چاپ شوی
کتاب

هغه ښځې چې د عيسىٰ سره روانې وې

هغه ښځې چې د کار لګښت ورکوي نومول کېږي. د ځمکو په اړه یو مثال واضح کوي چې ولې زموږ د پلار کلام په ځینو کې ځای نه نیسي. هغه طوفان آرام کوي، یو سړی چې لښکر نومېږي آزادوي چې ګاونډیان یې ترې غواړي چې لاړ شي، بیا یوه وینه بهېدونکې ښځه روغوي او د یایرس لور راژوندۍ کوي.

څپرکی 8.

د دې نه لږ وروستو هغه په ښارونو او کلو کښې ګرزېدو، تبليغ يې کولو او د زمونږ پلار د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو. دولس واړه ورسره وُو، او څۀ ښځې هم چې د بدو روحونو او بيمارِيو نه يې شفا موندلې وه، يعنې مريم چې مجدلينى ورته وئيلے کېدل، چې اووۀ بدروحونه ترې وتلى وُو، او يُوَنه چې د هيروديس د مختار خُوزه ښځه وه، او سوسنه، او نورې ډېرې ښځې چې هغوئ ته يې د خپل مال نه خدمت کولو.

کله چې يو لوئ ګڼ راغونډ شو، او هر ښار نه خلق ورته راتلل، نو هغۀ په مِثال کښې ووئيل چې،

”يو بزګر د تخم کرلو دپاره ووتو. کله چې هغۀ تخم کرلو، نو څۀ تخم په لار کښې ولوېدو، چې خلقو تر پښو لاندې کړو او د آسمان مرغانو وخوړو. څۀ نور تخم په ګټه ولوېدو، چې کله راشنه شو نو د لندوالى د نشتوالى په سبب وچ شو. څۀ تخم د اغزو په مينځ کښې ولوېدو، نو اغزو ورسره وده وکړه او خفه يې کړو. او څۀ نور تخم په ښه زمکه ولوېدو، نو وده يې وکړه او سل چنده پيداوار يې ورکړو.“ دا وئيلو سره هغۀ په اوچت آواز ووئيل چې، ”چا سره چې د اورېدو دپاره غوږونه وى، هغه دې واورى.“

د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې د دې مِثال مطلب څۀ دے؟

هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو له دا ورکړے شوى دى چې د زمونږ پلار د بادشاهۍ راز پوهه شئ، خو نورو ته په مِثالونو کښې، دې دپاره چې ’هغوئ وينى خو ونۀ وينى، او واورى خو پوهه نۀ شى.‘

دا مِثال داسې دے چې، تخم د زمونږ پلار کلام دے. هغه چې په لار کښې دى، دا هغه خلق دى چې اورى، بيا اِبليس راځى او کلام د هغوئ د زړونو نه وړى، دې دپاره چې هغوئ ايمان رانۀ وړى او خلاصون ونۀ مومى. هغه چې په ګټه دى، دا هغه دى چې کله کلام اورى نو په خوشحالۍ يې قبلوى، خو ريښه نۀ لرى، څۀ وخت ايمان ساتى، بيا د آزمېښت په وخت کښې ترې اوړى. او هغه چې د اغزو په مينځ کښې ولوېدو، دا هغه خلق دى چې اورى، خو کله چې روان وى نو د دې دُنيا فکرونه، مال او عيش عشرت يې خفه کوى، او د هغوئ مېوه کله هم نۀ پخيږى. خو هغه چې په ښه زمکه دى، دا هغه دى چې کلام په صادق او ښۀ زړۀ سره اورى، په مضبوطۍ سره يې ساتى، او په صبر سره مېوه نيسى.“

هغه رڼا چې پټېدے نۀ شى

”هيڅوک چراغ نۀ بلوى چې په لوښى يې پټ کړى يا تر کټ لاندې يې کېږدى، بلکې په چوکۍ باندې يې ږدى، دې دپاره چې دننه راتلونکى رڼا وګورى. ځکه چې هيڅ شے پټ نۀ دے چې ظاهر به نۀ شى، او هيڅ پټ راز نشته چې معلوم به نۀ شى او رڼا ته به رانۀ وړلے شى. نو هوشيار اوسئ چې څنګه اورئ، ځکه چې چا سره چې وى، هغۀ ته به نور هم ورکړے شى، او چا سره چې نۀ وى، هغه به هم ترې واخستے شى چې هغه ګومان کوى چې ورسره دى.“

