چاپ شوی
کتاب

د عيسىٰ په اِختيار باندې سوال

په معبد کې د جالونو ورځ. کله چې ترې پوښتل کېږي چې د چا په واک کار کوي، هغه داسې پوښتنه ورته کوي چې دوی ترې تښتي، بیا د هغو بزګرانو کیسه کوي چې د مالک زوی وژني. د یوې سکې په مرسته قیصر ته د هغه حق ورکوي او زموږ پلار ته د هغه، د قیامت معما حل کوي، او د شریعت پوهانو په اړه خبرداری ورکوي.

څپرکی 20.

په دغو ورځو کښې يوه ورځ، چې کله عيسىٰ په هيکل کښې خلقو ته تعليم ورکوه او زيرے يې ورکوه، نو مشران کاهنان او عالمان د بوډاګانو سره راغلل، او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ ته ووايه چې تۀ دا کارونه په کوم اِختيار سره کوې، يا دا اِختيار تا ته چا درکړے دے؟“

هغۀ جواب ورکړو چې، ”زۀ به هم تاسو ته يو سوال وکړم. ما ته ووايئ، د يحيىٰ بپتسمه د آسمان نه وه کۀ د اِنسان نه؟“

هغوئ په خپل مينځ کښې مشوره وکړله چې، ”کۀ مونږ ووايو چې، ’د آسمان نه،‘ نو هغه به ووائى چې، ’بيا تاسو ولې په هغۀ ايمان رانۀ وړو؟‘ خو کۀ مونږ ووايو چې، ’د اِنسان نه،‘ نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى، ځکه چې دوئ يقين لرى چې يحيىٰ نبى وو.“ نو هغوئ جواب ورکړو چې مونږ ته پته نشته چې دا د کوم ځائ نه وه.

بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”نو زۀ به هم تاسو ته ونۀ وايم چې دا کارونه په کوم اِختيار سره کوم.“

پلار خپل ګران زوئ لېږى

بيا هغۀ خلقو ته دا مثال فرمائيل چې، يو سړى د انګورو باغ لګولو، هغه يې مزارعينو ته په ټيکه ورکړو، بيا ډېرې مودې دپاره بهر لاړو. ”د فصل په وخت کښې هغۀ يو نوکر مزارعينو ته ولېږلو چې هغوئ هغۀ ته د باغ د مېوې برخه ورکړى، خو هغوئ هغه ووهلو او خالى لاس يې واپس ولېږلو. هغۀ بل نوکر ولېږلو؛ هغوئ هغه هم ووهلو، بې عزته يې کړو او خالى لاس يې واپس ولېږلو. بيا هغۀ درېيم ولېږلو، خو هغوئ دا هم ژوبل کړو او بهر يې وغورزولو. د باغ مالِک ووئيل چې، ’زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به خپل ګران زوئ ولېږم؛ شايد چې هغوئ د هغۀ عزت وکړى.‘

خو کله چې مزارعينو هغه وليدو، نو په خپل مينځ کښې يې دا مشوره وکړله چې، ’دا وارث دے. راځئ چې دا ووژنو، دې دپاره چې ميراث زمونږ شى.‘ هغوئ هغه د باغ نه بهر وغورزولو او ووژلو. نو د باغ مالِک به هغوئ سره څۀ وکړى؟

”هغه به راشى، دغه مزارعين به هلاک کړى، او باغ به نورو ته ورکړى.“ کله چې هغوئ دا واورېدل، نو ووئيل يې چې، ”داسې دې هيچرې نۀ وى!“

هغۀ هغوئ ته سيده وکتل او وې فرمائيل چې، ”نو بيا دا څۀ دى چې ليکلى دى چې، ’هغه کاڼے چې معمارانو رد کړو، هم هغه د کونج کاڼے شو‘؟ a a v17 دا د زبور ۱۱۸:۲۲ نه اقتباس دے. هر څوک چې په دغه کاڼى باندې پرېوځى، هغه به ټوټه ټوټه شى، او کله چې دا کاڼے په چا باندې پرېوځى، نو هغه به ماتوى.“

