چاپ شوی
کتاب

ناکرلى زمکه وبنډوئ

خبرداری غږېږي: يو لښکر له شمال څخه راکوزېږي او يهودا ته ويل کېږي چې ديوال لرونکو ښارونو ته وتښتي. يرمياه ګوري چې ځمکه بېرته بې شکله ويجاړۍ ته تشه شوې او له لړزېدو نه شي پاتې کېدلی. قضاوت ريښتيا دی، خو پلار وايي چې ويجاړي به بشپړه نه وي.

څپرکی 4.

زمونږ پلار فرمائى چې، ”اے اِسرائيل، کۀ تۀ راګرځېدل غواړې، نو ما ته راوګرځه. کۀ تۀ خپل نفرت ناک بتان زما د مخې نه لرې کړې او خوځنه ونۀ کړې، او کۀ تۀ ’زمونږ پلار په ژوند دے‘ وئيلو سره په رښتيا، په اِنصاف او په صداقت باندې قسم وخورې، نو قومونه به په هغۀ کښې خپل ځان ته برکت غواړى او په هغۀ کښې به فخر کوى.“

ځکه چې زمونږ پلار د يهوداه خلقو او يروشلم ته داسې فرمائى چې، خپله ناکرلى زمکه وبنډوئ، او په اغزو کښې تخم مۀ شيندئ. اے د يهوداه خلقو او د يروشلم اوسېدونکو، زمونږ پلار دپاره ختنه وکړئ؛ د خپلو زړونو پوستکى لرې کړئ، ګنې زما غضب به د اور په شان راوبهيږى او داسې به سوزوى چې هيڅوک يې مړ کولے نۀ شى، د ستاسو د کارونو د بدۍ په سبب.

تباهى د شمال نه راځى

”په يهوداه کښې يې اعلان کړئ، په يروشلم کښې يې خپور کړئ، او ووايئ چې، ’په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ!‘ په چغو ووايئ چې، ’سره راجمع شئ، او راځئ چې کلابند ښارونو ته وتښتو!‘ صيون ته نښه اوچته کړئ! د بچاو دپاره وتښتئ، ځنډ مۀ کوئ! ځکه چې زۀ د شمال نه تباهى راوستلو کښې يم، يوه لويه ورانى.“

يو زمرے د خپلې بيشې نه راختلے دے؛ د قومونو يو تباه کوونکے روان دے. هغۀ خپل ځائ پرېښے دے چې ستا مُلک ويران کړى؛ ستا ښارونه به کنډوالې شى، چې هيڅوک به پکښې اوسېدونکے پاتې نۀ وى. نو د ماتم جامې واغوندئ، نوحه وکړئ او چغې ووهئ، ځکه چې د زمونږ پلار سخت غضب زمونږ نه نۀ دے اوړېدلے.

زمونږ پلار فرمائى چې، ”په هغه ورځ کښې به بادشاه او د هغۀ اميران زړۀ بائيلى؛ کاهنان به حېران شى، او نبيان به مات شى.“

بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه پلاره! تا دې خلقو او يروشلم ته بالکل دوکه ورکړه چې، ’تاسو ته به سلامتى وى‘ حال دا چې تُوره زمونږ ستوني ته رسېدلې ده.“

”په هغه وخت کښې به دې خلقو او يروشلم ته ووئيلے شى چې، د بيابان د ګنجو لوړو نه يو تود باد زما د خلقو د لور په لور را لګيږى نۀ د چڼلو دپاره، نۀ د پاکولو دپاره. يو داسې باد چې د دې کارونو دپاره ډېر زورور وى زما په حُکم راځى. اوس زۀ د هغوئ په خلاف خپلې فېصلې اعلانوم.“

وګورئ! دښمن د ورېځو په شان راروان دے، د هغۀ ګاډۍ د ګرداب په شان دى؛ د هغۀ آسونه د عقابانو نه ګړندى دى. مونږ له افسوس دے مونږ تباه شو! اے يروشلمه، د خپل زړۀ نه بدى ومينځه، چې تۀ خلاصى ومومې. ستا بد خيالونه به تر کله پورې ستا په مينځ کښې پاتې وى؟ ځکه چې يو آواز د دان نه اعلان کوى، د اِفرائيم د غرونو نه تباهى خپروى.

