اَمنون خپله خور تمر بېعزته کوى
امنون د ناروغۍ چل کوي ترڅو خپله ناسکه خور تامار یوازې ونیسي، هغه مجبوروي، بیا ترې کرکه کوي او شاته یې دروازه تړي. تامار خپله جامه څیري او د ابي سلوم په کور کې ویرانه ژوند کوي. داؤد ډېر په غوسه دی خو هېڅ نه کوي؛ دوه کاله وروسته ابي سلوم امنون د پسونو د پشم د اخیستو په مېلمستیا کې وژني او تښتي.
13 1د دې نه پس داسې وشو چې د داؤد زوئ ابسلوم يوه ښائسته خور وه چې نوم يې تمر وو، او د داؤد زوئ اَمنون د هغې سره مينه وکړله. 2اَمنون د خپلې خور تمر په فکر کښې دومره پرېشانه شو چې هغه رنځور شو، ځکه چې هغه پېغله وه او اَمنون ته داسې کوم لار نۀ ښکارېده چې هغې ته نزدې شى. 3د اَمنون يو ملګرے وو چې نوم يې يوناداب وو، چې د داؤد د ورور شمعه زوئ وو، او يوناداب ډېر چالاک سړے وو. 4هغۀ اَمنون ته ووئيل چې، ”اے د بادشاه زويه، ولې تۀ هره ورځ دومره خوار ښکارې؟ آيا ته به ماته نۀ وائې؟“ اَمنون ووئيل چې، ”زۀ د خپل ورور ابسلوم د خور تمر سره مينه لرم.“
5يوناداب ورته ووئيل چې، ”په بستر کښې پرېوځه او ځان رنځور جوړ کړه. کله چې ستا پلار تا ليدلو ته راشى، نو ورته ووايه چې، ’مهربانى وکړه، زما خور تمر دې راشى ترڅو ما له خوراک راکړى. هغه دې دلته زما په مخکښې خوراک تيار کړى چې زۀ وينم، ترڅو زۀ د هغې په لاس وخورم.‘“
6نو اَمنون پرېوتو او ځان يې رنځور جوړ کړو. کله چې بادشاه هغه ليدلو ته راغلو، نو اَمنون ورته ووئيل چې، ”زما خور تمر دې راشى او زما په مخکښې دوه ټيکيان جوړ کړى، ترڅو زۀ د هغې په لاس وخورم.“
7داؤد تمر ته محل کښې پېغام ولېږلو چې، ”د خپل ورور اَمنون کور ته لاړه شه او هغۀ دپاره خوراک جوړ کړه.“ 8نو تمر د خپل ورور اَمنون کور ته لاړه، چرته چې هغه پرېوتے وو. هغې اوړۀ واخستل، ګوندل يې کړل، د هغۀ په مخکښې يې ټيکيان جوړ کړل او پاخۀ يې کړل. 9بيا هغې تابه واخسته او هغۀ ته يې خوراک کېښودو، خو هغۀ د خوراک نه اِنکار وکړو. اَمنون ووئيل چې، ”ټول خلق د دې نه بهر وباسئ.“ نو ټول خلق د هغۀ نه بهر لاړل. 10اَمنون تمر ته ووئيل چې، ”خوراک د بستر خونې کښې راوړه، ترڅو زۀ ستا په لاس وخورم.“ نو تمر هغه ټيکيان چې هغې جوړ کړى وُو واخستل او د بستر خونې کښې يې خپل ورور اَمنون ته راوړل. 11کله چې هغې خوراک د هغۀ خوراک کولو دپاره نزدې کړو، نو هغۀ هغه ونيوله او ورته يې ووئيل چې، ”اے زما خورې، راشه او ما سره پرېوځه.“
12هغې ورته ووئيل چې، ”نه، اے زما وروره! ما په زوره مۀ بدنامه کوه. داسې کار اِسرائيل کښې هيچرې نۀ کيږى. دا شرمناک کار مۀ کوه. 13او زۀ زۀ به خپله بېعزتى چرته يوسم؟ او تۀ تۀ به د اِسرائيل د بېغيرته بېعقلو نه يو شې. مهربانى وکړه، بادشاه ته خبره وکړه، هغه به ما له تا نه نۀ منع کوى.“
14خو هغۀ د هغې خبره وانۀ ورېده، او چونکې هغه د هغې نه زورور وو، نو هغۀ په زوره هغه بدنامه کړله او د هغې سره يې جماع وکړله. 15بيا اَمنون د هغې سره دومره سخته کينه وکړله چې دا کينه د هغې مينې نه هم زياته وه چې هغۀ ورته ښودلې وه. اَمنون هغې ته ووئيل چې، ”پاڅه او ووځه!“
16هغې ورته ووئيل چې، ”نه، ما شړل د هغۀ نه هم بدتر ظلم دے چې تا پخوا ما سره کړے دے.“ خو هغۀ د هغې خبره وانۀ ورېده.
