ايوب هغه ورځ لعنتوى چې پېدا شوے وو
ایوب چوپتیا ماتوي او هغې ورځې ته ښکنځل کوي چې پکې زېږېدلی و. غواړي چې هغه شپه له تقویم څخه پاکه شي، او پر مړو زېږېدلو ماشومانو او مړو پاچاهانو رشک کوي ځکه چې قبر لږ تر لږه آرام دی. پوښتي چې ولې هغه سړي ته رڼا ورکول کېږي چې خدای یې شاوخوا کلابند کړی دی؟
3 1له دې نه پس ايوب خپله خله پرانستله او هغه ورځ يې لعنت کړه چې پکښې پېدا شوے وو. 2هغۀ ووئيل چې، 3”هغه ورځ دې هلاکه شى چې زۀ پکښې پېدا شوم، او هغه شپه چې وې وئيل، ’يو هلک پېدا شو.‘ 4هغه ورځ دې تياره شى! بره خُدائ پاک دې هغه ونۀ لټوى، او رڼا دې پرې ونۀ ځلېږى. 5تياره او ژوره سيورې دې هغه ونيسى، ورېځ دې پرې خوره شى، د ورځې تورتم دې هغه وېروى. 6هغه شپه دې غليظه تياره ونيسى، د کال د ورځو په مينځ کښې دې خوشحاله نۀ شى، او د مياشتو په شمار کښې دې نۀ راځى. 7هو، هغه شپه دې بنجره شى، هيڅ د خوشحالۍ چغه دې پکښې رانۀ شى. 8هغه څوک چې ورځې لعنتوى، هغوئ دې هغه لعنت کړى، هغه چې د لِوياتان راپاڅولو ته تيار دى. a a v8 په پخوانۍ دُنيا کښې داسې يقين وو چې پېشور لعنتګر د برکتناکو او بدقسمته ورځو په سر باندې قدرت لرى. 9د هغې د سحر ستورى دې تياره شى، د رڼا اُميد دې وکړى خو ونۀ مومى، او د سحر اولنۍ وړانګې دې هيچرې ونۀ ويني، 10ځکه چې هغې زما د مور د نس دروازې نۀ وې بندې کړې، او تکليف يې زما د سترګو نه پټ نۀ کړو. 11زۀ په پېدا کېدو سره ولې مړ نۀ شوم، د نس نه راووتم او ساه مې ولې خطا نۀ شوه؟ 12د منلو دپاره ولې زنګنونه موجود وُو، او د روزلو دپاره تى؟ b b v12 د پخوانى نزدې مشرق په دُنيا کښې، د نوى زېږېدلى بچى د خپلوان په زنګنونو باندې اېښودل د ماشوم د منلو رسمى عمل وو. 13ځکه چې اوس به زۀ په سکون کښې پروت وم، اوده به وم او په ارام کښې، 14د دُنيا د بادشاهانو او مشورتيانو سره چې د ځان دپاره يې اجاړونه جوړ کړل، 15يا د هغه حکمرانانو سره چې سره زر يې لرل، چې خپل کورونه يې په سپينو زرو ډک کړل. 16يا زۀ ولې يو ښخ شوے مړ پېدا شوے بچے نۀ وم، د هغه ماشومانو په شان چې رڼا يې هيچرې ونۀ ليده؟ 17هلته بدکاران د غوسې نه لاس اخلى، او هلته ستومانه په ارام کښې دى. 18قيديان ټول په سکون کښې دى، د غلام چلوونکى اواز نور نۀ اورى. 19واړۀ او لوئ هلته يو شان دى، او غلام د خپل مالِک نه ازاد دے. 20رڼا هغه چا ته ولې ورکولے شى چې په تکليف کښې دے، او ژوندون هغه ته چې په روح کښې تريخ دے، 21هغه چې د مرګ لپاره ارزو کوى خو هغه نۀ راځى، او د هغۀ دپاره د پټې خزانې نه زيات کيندل کوى، 22هغه چې د خوشحالۍ نه ټوپونه وهى او خوشحالېږى کله چې قبر ومومى؟ 23رڼا هغه سړى ته ولې ورکولے شى چې لار يې پټه ده، چې خُدائ پاک يې چاپېره احاطه کړے دے؟ 24ځکه چې زما اسوېلى زما د ډوډۍ نه مخکښې راځى، او زما نارې د اوبو په شان بهيږى. 25ځکه چې له کوم شى نه مې وېره کوله هغه راباندې راغلو، او له څۀ نه چې وېرېدم هغه راباندې راغلو. 26زۀ نۀ سکون لرم، نۀ ارام، نۀ راحت، بس خالى خلجان.“