اِسرائيل فرياد کوى او زمونږ پلار ورته جواب ورکوى
له لارې بې صبره شوي خلک د خپل پلار او موسیٰ پر خلاف خبرې کوي او مار یې چیچي؛ علاج یې یو برنجي مار دی چې پر یوه ستنه پورته شوی ترڅو ورته وګوري. بیا د یوې کوهۍ سندره او پر سیحون او عوج بریاوې راځي.
21 1کله چې د اراد بادشاه، کنعانى چې په نَجب کښې اوسېدو، واورېدل چې اِسرائيل د اَتاريم په لار راروان دے، نو هغۀ د اِسرائيل سره جنګ وکړو او ځنې يې قيدى کړل. 2اِسرائيل زمونږ پلار ته منت ومنلو، ”کۀ تۀ دا خلق په رښتيا زما په لاس کښې راکړې، نو زۀ به د هغوئ ښارونه پوره تباه کړم.“ 3زمونږ پلار د اِسرائيل آواز واورېدو او کنعانيان يې د هغوئ په لاس کښې ورکړل. هغوئ هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل. نو د دغه ځائ نوم حُرمه کښېښودے شو.
د پيتل مار
4هغوئ د حُور د غرۀ نه د سُرۀ سمندر په طرف روان شول دې دپاره چې د اَدوم د مُلک نه تاؤ شى، خو خلق په لار کښې بېصبره شول. 5خلقو زمونږ پلار او موسىٰ په خلاف خبرې وکړې، ”تاسو مونږ د مصر نه ولې راوويستلو چې په بيابان کښې مړۀ شُو؟ نۀ ډوډۍ شته، نۀ اوبۀ، او مونږ ته د دې خرابې خوراک نه کرکه راځى.“
6نو زمونږ پلار د خلقو په مينځ کښې زهرجن ماران راولېږل. هغوئ خلق وچيچل او ډېر اِسرائيليان مړۀ شول. 7خلق موسىٰ ته راغلل او ويې وئيل، ”مونږ ګناه وکړه چې زمونږ پلار او ستا په خلاف مو خبرې وکړې. هغۀ ته دُعا وکړه چې ماران زمونږ نه لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه.
8زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل، ”يو زهرجن مار جوړ کړه او په يوه لرګى باندې يې کېږده. هر هغه څوک چې چيچلے شوے وى او هغۀ ته وګورى، هغه به ژوندے پاتې شى.“
9موسىٰ د پيتل مار جوړ کړو او په يوه لرګى باندې يې کېښودو. هر کله چې به مار چا وچيچلو، نو هغه به د پيتل مار ته وکتل او ژوندے به پاتې شو. a a v9 عيسىٰ دغه وخت د خپل ځان د يوې نقشې په توګه وښودلو، لکه څنګه چې د پيتل مار اوچت کړے شو دې دپاره چې مړۀ کېدونکى وګورى او ژوندى پاتې شى، هم هغه شان زوئ اوچت کړے شو دې دپاره چې هر څوک چې هغۀ ته په ايمان سره ګورى، هغه ژوندے پاتې شى (يوحنا ۳:۱۴-۱۵).
موآب ته سفر
10اِسرائيليان روان شول او په اوبوت کښې يې خېمې ودرولې. 11هغوئ د اوبوت نه روان شول او په عِيے عباريم کښې يې خېمې ودرولې چې په بيابان کښې د موآب په مخ کښې د ختيځ په طرف دے. 12د هغه ځائ نه روان شول او د زيرد په وادى کښې يې خېمې ودرولې. 13د هغه ځائ نه مخ ته لاړل او د اَرنون هاخوا يې خېمې ودرولې چې په بيابان کښې د اَموريانو د علاقې نه غزېدلى دے، ځکه چې اَرنون د موآب او د اَموريانو ترمينځ سرحد دے. 14نو د زمونږ پلار د جنګونو کتاب وائى، ”وَهيب چې په سُوفه کښې دے، او د اَرنون کندې، 15او د کندو ډډه چې د هغه ځائ په طرف اوړى، د عار او د موآب سرحد ته رسيږى.“
16د هغه ځائ نه بئير ته لاړل، هغه کوهى چې زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلق راجمع کړه، زۀ به هغوئ ته اوبۀ ورکوم.“
17بيا اِسرائيل دا سندره وويله، ”اے کوهيه، راوخېژه! دې ته سندرې ووايئ! 18هغه کوهى چې شهزادګانو کيندلے، چې د خلقو مشرانو په خپلو شاهى عصاګانو او امساګانو سره وويستلو.“ بيا د بيابان نه مَتنه ته لاړل، 19د مَتنه نه نَحليئل ته، د نَحليئل نه باموت ته، 20او د باموت نه هغې وادۍ ته چې د موآب په ميدان کښې ده، د پِسجه څوکې ته چې په بيابان باندې ګورى.