د زمونږ پلار کورنۍ

د هغۀ مور او وروڼه ورته راغلل، خو د ګڼ په سبب هغۀ ته رسېدے نۀ شول. نو هغۀ ته ووئيلے شو چې، ”ستا مور او ستا وروڼه د باندې ولاړ دى او تا ليدل غواړى.“

خو هغۀ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زما مور او زما وروڼه هغه دى چې د زمونږ پلار کلام اورى او عمل پرې کوى.“

عيسىٰ طوفان ته حُکم کوى

يوه ورځ هغه او د هغۀ مريدان يوې بېړۍ ته ورختۀ. هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”راځئ چې د جهيل بلې غاړې ته ورشُو.“ نو هغوئ روان شول.

کله چې هغوئ تلل، نو هغه ويده شو. بيا په جهيل باندې د هوا سخت طوفان راغلو، بېړۍ په اوبو ډکېدله او هغوئ په خطر کښې شول. هغوئ هغه راويښ کړو او ووئيل چې، ”مالِکه، مالِکه، مونږ تباه کېږو!“ هغه پاڅېدو، هوا او چپېړو اوبو ته يې جهاړ وکړو، نو هغه ودرېدل او سکون پېدا شو. هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ستاسو ايمان چرته دے؟“ هغوئ ويرېدلى او حېران شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”نو دا څوک دے؟ هغه خو هوا او اوبو ته هم حُکم کوى او هغه د هغۀ حُکم منى.“

هغه سړے چې د لښکر نه خلاصون موندلے

بيا هغوئ د ګدرينيانو علاقې ته ورسېدل، چې د ګليل مقابل خوا ته ده. کله چې عيسىٰ زمکې ته راکوز شو، نو د ښار يو سړے ورته راغلو چې بدروح پرې وه. هغۀ ډېرې مُودې نه جامې نۀ وې اغوستې او په کور کښې نه، بلکې د قبرونو په مينځ کښې اوسېدو. کله چې هغۀ عيسىٰ وليدو، نو چغه يې کړه، د هغۀ په مخکښې پرېوتو او په اوچت آواز يې ووئيل چې، ”اے عيسىٰ، د ډېر لوئ خُدائ پاک زويه، تۀ له ما نه څۀ غواړې؟ زۀ تا ته زارى کوم چې ما مۀ کړوه!“ ځکه چې عيسىٰ ناپاک روح ته حُکم کړے وو چې د دې سړى نه ووزه، ځکه چې هغۀ به ډېر ځله راګرفته کړو، او که څۀ هم هغه به په زنځيرونو او ولچکو تړلے او ساتلے کېدو، خو هغه به يې ماتول او بدروح به يې بيابان ته شړلو.

عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ستا نوم څۀ دے؟“ هغۀ ووئيل چې، ”لښکر،“ ځکه چې ډېر بدروحونه پرې ننوتلى وُو.

او هغوئ ترې زارى وکړه چې هغوئ ته د اوره کندې ته د تلو حُکم ونۀ کړى.

هلته د غرۀ په لمن کښې د خنزيرانو يوه لويه ګله څرېدله. بدروحونو ترې زارى وکړه چې هغوئ ته د خنزيرانو په بدن کښې د ننوتو اِجازت ورکړى، او هغۀ اِجازت ورکړو. نو بدروحونه د سړى نه ووتل او په خنزيرانو ننوتل، او ګله د ګړنګ نه جهيل ته ورودانګله او ډوبه شوه.

