چاپ شوی
کتاب

په بورى کښې د بنيامين جام

یوسف خپل جام د بنیامین په بوجۍ کې پټوي او دام ورته غوړوي. یهودا، چې یو وخت یې یو ورور پلورلی و، وایي چې زموږ پلار د هغوی ګناه را ښکاره کړې، او زارۍ کوي چې د بل پر ځای مریی شي، نه دا چې خپل پلار د غم له لاسه مړ وویني. همغه ازموینه، خو بل ډول ځواب.

څپرکی 44.

بيا هغۀ خپل د کور مُختار ته ووئيل چې، ”د دې خلقو بورۍ دومره خوراک نه ډکې کړه څومره چې هغوئ وړلے شى، او د هر سړى روپۍ د هغۀ د بورۍ په خولۀ کښې کېږده. زما جام، هغه د چاندۍ جام، د ټولو نه کشر د بورۍ په خولۀ کښې د هغۀ د غلې د روپو سره کېږده.“ هغۀ هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې يوسف ورته ووئيل. کله چې سحر روښانه شو، نو دا خلق د خپلو خرو سره رُخصت کړے شول. هغوئ لا تر اوسه د ښار نه لرې نۀ وُو تللى چې يوسف خپل مُختار ته ووئيل چې، ”د دې خلقو پسې ورشه. کله چې ورته ورسې، نو ورته ووايه چې، ’تاسو ولې د نيکئ بدله په بدئ سره ورکړه؟ ولې، دا هم هغه جام نۀ دے چې زما مالِک پکښې څۀ څښى او د فال اخستلو دپاره ترې کار اخلى؟ تاسو چې څۀ کړى دى هغه بدى ده.‘“ کله چې هغه ورورسېدو، نو دا خبرې يې ورته وکړې.

هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ مالِک ولې داسې خبرې کوى؟ ستا دا نوکران به هيچرې داسې کار ونۀ کړى. وګوره، هغه چاندى چې مونږ د خپلو بورو په خولو کښې موندلې وه، هغه مو تا له د کنعان نه بېرته راوړې وه. نو مونږ به ستا د مالِک د کور نه څنګه چاندى يا سره زر غلا کوو؟ ستا د نوکرانو نه چې د چا سره دا موندلے شى هغه دې مړ شى، او مونږ به هم ستا د مالِک غلامان شُو.“

هغۀ ووئيل چې، ”ښۀ، لکه څنګه چې تاسو وايئ هم هغه شان دې وشى. د چا سره چې دا وى هغه به زما غلام شى. تاسو نور بې‌قصوره يئ.“

بيا هر سړى په تلوار سره خپله بورۍ زمکې ته راکوزه کړه، او هر سړى خپله بورۍ خلاصه کړه. هغۀ د ټولو نه مشر نه شروع وکړه او د ټولو نه کشر پورې يې پلټنه وکړه، نو جام د بنيامين په بورۍ کښې وموندلے شو. بيا هغوئ خپلې جامې وشلولې، او هر سړى خپل خر پورته کړو او بېرته ښار ته راغلل.

کله چې يهوداه او د هغۀ وروڼه د يوسف کور ته ورسېدل، نو هغه لا تر اوسه هلته وو، او هغوئ د هغۀ په وړاندې په زمکه پرېوتل. يوسف هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو دا څۀ وکړل؟ ولې تاسو ته پته نۀ ده چې زما په شان سړے خامخا فال اخستلے شى؟“

يهوداه ووئيل چې، ”مونږ خپل مالِک ته څۀ ووايو؟ مونږ څۀ ووايو؟ مونږ خپل ځانونه څنګه بې‌قصوره وښايو؟ زمونږ پلار ستا د نوکرانو ګناه راوسپړله. وګوره، مونږ د خپل مالِک غلامان يُو، هم مونږ او هم هغه څوک چې د هغۀ په لاس کښې جام وموندلے شو.“ a a v16 يهوداه د زمونږ پلار هغه لاس پېژنى چې د يوسف خرڅولو ډېره موده پټه شوې ګناه را سپړى — چې وروڼه د توبې خوا ته راکاږى.