زمونږ پلار سيحون د هغوئ په لاس کښې ورکوى
21بيا اِسرائيل د اَموريانو بادشاه سيحون ته قاصدان ولېږل او ورته يې ووئيل چې، 22”ما ستا د مُلک نه تېرېدل پرېږده. مونږ به نۀ پټى ته او نۀ د انګورو باغ ته اوړو، او نۀ به د کوهى اوبۀ څښو. مونږ به د بادشاه په لويه لار روان يُو ترڅو چې ستا د سرحد نه تېر نۀ شُو.“
23خو سيحون اِنکار وکړو چې اِسرائيل د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول خلق راجمع کړل، د اِسرائيل خلاف بيابان ته لاړو، يَهض ته ورسېدو او د اِسرائيل سره يې جنګ وکړو. 24اِسرائيل هغه په تُوره ووهلو او د هغۀ مُلک يې د اَرنون نه تر يبوق پورې ونيولو، د عمونيانو پورې چې د هغوئ سرحد مضبوط وو. 25اِسرائيل دا ټول ښارونه ونيول او د اَموريانو په هر ښار کښې يې اوسېدل، حِشبون او د هغه ټول ګېرچاپېره کلى. 26ځکه چې حِشبون د اَموريانو د بادشاه سيحون ښار وو، چې د موآب د مخکښې بادشاه سره يې جنګ کړے وو او د هغۀ نه يې ټول مُلک تر اَرنون پورې نيولے وو. 27نو شاعران وائى، ”حِشبون ته راشئ، دې بيا جوړ شى، د سيحون ښار دې بيا آباد شى. 28ځکه چې د حِشبون نه اور راووتلو، د سيحون د ښار نه يوه لمبه. د موآب عار يې وخوړلو، د اَرنون د اوچتو ځايونو مالکان. 29اے موآبه، په تا افسوس! اے د کموش خلقو، تاسو تباه شوئ! هغۀ خپل زامن تښتېدونکى او خپلې لوڼه قيديانې کړې، د اَموريانو بادشاه سيحون ته. 30خو مونږ هغوئ ووهل، حِشبون تر ديبون پورې تباه شو. مونږ تر نوفه پورې ويجاړ کړل، چې تر ميدَبا پورې رسيږى.“
31نو اِسرائيل د اَموريانو په مُلک کښې اوسېدو. 32موسىٰ سړى ولېږل چې يَعزير وپلټى. هغوئ د هغه کلى ونيول او هلته اَموريان يې وشړل. 33بيا هغوئ وګرځېدل او د بشَن په لار وختل، او د بشَن بادشاه عوج د خپلو ټولو خلقو سره د هغوئ په خلاف راووتلو چې په اِدرعى کښې جنګ وکړى.
34خو زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هغۀ نه مۀ يرېږه. ما هغه، د هغۀ ټول خلق او د هغۀ مُلک ستا په لاس کښې درکړل. د هغۀ سره هغه شان وکړه لکه څنګه چې تا د اَموريانو د بادشاه سيحون سره وکړل، چې په حِشبون کښې اوسېدو.“
35هغوئ هغه، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول خلق ووهل، او يو تن هم ژوندے پرېنۀښودو، او د هغۀ مُلک يې په قبضه کړو.