کله چې شپنو دا وليدل نو وتختېدل او په ښار او په کلو کښې يې خبره ورسوله. نو خلق راووتل چې وګورى چې څۀ شوى دى. کله چې هغوئ عيسىٰ ته راغلل، نو هغه سړے يې وموندو چې بدروحونه ترې وتلى وُو، چې د عيسىٰ تر پښو ناست وو، جامې يې اغوستې وې او په هوش کښې وو، نو ويره پرې راغله. او چا چې دا ليدلى وُو، هغوئ ورته ووئيل چې څنګه هغه سړى چې بدروحونه پرې وُو شفا وموندله. نو د ګدرينيانو د علاقې ټولو خلقو ترې زارى وکړه چې د هغوئ نه لاړ شى، ځکه چې لويه ويره پرې راغلې وه. نو هغه بېړۍ ته ورختۀ او بېرته لاړو. خو هغه سړى چې بدروحونه ترې وتلى وُو، زارى يې وکړه چې د هغۀ سره لاړ شى، خو عيسىٰ هغه بېرته ولېږلو او وفرمائيل چې،

”خپل کور ته واپس لاړ شه او خلقو ته ووايه چې زمونږ پلار څومره لوئ کارونه ستا دپاره کړى دى.“ نو هغه لاړو او په ټول ښار کښې يې خبرول چې عيسىٰ څومره لوئ کارونه د هغۀ دپاره کړى دى.

د ايمان په وسيله شفا او ژوندون

کله چې عيسىٰ بېرته راغلو، نو خلقو هرکلے وکړو، ځکه چې هغوئ ټول د هغۀ انتظار کولو. نو يو سړے چې نوم يې يائروس وو او د عبادت خانې مشر وو، راغلو او د عيسىٰ تر پښو پرېوتو، او زارى يې وکړه چې د هغۀ کور ته راشى، ځکه چې د هغۀ يوازينۍ لور وه چې عمر يې نژدې دولس کاله وو او د مرګ په حال کښې وه. کله چې عيسىٰ تلو، نو خلقو پرې ګڼ کولو. يوه ښځه دولس کاله د وينو په بيمارۍ اخته وه، چې خپل ټول مال يې په ډاکټرانو ولګولے وو، خو هيچا ترې شفا نۀ شوه ورکولے. هغه د هغۀ د شا نه راغله او د هغۀ د چادر پلو يې لمس کړو، او سمدستى د هغې د وينو بهېدل بند شول.

عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ چا لمس کړم؟“ کله چې ټولو اِنکار وکړو، نو پطروس ووئيل چې، ”مالِکه، خلق خو تا ته ګڼ کوى او زور درباندې راوړى.“

خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”چا زۀ لمس کړم، ځکه چې ما محسوس کړل چې ما نه قوت ووتو.“

کله چې ښځه پوهه شوه چې پټه پاتې کېدے نۀ شى، نو په ريږدېدو راغله او د هغۀ په مخکښې پرېوته، او د ټولو خلقو په مخکښې يې ووئيل چې هغې هغه ولې لمس کړو او څنګه سمدستى شفا وموندله.

نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لورې، ستا ايمان ته شفا درکړه، په سلامتۍ سره لاړه شه.“

لا هغه دا خبرې کولې چې د عبادت خانې د مشر د کور نه يو کس راغلو او ووئيل چې، ”ستا لور مړه شوه، اُستاذ نور مۀ تکليفوه.“

خو عيسىٰ دا واورېدل او هغۀ ته يې جواب ورکړو چې، ”مۀ ويرېږه، فقط ايمان راوړه، نو هغه به بچ شى.“

کله چې هغه کور ته ورسېدو، نو هغۀ هيچا ته د ځان سره د دننه تلو اِجازت ورنۀ کړو، سِوا د پطروس، يوحنا، يعقوب، او د جينۍ د پلار او مور نه.

ټول پرې ژړل او ماتم يې کولو، خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، ځکه چې هغه مړه نۀ ده، بلکې ويده ده.“

نو هغوئ پرې خندل، ځکه چې هغوئ پوهېدل چې هغه مړه شوې ده.

خو هغۀ د هغې لاس ونيولو او په اوچت آواز يې ووئيل چې، ”جينۍ، پاڅه.“

نو د هغې روح بېرته راغلو او هغه سمدستى پاڅېده. هغۀ حُکم ورکړو چې هغې ته د خوراک دپاره څۀ ورکړى. د هغې مور او پلار حېران شول، خو هغۀ هغوئ ته حُکم ورکړو چې چا ته دا خبره ونۀ کړى چې څۀ شوى دى.