يو بادشاه يريږى، يو نبى راغوښتلے شى
له هغه څه وېرېدلی چې اسرائیلو له اموریانو سره وکړل، موآب بلعام په مزد نیسي چې دوی ښېرا کړي. هغه یوازې هغه څه تکرارولی شي چې زموږ پلار ورته وايي، او دا ټکی د یوې خرې له لارې روښانه کېږي، چې په لاره کې ولاړه ایستل شوې توره ویني کله چې نامتو لیدونکی یې نشي لیدلی.
22 1بيا بنى اِسرائيل روان شول او د اُردن د سيند هاخوا، د يريحو مخامخ د موآب په ميدانونو کښې يې خېمې ودرولې. 2بالاق د صفور زوئ هغه ټول کارونه وليدل چې اِسرائيل د اموريانو سره کړى وُو. 3موآب د دې خلقو نه ډېر وويرېدو، ځکه چې هغوئ ډېر زيات وُو؛ موآب د بنى اِسرائيلو نه ترهېدو. 4موآب د مِديان مشرانو ته ووئيل چې، ”دا ګڼه ګوڼه به زمونږ چاپېره هر څۀ وڅټى، لکه څنګه چې غوا د پټى واښۀ څټى.“ هغه وخت بالاق د صفور زوئ د موآب بادشاه وو.
5هغۀ بلعام د بعور زوئ ته چې په فتور کښې د فرات په غاړه د خپلو خلقو په مُلک کښې وو، د راغوښتلو دپاره قاصدان ولېږل. هغۀ ووئيل چې، ”وګوره، يو قوم د مِصر نه راوتلے دے. وګوره، هغوئ د زمکې مخ پټ کړے دے، او زما مخامخ مېشته شوى دى. 6نو راشه، مهربانى وکړه او دا قوم زما دپاره لعنت کړه—دوئ زما نه زورور دى. کېدے شى چې بيا زۀ پرې حمله وکړم او د مُلک نه يې وشړم، ځکه چې زۀ پوهيږم: څوک چې تۀ برکت ورکړې هغه برکتى وى، او څوک چې تۀ لعنت کړې هغه لعنتى وى.“
7نو د موآب مشران او د مِديان مشران روان شول، د فال کتلو اجورې يې په لاس کښې نيولې وې، او بلعام ته راغلل او د بالاق خبرې يې ورته وکړې.
8هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”نن شپه دلته پاتې شئ، او زۀ به تاسو ته هغه جواب درکړم چې خُدائ پاک راته وفرمائى.“ نو د موآب سردارن د بلعام سره پاتې شول.
9بيا زمونږ پلار بلعام ته راغلو او وې فرمائيل چې، ”دا ستا سره څۀ خلق دى؟“
10بلعام زمونږ پلار ته ووئيل چې، ”بالاق د صفور زوئ، د موآب بادشاه، ما ته پيغام راليږلے دے چې: 11وګوره، هغه قوم چې د مِصر نه راوتلے دے د زمکې مخ يې پټ کړے دے. اوس راشه، زما دپاره يې لعنت کړه—کېدے شى چې زۀ د هغوئ خلاف جنګ وکړم او وې شړم.“
12خو زمونږ پلار بلعام ته وفرمائيل چې، ”د هغوئ سره مۀ ځه. دا قوم لعنت مۀ کوه، ځکه چې هغوئ برکتى دى.“
13بلعام سحر وختى پاڅېدو او د بالاق سردارانو ته يې ووئيل چې، ”خپل مُلک ته واپس لاړ شئ—خُدائ پاک ما ته اِجازت رانۀ کړو چې ستاسو سره لاړ شم.“
14د موآب سردارن پاڅېدل، بالاق ته لاړل، او ووئيل يې چې، ”بلعام زمونږ سره د راتلو نه اِنکار وکړو.“
15بيا بالاق نور سردارن ولېږل چې د اولنيو نه زيات او زيات معزز وُو. 16هغوئ بلعام ته راغلل او ووئيل يې چې، ”بالاق د صفور زوئ وائى: هيڅ شے دې تا د ما ته راتلو نه مۀ منع کوى، 17ځکه چې زۀ به ستا ډېر عزت وکړم، او څۀ چې ما ته ووائې هغه به وکړم. نو مهربانى وکړه او راشه او دا قوم زما دپاره لعنت کړه.“
18بلعام د بالاق نوکرانو ته جواب ورکړو چې، ”کۀ بالاق ما ته خپل کور د سپينو زرو او سرو زرو نه ډک هم راکړى، نو زۀ د خُدائ پاک د حُکم نه بهر تلے نۀ شم، چې کوچنے يا لوئ کار وکړم. 19نو اوس مهربانى وکړئ، تاسو هم نن شپه دلته پاتې شئ، دې دپاره چې زۀ پوه شم چې زمونږ پلار به ما ته نور څۀ فرمائى.“
20نو زمونږ پلار د شپې بلعام ته راغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”کۀ دا سړى تا د راغوښتلو دپاره راغلى دى، نو پاڅه او د هغوئ سره لاړ شه، خو صرف هغه کار وکړه چې زۀ يې درته وايم.“
21نو بلعام سحر وختى پاڅېدو، په خپله خره يې زين کېښودو، او د موآب سردارانو سره روان شو.