خو هغۀ ووئيل چې، ”زۀ به هيچرې داسې کار ونۀ کړم. يواځې هغه سړے به زما غلام شى چې د هغۀ په لاس کښې جام وموندلے شو. تاسو نور په سلامتۍ سره خپل پلار ته واپس لاړ شئ.“

بيا يهوداه مخکښې راغلو او ووئيل چې، ”اے زما مالِکه، مهربانى وکړه، خپل نوکر ته اِجازت راکړه چې ستا سره يوه خبره وکړم. په خپل نوکر دې قار مۀ راشى، ځکه چې تۀ هم د فرعون په شان يې.

زمونږ مالِک خپلو نوکرانو ته تپوس وکړو چې، ’ايا ستاسو پلار يا ورور شته؟‘ مونږ خپل مالِک ته ووئيل چې، ’زمونږ يو زوړ پلار شته، او يو کشر زوئ چې د زوړوالى په وخت کښې پېدا شوے دے. د هغۀ ورور مړ دے، او د خپلې مور د بچو نه يواځې همدا پاتې دے، او د هغۀ پلار په هغۀ مينه کوى.‘ بيا تا خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ’هغه ما ته راکوز کړئ چې زۀ هغه په خپله وګورم.‘ مونږ خپل مالِک ته ووئيل چې، ’دا هلک خپل پلار نۀ شى پرېښودلے، ځکه چې کۀ هغه يې پرېږدى نو د هغۀ پلار به مړ شى.‘ تا خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ’کۀ ستاسو د ټولو نه کشر ورور ستاسو سره راکوز نۀ شى، نو تاسو به بيا زما مخ ونۀ وينئ.‘ کله چې مونږ خپل پلار، ستا نوکر ته واپس لاړو، نو مونږ هغۀ ته هغه خبرې وکړې چې تا کړې وې. او کله چې زمونږ پلار ووئيل چې، ’بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږ خوراک راواخلئ،‘ نو مونږ ووئيل چې، ’مونږ نۀ شُو کوزېدلے. کۀ زمونږ ترټولو کشر ورور زمونږ سره لاړ شى، نو بيا به مونږ لاړ شُو. ځکه چې مونږ د هغۀ سړى مخ نۀ شُو ليدلے ترڅو چې زمونږ کشر ورور زمونږ سره نۀ وى.‘ بيا ستا نوکر، زما پلار، مونږ ته ووئيل چې، ’تاسو ته پته ده چې زما ښځې ما له دوه زامن وزېږول. يو ما نه لاړو، او ما ووئيل چې، ”خامخا به ټوټې ټوټې شوے وى،“ او تر اوسه مې هغه نۀ دے ليدلے. کۀ تاسو دا يو هم ما نه يوسئ او هغۀ ته څۀ نُقصان ورسى، نو تاسو به زما سپين سر په غم سره قبر ته راکوز کړئ.‘ نو اوس کله چې زۀ ستا نوکر، خپل پلار ته ورسم او دا هلک زمونږ سره نۀ وى، او د هغۀ ژوند د دې هلک د ژوند سره داسې تړلے دے، نو کله چې هغه وګورى چې دا هلک نشته، نو هغه به مړ شى، او ستا نوکران به ستا نوکر، زمونږ پلار، په غم سره قبر ته راکوز کړى. ځکه چې ستا نوکر د دې هلک ضمانت خپل پلار ته وکړو او ووئيل چې، ’کۀ زۀ هغه تا له بېرته رانۀ وړم، نو زۀ به په خپل ټول عُمر خپل پلار په وړاندې د دې ګناه ګار يم.‘ نو مهربانى وکړه، د دې هلک په ځائ دې ستا نوکر ستا د مالِک غلام پاتې شى، او دا هلک دې د خپلو وروڼو سره بېرته لاړ شى. b b v33 يهوداه د بنيامين په ځائ خپل ژوند وړاندې کوى — د اِسرائيل د يو زوئ له خوا اول قانونى بدل ورکول. عيسىٰ، د يهوداه د قبيلې زمرے، دا نمونه په دې سره پوره کوى چې زمونږ ځائ په صليب باندې نيسى. زۀ د دې هلک نه بغير خپل پلار ته څنګه بېرته لاړ شم؟ زۀ به هغه مصيبت نۀ شم ليدلے چې زما پلار ته به رسى.“