داسې برباد کړے شو؟ 5ځکه دا عطر د درے سوو دينارو نه زيات قيمت ته پلورلے شوے وو او غريبانو ته ورکړے شوے وو.“ او هغوئ هغه ملامته کړه.
6خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”هغه پرېږدئ. ولې يې تنګوئ؟ هغې زما دپاره ښۀ کار کړے دے. 7ځکه غريبان به تل ستاسو سره وى، او کله چې مو خوښه وى هغوئ سره نيکى کولے شئ، خو زۀ به تل ستاسو سره نۀ يم. 8څۀ چې هغې کولے شول هغه يې وکړل، هغې زما بدن د دفن دپاره مخکښې نه تيار کړو. 9زۀ تاسو ته رښتيا وايم، په ټوله دُنيا کښې چرته چې انجيل اعلان شى، نو څۀ چې هغې کړى دى د هغې د يادګار دپاره به ووئيلے شى.“
10بيا يهوداه اِسکريوتى، چې د دولسو نه يو وو، مشرانو کاهنانو ته لاړو چې عيسىٰ هغوئ ته تسليم کړى. 11دا خبره يې چې واورېده نو خوشحاله شول او د روپو وعده يې ورسره وکړه. نو هغه د داسې موقع لټون کولو چې عيسىٰ تسليم کړى.
مريدان د فسح تيارى کوى
12د بېخمير ډوډۍ په اول ورځ، چې کله به يې د فسح ګډ قربانى کولو، نو د هغۀ مريدانو ترې پوښتنه وکړه چې، ”تۀ غواړې چې مونږ چرته لاړ شُو او ستا دپاره د فسح د خوراک تيارى وکړُو؟“
13هغۀ د خپلو مريدانو نه دوه ولېږل چې، ”ښار ته لاړ شئ، او يو سړے چې د اوبو مَټ يې اوچت کړے وى په تاسو به مخامخ شى. د هغۀ پسې لاړ شئ، 14او چرته چې هغه ننوځى، نو د هغه کور خاوند ته ووايئ چې، ’اُستاذ وائى چې، زما د مېلمنو کوټه چرته ده، چرته چې زۀ د خپلو مريدانو سره د فسح خوراک وکړم؟‘ 15او هغه به تاسو ته يوه لويه بالاخانه وښايى چې سمبال او تياره به وى، هلته زمونږ دپاره تيارى وکړئ.“
16مريدان لاړل، ښار ته ورسېدل، او هر څۀ يې هغه شان وموندل څنګه چې هغۀ ورته وئيلى وُو، او د فسح تيارى يې وکړه.
17او کله چې ماښام شو، نو عيسىٰ د دولسو سره راغلو.
18کله چې هغوئ ناست وُو او ډوډۍ يې خوړله، نو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، په تاسو کښې به يو ما تسليم کړى، هغه چې ما سره ډوډۍ خورى.“
19هغوئ غمژن شول او يو يو ترې پوښتنه کوله چې، ”آيا دا زۀ يم؟“
20هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”په دولسو کښې يو، هغه چې ما سره په تشت کښې ډوډۍ لمدوى. 21اِبن آدم خو هغه شان ځى څنګه چې د هغۀ په حقله په صحيفو کښې ليکلى دى، خو افسوس دے په هغه سړى باندې چې اِبن آدم تسليموى، ښۀ به دا وى چې هغه سړے هيچرې پېدا شوے نۀ وے.“
22کله چې هغوئ ډوډۍ خوړله، نو هغۀ ډوډۍ راواخسته، برکت يې ورکړو، مات يې کړه، هغوئ ته يې ورکړه او وفرمائيل چې، ”واخلئ، دا زما بدن دے.“
23بيا هغۀ پياله راواخسته، شکر يې ادا کړو، هغوئ ته يې ورکړه، او هغوئ ټولو ترې وڅکل.
24هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دا زما د لوظ وينه ده، چې د ډېرو دپاره تويېږى. 25زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زۀ به بيا شراب نۀ څکم ترڅو چې هغه ورځ راشى چې کله زۀ د زمونږ پلار په بادشاهۍ کښې نوى شراب وڅکم.“ a a v25 هغه بادشاهى چې عيسىٰ يې د راوړلو دپاره راغلے وو د زمونږ پلار خپله بادشاهى ده — هغه کورنى کور چې هغه يې د خپلو بچو دپاره تياروى.
26او کله چې هغوئ يو حمد ووئيلو، نو د زيتون غر ته ووتل.