قومونه خبردار کړئ، يروشلم ته يې اعلان کړئ چې، ”کلابند کوونکى د لرې مُلک نه راځى؛ هغوئ د يهوداه د ښارونو په خلاف خپله د جنګ چغه پورته کوى.“ زمونږ پلار فرمائى چې، ”هغوئ هغه داسې راچاپېره کوى لکه د پټى ساتونکى چوکيداران، ځکه چې هغې زما نافرمانى کړې ده.“ ستا لارو او ستا کارونو دا په تا راوستل. دا ستا سزا ده، او څومره تريخ دے، ځکه چې دا تا د زړۀ تر تله پورې غُوڅوى.

نبى د خپلو خلقو دپاره ژاړى

زما د زړۀ تکليف، زما د زړۀ تکليف! زۀ په درد کښې تاويږم. اے، زما د زړۀ دېوالونه! زما زړۀ ما په مينځ کښې ټوپونه وهى؛ زۀ چُپ پاتې کېدلے نۀ شم، ځکه چې ما د بيګل آواز، د جنګ چغه واورېده. د تباهۍ پس تباهى اعلانيږى، ځکه چې ټول مُلک ويران شوے دے. په يوه شيبه کښې زما خېمې تباه شوې، زما د خېمو پوښونه په يوه دم کښې. زۀ به تر کله پورې د جنګ بېرغ ګورم او د بيګل آواز اورم؟

”ځکه چې زما خلق کم عقل دى؛ هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ بې عقله بچى دى، چې هيڅ سوچ نۀ لرى. هغوئ د بدۍ په کولو کښې ماهر دى، خو هغوئ نۀ پوهيږى چې ښۀ څنګه وکړى.“

ما زمکې ته وکتل، او هغه بې شکله او خالى وه؛ او آسمانونو ته، او د هغوئ رڼا ختمه وه. ما غرونو ته وکتل، او هغه رپېدل؛ ټولې غونډۍ ښورېدلې. ما وکتل، او هيڅوک هم نۀ وو؛ د آسمان هر مرغه تښتېدلے وو. ما وکتل، او ميوه دارې زمکه بيابان وه؛ د هغې ټول ښارونه د زمونږ پلار په مخکښې، د هغۀ د سخت غضب په مخکښې کنډوالې پراتۀ وُو.

ځکه چې زمونږ پلار داسې فرمائى چې، ټول مُلک به ويران شى، خو زۀ به هغه بالکل تباه نۀ کړم. د دې په سبب به زمکه ماتم کوى او پاسه آسمانونه به تياره شى، ځکه چې ما وفرمائيل، ما فېصله وکړه؛ زۀ به بيرته نۀ ګرځم، او زۀ به د دې نه بيرته نۀ راوړم.

د آسونو سپرو او د غشى ويشتونکو د شور نه هر ښار تښتى. هغوئ بيشو ته وتښتى او د ګټو په مينځ کښې پورته وخيژى؛ هر ښار پرېښودے شوے دے، چې هيڅوک پکښې اوسېدونکے نۀ وى. او اے تباه شوې، تۀ څۀ کوې چې ځان په سور رنګ کښۍ کوې، ځان د سرو زرو په زېورونو ښائسته کوې، سترګې مو رنګوې؟ تۀ ځان بې کاره ښائسته کوې. ستا مينه وال تا سپکوى؛ هغوئ غواړى چې تا مړه کړى. ځکه چې ما يوه چغه واورېده لکه د زېږون په درد کښې د يوې ښځې، تکليف لکه د هغې چې خپل اول بچے زېږوى د صيون د لور چغه، چې سا پورته کوى، خپل لاسونه غزوى چې، ”ما له افسوس دے! زۀ د وژونکو په مخکښې مرم.“ a a v31 ”د صيون لور“ د يروشلم دپاره يو شاعرانه نوم دے.