زوئ يروشلم ته ننوځى
عيسىٰ پر یوه پور اخیستي جوانه خره سپور د هوشعنا د چیغو په منځ کې اورشلیم ته ننوځي. یوه بېمېوې د انځر ونې ته لعنت وايي، او سوداګر د خپل پلار له کوره شړي. له همدې امله مشران کاهنان د هغه پر وژلو کلک تصمیم نیسي. کله چې پوښتنه کېږي چې په کوم واک، هغه برعکس له هغوی د یحیی په اړه پوښتنه کوي.
11 1کله چې هغوئ يروشلم ته نزدے شول، د زيتون غرۀ سره بيتفجے او بيتعنياه ته رسېدل، نو عيسىٰ خپل دوه مريدان مخکښې ولېږل،
2او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”په مخکښې کلى ته لاړ شئ، او څنګه چې ورننوځئ، نو تاسو به يو تړلے خر ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا سورلى نۀ ده کړې. هغه خلاص کړئ او دلته يې راولئ.
3کۀ چرې څوک تاسو ته ووائى چې، ’دا ولې کوئ؟‘ نو ورته ووايئ چې، ’مالِک ته ئې ضرورت دے او هغه به دا بيا سمدستى دلته راولېږى.‘“
4نو هغوئ لاړل او يو خر يې وموندلو چې د دروازې سره بهر په کوڅه کښې تړلے وو، او هغوئ خلاص کړو. 5څو کسانو چې هلته ولاړ وُو، هغوئ ته يې ووئيل چې، ”دا خر خلاصوئ، دا څۀ کوئ؟“ 6هغوئ هغه شان جواب ورکړو لکه عيسىٰ چې ورته فرمائيلى وُو، نو خلقو هغوئ پرېښودل. 7هغوئ خر عيسىٰ ته راوستلو او خپلې چادرې يې پرې واچولې، او هغه پرې کښېناستو. 8ډېرو خلقو خپلې چادرې په لار باندې وغوړولې، او نورو له پټو نه راپرېکړې ښاخونه وغوړول. 9هغه کسان چې مخکښې روان وُو او هغه چې پسې راتلل، نارې يې وهلې چې، ”هوسانا! مبارک دے هغه څوک چې زمونږ د پلار په نامه راځى! 10مبارکه ده زمونږ د پلار داؤد هغه راتلونکې بادشاهى! په اوچتو آسمانونو کښې هوسانا!“
11عيسىٰ يروشلم ته او بيتالمُقدس ته ننوتو، او هر څۀ ته يې وکتل، او ځکه چې اوس ناوخته شوے وو، نو له دولسو سره بيتعنياه ته ووتو.
عيسىٰ د انځر ونې ته بد دُعا کوى
12په بله ورځ، کله چې هغوئ د بيتعنياه نه روان شول، نو عيسىٰ وږے وو. 13هغۀ له لرې نه د انځر يوه شنه ونه وليدله، نو هغۀ ته لاړو چې وګورى چې کۀ پرې څۀ وى. خو کله چې ورورسېدو، نو بې له پاڼو يې بل څۀ ونۀ موندل، ځکه چې د انځرو موسم نۀ وو.
14نو هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”له نن نه پس دې هيڅوک له تا نه بيا ميوه ونۀ خورى.“ د هغۀ مريدانو واورېدل چې هغۀ دا وفرمائيل.
عيسىٰ د خپل پلار کور پاکوى
15هغوئ يروشلم ته ورسېدل، او عيسىٰ بيتالمُقدس ته ننوتو او هلته د خرڅوونکو او اخيستونکو ايستل يې شروع کړل. هغۀ د صرافانو مېزونه او د کوترې خرڅوونکو څوکۍ اړولې، 16او هغۀ هيچا ته اِجازت ورنۀ کړو چې د بيتالمُقدس له احاطې نه دې کوم سودا تېر کړى.
17او هغۀ هغوئ ته تعليم ورکولو او فرمائيل يې چې، ”آيا دا نۀ دى ليکلى شوى چې، ’زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور وبللے شى‘؟ خو تاسو هغه د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
18مشرانو کاهنانو او عالمانو دا واورېدل او هغه د هلاکولو کومه لار يې لټوله، ځکه چې هغوئ له هغۀ نه يرېدل، او ځکه چې ټول خلق د هغۀ په تعليم حېران وُو.
19او کله چې ماښام شو، نو هغوئ د ښار نه بهر لاړل.
20سحر وختى، کله چې هغوئ تېرېدل، نو هغوئ وليدل چې د انځر ونه له جرړو نه وچه شوې وه. 21پطروس ته ياد شول او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”اے اُستاذه، وګوره! د انځر هغه ونه چې تا بد دُعا کړې وه، هغه وچه شوې ده.“
22عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زمونږ په پلار ايمان راوړئ. 23زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې دې غرۀ ته ووائى چې، ’پورته شه او په سمندر کښې وغورزېږه،‘ او په خپل زړۀ کښې شک ونۀ کړى بلکې ايمان راوړى چې څۀ يې وئيلى دى هغه به وشى، نو د هغۀ دپاره به دا وشى. 24ځکه زۀ تاسو ته وايم: هر څۀ چې تاسو دُعا کوئ او غواړئ، ايمان ولرئ چې تاسو هغه موندلى دے - هغه به ستاسو شى. 25کله چې تاسو دُعا کولو ته ودرېږئ، نو هر څۀ چې د چا په خلاف په زړۀ کښې لرئ هغه معاف کړئ، دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار هم ستاسو ګناهونه درته معاف کړى.“ a a v25 تر ټولو زاړۀ نسخو کښې دلته آيت ۲۶ نشته؛ وروستو نقلونه دا زياتوى چې: ”خو کۀ چرې تاسو معاف نۀ کړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو خطاګانې معاف نۀ کړى.“
د چا په اِختيار؟
27هغوئ بيا يروشلم ته راستانه شول. کله چې عيسىٰ په بيتالمُقدس کښې ګرځېدو، نو مشران کاهنان، عالمان او مشران هغۀ ته راغلل، 28او تپوس يې وکړو چې، ”تۀ دا په کوم اِختيار سره کوې؟ يا چا تا ته دا اِختيار درکړے دے چې دا وکړې؟“
29عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ به تاسو ته يوه خبره تپوس کوم. ما ته جواب راکړئ، نو زۀ به تاسو ته ووايم چې زۀ دا کارونه په کوم اِختيار سره کوم. 30د يوحنا بپتسمه - آيا هغه د آسمان نه وه، يا د اِنسانانو؟ ما ته جواب راکړئ.“
31هغوئ په خپلو کښې غور وکړو چې، ”کۀ مونږ ووايو چې، ’د آسمان نه،‘ نو هغه به ووائى چې، ’بيا تاسو په هغۀ ولې ايمان رانۀ وړو؟‘ 32خو کۀ مونږ ووايو چې، ’د اِنسانانو نه‘“ - هغوئ له خلقو نه يرېدل، ځکه چې ټولو يوحنا يو رښتينے نبى ګڼلو.
33نو هغوئ عيسىٰ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ نۀ پوهېږو.“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”نو زۀ به هم تاسو ته ونۀ وايم چې زۀ دا کارونه په کوم اِختيار سره کوم.“