17هغۀ خپل نوکر راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې، ”دا ښځه له دې نه بهر وباسه او د هغې نه پس دروازه بنده کړه.“
18هغې يوه اوږده ګلکارى کمخاب جامه اغوستې وه، چې هغه وخت کښې به د بادشاه پېغلو لورانو داسې جامې اغوستلې. نو د هغۀ نوکر هغه بهر وويسته او د هغې نه پس يې دروازه بنده کړه. 19تمر په خپل سر باندې اېرې واچولې او هغه اوږده ګلکارى جامه يې چې اغوستې وه وشلوله. خپل لاس يې په سر کېښودو او روانه شوه، او چې روانه وه نو په چغو چغو يې ژړل. 20د هغې ورور ابسلوم ورته ووئيل چې، ”آيا ستا ورور اَمنون تا سره وو؟ خو اوس اے زما خورې چپ شه، هغه ستا ورور دے. دا خبره په زړۀ مۀ کوه.“ نو تمر د خپل ورور ابسلوم په کور کښې يوه بېکسه ښځه شوه او هلته وسېده.
21کله چې داؤد بادشاه د دې ټولو خبرو خبر شو، نو هغه ډېر په غصه شو. 22ابسلوم اَمنون ته هېڅ خبره نۀ ښۀ نۀ بده ونۀ وئيله، ځکه چې ابسلوم د هغۀ سره کينه کوله چونکې هغۀ د هغۀ خور تمر بېعزته کړې وه.
ابساsinging
23د دوو کالو نه پس داسې وشو چې ابسلوم د اِفرائيم نزدې په بعلحاصور کښې د ګډو وړۍ خرئيل، او د بادشاه ټول زامن يې راوبلل. 24ابسلوم بادشاه ته لاړو او ورته يې ووئيل چې، ”ستا د غلام وړۍ خرئيدونکى راغلى دى. مهربانى وکړه، بادشاه او د هغۀ غلامان دې زما سره يوځائ شى.“
25بادشاه ابسلوم ته ووئيل چې، ”نه، اے زما زويه، مونږ ټول دې نۀ ځو، ګنې مونږ به په تا بوج شُو.“ اګرچې ابسلوم ورته اِصرار وکړو، خو هغه ونۀ تلو او هغۀ ته يې دُعا وکړله.
26بيا ابسلوم ووئيل چې، ”کۀ نه، نو مهربانى وکړه، زما ورور اَمنون دې زمونږ سره لاړ شى.“ بادشاه ورته ووئيل چې، ”هغه دې ولې ستا سره لاړ شى؟“
27خو ابسلوم هغۀ ته اِصرار وکړو، نو هغۀ اَمنون او د بادشاه ټول زامن د هغۀ سره ولېږل. 28ابسلوم خپلو نوکرانو ته حُکم ورکړو چې، ”غور وکړئ. کله چې شراب اَمنون خوشحاله کړى او زۀ ووايم چې ’اَمنون ووهئ،‘ نو هغه ووژنئ. مۀ يرېږئ. آيا ما خپله تاسو ته حُکم نۀ دے کړے؟ زړور او دلېر اوسئ.“
29نو د ابسلوم نوکرانو اَمنون سره هم هغه شان وکړل لکه ابسلوم چې حُکم ورکړے وو. بيا د بادشاه ټول زامن پاڅېدل، هر يو په خپل خچر سور شو او وتښتېدل.
30کله چې هغوئ په لار کښې وُو، نو داؤد خبر شو چې، ”ابسلوم د بادشاه ټول زامن وژلى دى او يو هم پاتې نۀ دے.“
31نو بادشاه پاڅېدو، خپلې جامې يې وشلولې او په زمکه پرېوتو. د هغۀ ټول نوکران هم په شلېدلو جامو سره ولاړ وُو. 32خو د داؤد د ورور شمعه زوئ يوناداب ووئيل چې، ”زما مالِک دې داسې فکر نۀ کوى چې هغوئ ټول ځوانان، يعنې د بادشاه ټول زامن وژلى دى. يواځې اَمنون مړ دے. ابسلوم دا نيت کړے وو له هغې ورځې چې اَمنون د هغۀ خور تمر بېعزته کړې وه. 33نو زما مالِک بادشاه دې دا خبره په زړۀ نۀ کوى، چې ګنى د بادشاه ټول زامن مړۀ شول. يواځې اَمنون مړ دے.“
34دغه بيچ کښې ابسلوم تښتېدلے وو. کله چې ځوان څوکيدار پورته وکتل، نو هغۀ وليدل چې د غرۀ د اړخ په لار د هغۀ د شا نه ډېر خلق راکوزيږى. 35يوناداب بادشاه ته ووئيل چې، ”وګوره، د بادشاه زامن راغلل. هم هغه شان وشو لکه ستا غلام چې وئيلى وُو.“ 36هغۀ لا خبره خلاصه نۀ وه کړې چې د بادشاه زامن په چغو ژړا سره راغلل. بادشاه او د هغۀ ټولو نوکرانو هم ډېره په زاره ژړل.
37خو ابسلوم وتښتېدو او د جشور بادشاه، د عميهود زوئ تلمى ته لاړو. او داؤد هره ورځ د خپل زوئ غم کولو. 38کله چې ابسلوم وتښتېدو او جشور ته لاړو، نو هلته درے کاله واوسېدو. 39او د داؤد بادشاه زړۀ ابسلوم ته د تلو دپاره تانګ شو، ځکه چې د اَمنون د مرګ نه پس هغۀ تسلى موندلې وه.