عيسىٰ د پطروس د اِنکار خبر مخکښې ورکوى
27عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به وښوئيږئ، ځکه ليکلى دى چې، ’زۀ به شپون ووهم، او ګډې به تيتې پرکې شى.‘ 28خو زۀ چې بيا ژوندے شم، نو ستاسو نه مخکښې به ګليل ته لاړ شم.“
29پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”کۀ ټول هم وښوئيږى، خو زۀ به ونۀ ښوئيږم.“
30عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”زۀ درته رښتيا وايم، نن، په دې شپه، مخکښې له دې چې چرګ دوه ځله بانګ ووهى، تۀ به درے ځله زما نه اِنکار وکړې.“
31خو هغۀ په زور سره ووئيل چې، ”کۀ ما له ستا سره مرګ هم په کار وى، خو زۀ به هيچرې ستا نه اِنکار ونۀ کړم.“ او ټولو همدا شان ووئيل.
زوئ ځان پلار ته سپارى
32هغوئ يو ځائ ته ورسېدل چې جتسمنى نومېدو، او هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”دلته کښېنئ ترڅو چې زۀ دُعا وکړم.“
33هغۀ پطروس، يعقوب او يوحنا ځان سره بوتلل، او ډېر پرېشان او بېقراره کېدل يې شروع کړل.
34هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”زما روح د غم نه داسې ماتوى، لکه د مرګ نه. دلته پاتې شئ او بيدار اوسئ.“
35لږ مخکښې لاړو، په زمکه راوغورزېدو، او دُعا يې وکړه چې کۀ ممکن وى، نو دا ساعت ترې تېر شى.
36هغۀ ووئيل چې، ”ابا، پلاره، ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا پياله ما نه لرې کړه، خو هغه دې وى چې ستا رضا وى، نه چې زما.“ b b v36 ”ابا“ هغه نژدے، د بچى د اعتماد نوم دے چې عيسىٰ به زمونږ پلار ته استعمالولو. پولوس مونږ ته وائى چې زمونږ پلار دا هم هغه د روح چغه هر بحال شوى بچى ته ورکوى (روميان ٨:١٥؛ غلتيان ٤:٦).
37هغه بيرته راغلو، هغوئ يې ويده وموندل، او پطروس ته يې وفرمائيل چې، ”شمعونه، آيا تۀ ويده يې؟ آيا تۀ يو ساعت هم بيدار پاتې نۀ شوے؟ 38بيدار اوسئ او دُعا کوئ، چې په آزمېښت کښې ونۀ غورزېږئ. روح خو تيار دے، خو بدن کمزورے دے.“
39بيا هغه لاړو او دُعا يې وکړه، او هم هغه خبرې يې وکړې. 40بيا هغۀ هغوئ ويده وموندل، سترګې يې درنې وې، او هغوئ نۀ پوهېدل چې هغۀ ته څۀ جواب ورکړى.
41هغه درېم ځل راغلو او وفرمائيل يې چې، ”آيا تاسو لا تر اوسه ويده يئ او آرام کوئ؟ بس دے، وخت راغلو. ګورئ، اِبن آدم د ګناهګارانو لاسونو ته تسليمېږى. 42پاڅئ، چې لاړ شُو، ګورئ، زما تسليمونکے راغلے دے.“
عيسىٰ ګناهګارانو ته سپارلے شى
43هغه لا دا خبرې کولې چې يهوداه، چې د دولسو نه يو وو، راغلو، او د هغۀ سره د مشرانو کاهنانو، عالِمانو او مشرانو له طرفه يوه ګڼه د تورو او لښتو سره وه. 44د هغۀ تسليمونکى هغوئ ته يوه نښه ورکړے وه چې، ”چا ته چې زۀ ښکُل ورکړم هغه دے، هغه ونيسئ او په حفاظت سره يې بوزئ.“ 45هغه سمدستى عيسىٰ ته ورنژدے شو، ووئيل يې چې، ”ربى!“ او ښکُل يې ورکړو. 46او هغوئ لاسونه پرې کېښودل او ونيولو يې. 47په نژدے ولاړو کسانو کښې يو خپله توره راوکښله، د مشر کاهن نوکر يې ووهلو، او غوږ يې ورپرېکړو.
48عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”آيا تاسو د تورو او لښتو سره راغلى يئ چې ما داسې ونيسئ لکه يو ډاکو؟ 49هره ورځ به زۀ ستاسو سره په بيتالمُقدس کښې وم او تعليم به مې ورکولو، خو تاسو زۀ ونۀ نيولم. خو دې دپاره چې صحيفې پوره شى.“
50او هغوئ ټولو هغه پرېښودو او وتښتېدل. 51او يو زلمے د هغۀ پسې روان شو چې يواځې يې د کتان يوه ټوټه اغوستې وه. او هغوئ هغه زلمے ونيولو، 52خو هغه د کتان ټوټه پرېښوده او بربنډ وتښتېدو.