زمونږ پلار د يوې خرې په وسيله خبرې کوى
22خو د زمونږ پلار غصه بله شوه ځکه چې هغه لاړو، او د زمونږ پلار فرښته د بلعام د مخالف په شان په لار کښې ودرېده. بلعام په خپله خره سوَر وو، او د هغۀ دوه نوکران ورسره وُو. 23خرې د زمونږ پلار فرښته وليده چې په لار کښې ودرېدلې وه، او خپله تُوره يې په لاس کښې راکښلې وه، نو هغه د لارې نه واوښته او پټى ته ننوته. نو بلعام خره ووهله چې بيا يې لارې ته راوګرځوى. 24بيا د زمونږ پلار فرښته د انګورو د باغونو تر مينځ يوه تنګه لار کښې ودرېده، چې په دواړو خواؤ کښې يې دېوال وو. 25خرې د زمونږ پلار فرښته وليده، نو دېوال ته ونښته، او د بلعام پښه يې دېوال پورې ونيوله، نو هغۀ بيا ووهله.
26د زمونږ پلار فرښته نوره هم مخکښې لاړه او داسې يو تنګ ځائ کښې ودرېده چې هلته نۀ ښى خوا او نۀ کيڼ خوا ته د اوختلو ځائ وو. 27کله چې خرې د زمونږ پلار فرښته وليده، نو د بلعام لاندې پرېووته؛ د هغۀ غصه راپورته شوه، او هغۀ په خپله لکړه ووهله.
28بيا زمونږ پلار د خرې خولۀ خلاصه کړه، او هغې بلعام ته ووئيل چې، ”ما تا سره څۀ کړى دى چې تا زۀ دا درې واره ووهلم؟“
29بلعام خرې ته ووئيل چې، ”تا زما مسخرې وکړې! کۀ زما په لاس کښې تُوره وئ، نو زۀ به دې همدا اوس وژلې.“
30خرې بلعام ته ووئيل چې، ”آيا زۀ ستا خره نۀ يم، هغه چې تۀ پرې د خپل ژوند ټول عُمر تر نن پورې سوَر شوے يې؟ آيا ما کله هم مخکښې تا سره داسې سلوک کړے دے؟“ هغۀ ووئيل چې، ”نه.“
31بيا زمونږ پلار د بلعام سترګې خلاصې کړې، او هغۀ د زمونږ پلار فرښته وليده چې په لار کښې ودرېدلې وه، او خپله تُوره يې په لاس کښې راکښلې وه، نو هغه ټيټ شو او په مخ پرېووتو.
32د زمونږ پلار فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”تا ولې خپله خره درې ځله ووهله؟ زۀ د مخالف په حېث راوتلے يم، ځکه چې ستا لار زما په نظر کښې کږه ده. 33خرې زۀ وليدم او دا درې ځله زما نه يوې خوا ته واوښته. کۀ هغه نۀ وئ اوښتې، نو زۀ به تا تر اوسه وژلے وے، خو دا به مې ژوندۍ ساتلې وه.“
34بلعام د زمونږ پلار فرښتې ته ووئيل چې، ”ما ګناه وکړه—زۀ نۀ پوهېدم چې تۀ زما د مخالفت دپاره په لار کښې ودرېدلے يې. اوس کۀ دا ستا په نظر کښې بد وى، نو زۀ به واپس لاړ شم.“
35د زمونږ پلار فرښتې بلعام ته ووئيل چې، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صرف هغه خبره وکړه چې زۀ يې درته وايم.“ نو بلعام د بالاق سردارانو سره مخکښې لاړو.
36کله چې بالاق واورېدل چې بلعام راروان دے، نو د هغۀ د مِلاوېدو دپاره د موآب ښار ته ووتو، چې د ارنون په سرحد، د سرحد په پاى کښې وو. 37بالاق بلعام ته ووئيل چې، ”آيا ما تا ته د راغوښتلو دپاره په تلوار قاصدان نۀ وُو لېږلى؟ تۀ ولې ما ته رانۀغلې؟ آيا زۀ واقعى ستا عزت نۀ شم کولے؟“
38بلعام بالاق ته ووئيل چې، ”وګوره، زۀ اوس تا ته راغلم—خو آيا زۀ هر څۀ وئيلے شم؟ زۀ صرف هغه خبره کولے شم چې خُدائ پاک يې زما په خولۀ کښې کيږدى.“
39نو بلعام د بالاق سره لاړو، او هغوئ قريت حُضوت ته راغلل. 40بالاق غواوې او ګډې قربانى کړې، او بلعام او هغه سردارانو ته يې چې ورسره وُو، برخې ولېږلې. 41سحر وختى بالاق بلعام بوتلو او باموت بعل ته يې پورته کړو، او هغۀ له هغه ځايه د قوم څنډه وليده.