عيسىٰ د لوئې مجلس په مخکښې
53هغوئ عيسىٰ مشر کاهن ته بوتلو، او ټول مشران کاهنان، مشران او عالِمان راغونډ شول. 54پطروس له لرې نه د هغۀ پسې روان وو، تر دې چې د مشر کاهن حويلى ته ورسېدو، او د پهرېدارانو سره کښېناستو، او د اور په مخکښې يې ځان ګرمولو. 55مشرانو کاهنانو او ټولې مجلس د عيسىٰ خلاف داسې شهادت لټولو چې هغه قتل کړى، خو هيڅ يې ونۀ موندلو. 56ځکه ډېرو د هغۀ خلاف دروغجن شهادت ورکولو، خو د هغوئ شهادت يو شان نۀ وو. 57او ځنو پاڅېدل او د هغۀ خلاف يې دروغجن شهادت ورکړو چې، 58”مونږ هغه واورېدو چې ويل يې، زۀ به دا بيتالمُقدس چې په لاسونو جوړ شوے دے ونړوم، او په درو ورځو کښې به بل جوړ کړم چې په لاسونو به جوړ شوے نۀ وى.“ 59خو د دې په حقله هم د هغوئ شهادت يو شان نۀ وو.
60مشر کاهن په مينځ کښې پاڅېدو او د عيسىٰ نه يې پوښتنه وکړه چې، ”آيا تۀ هيڅ جواب نۀ ورکوې؟ دا کسان ستا خلاف څۀ شهادت ورکوى؟“ 61خو هغه چپ پاتې شو، هيڅ جواب يې ورنۀ کړو. مشر کاهن بيا ترې پوښتنه وکړه چې، ”آيا تۀ مسيح يې، د برکتوالا زوئ؟“ c c v61 ”برکتوالا“ د يهوديانو يوه د احترام طريقه ده چې ”خُدائ پاک“ ووائى پغير له دې چې د هغۀ پاک نوم په مستقيم ډول ووائى.
62عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم ووينئ چې د قدرتوالا ښى لاس ته ناست دے او د آسمان د ورېځو سره راځى.“ d d v62 عيسىٰ مشر کاهن ته د هغه پاک نوم سره جواب ورکوى چې زمونږ پلار موسىٰ ته د لګېدلى بوټى په سر ورکړے وو — ’زۀ يم‘ (خروج ٣:١٤). صدر مجلس دا دعوىٰ سمدستى وپېژندله او د کُفر په تور يې هغه ملامته کړو (آيت ٦٤).
63او مشر کاهن خپلې جامې وشلولې او ووئيل يې چې، ”مونږ ته نور څۀ ګواهان په کار دى؟ 64تاسو د هغۀ کُفر واورېدلو. ستاسو څۀ فيصله ده؟“ او هغوئ ټولو هغه د مرګ لائق ملامت کړو. 65ځنو په هغۀ باندې تُو کول، مخ يې ورپټولو، او سوک به يې ورته وهلو، او ويل به يې چې، ”نبوت وکړه!“ بيا پهرېدارانو هغۀ ته څپېړې ورکړې.
پطروس د زوئ نه اِنکار کوى
66کله چې پطروس ښکته په حويلۍ کښې وو، نو د مشر کاهن د نوکرانو نه يوه راغله، 67او کله چې هغې پطروس وليدو چې ځان ګرموى، نو ورته وکتل يې او ووئيل يې چې، ”تۀ هم د ناصرى عيسىٰ سره وې.“
68خو هغۀ اِنکار وکړو چې، ”زۀ نۀ پوهېږم او نۀ خبر يم چې تۀ څۀ وايې.“ بيا هغه دروازې ته ووتو، او چرګ بانګ ووهلو. e e v68 ځنو لرغونو مسوداتو کښې ”او چرګ بانګ ووهلو“ نشته. يواځې مرقس د دوه ځله بانګ وهلو خبره ليکى (١٤:٣٠)، نو دا جمله دې ته اهميت لرى چې دا کِسه څنګه تعقيبيږى.
69هغې نوکرانۍ هغه وليدو او بيا يې نژدے ولاړو کسانو ته ووئيل چې، ”دا سړے د هغوئ نه يو دے.“ 70خو هغۀ بيا اِنکار وکړو. لږ وروستو نژدے ولاړو کسانو بيا پطروس ته ووئيل چې، ”تۀ خامخا د هغوئ نه يو يې، ځکه چې تۀ ګليلى يې.“ 71هغۀ په خپل ځان باندې لعنتونه او قسمونه کول شروع کړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم چې تاسو يې خبرې کوئ.“ 72سمدستى چرګ دوېم ځل بانګ ووهلو. پطروس ته د عيسىٰ خبره ياده شوه چې، ”مخکښې له دې چې چرګ دوه ځله بانګ ووهى، تۀ به درے ځله زما نه اِنکار وکړې.“ هغه وچاودو او وژړل يې.