قيصر ته ورکړئ، پلار ته ورکړئ

عالمانو او مشرانو کاهنانو غوښتل چې هم هغه وخت هغه ونيسى، ځکه چې هغوئ پوهېدل چې هغۀ دا مثال د هغوئ خلاف فرمائيلے وو، خو هغوئ د خلقو نه وېرېدل. هغوئ ګه وکتل او داسې جاسوسان يې ولېږل چې ځانونه يې ايماندار جوړ کړل، دې دپاره چې هغه په خبره کښې ونيسى، او هغه د والى حکومت او اِختيار ته وسپارى. هغوئ هغۀ ته سوال وکړو چې، ”اُستاذه، مونږ پوهېږو چې تۀ سيده وايې او تعليم ورکوې، او د چا طرفدارى نۀ کوې، بلکې د رښتيا سره د خُدائ پاک لار ښايئ. آيا دا زمونږ دپاره جائز دى چې مونږ قيصر ته محصول ورکړو، کۀ نه؟“

خو هغه د هغوئ په چالاکۍ پوهه شو او وې فرمائيل چې،

”ما ته د يوې ورځې د مزدورۍ سِکه وښايئ. په دې باندې د چا شکل او نوم دے؟“ هغوئ ووئيل چې، ”د قيصر.“

هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”نو څۀ چې د قيصر دى هغه قيصر ته ورکړئ، او څۀ چې زمونږ د پلار دى هغه زمونږ پلار ته ورکړئ.“

هغوئ ونۀ شو کولے چې د خلقو مخکښې هغه په خبره کښې ونيسى، او د هغۀ په جواب حيران شول او چپ شول.

پلار د ژوندو خُدائ پاک دے

بيا څۀ صدوقيان، چې مُنکر دى چې د مړو بيا ژوندى کېدل شته، راغلل او هغۀ ته يې سوال وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته ليکلى دى چې: کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه پرېږدى خو اولاد ونۀ لرى، نو د هغۀ ورور دې هغه کونډه نکاح کړى او د هغۀ دپاره دې اولاد پېدا کړى. b b v28 دا د ليوريت نکاح د قانون بيان دے چې په اِستثنا ۲۵:۵-۶ کښې ليکلے شوے دے. اوس اووۀ وروڼه وُو. اول يوه ښځه نکاح کړله او بې اولاده مړ شو. او دوېم هم، او درېيم هغه نکاح کړله، او هم هغه شان ټولو اوو هيڅ اولاد پرېنۀ ښودو او مړۀ شول. آخر دا ښځه هم مړه شوه. نو د بيا ژوندى کېدو په وخت کښې، دا به د چا ښځه وى؟ ځکه چې ټولو اوو هغه نکاح کړې وه.“

بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د دې زمانې خلق نکاح کوى او نکاح ورکولے شى،

”خو هغه کسان چې د هغې زمانې او د مړو نه د بيا ژوندى کېدو لائق وګڼلے شى، هغوئ نۀ نکاح کوى او نۀ نکاح ورکولے شى. ځکه چې هغوئ نور بيا مړۀ کېدے نۀ شى، ځکه چې هغوئ د فرښتو په شان دى او د پلار بچى دى، د بيا ژوندى کېدو بچى دى. خو موسىٰ هم وښودل چې مړۀ بيا ژوندى کولے شى، د بوټى په حقله، کله چې هغۀ پلار د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک وبللو. c c v37 د سوزېدونکى بوټى بيان په خروج ۳:۲-۶ کښې دے. هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے بلکې د ژوندو، ځکه چې د هغۀ دپاره ټول ژوندى دى.“

بيا څۀ عالمانو جواب ورکړو چې، ”اُستاذه، تا ښه وفرمائيل.“ ځکه چې هغوئ بيا جراءت نۀ کوه چې هغۀ ته نور څۀ سوال وکړى.

مسيح د چا زوئ دے؟

خو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”هغوئ څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟

ځکه چې داؤد پخپله په زبور کښې وائى چې، ’زمونږ پلار زما مالِک ته ووئيل چې، ”زما ښى اړخ ته کښېنه، d d v42 دا د زبور ۱۱۰:۱ نه اقتباس دے. ترڅو چې زۀ ستا دښمنان ستا د پښو کُرسۍ جوړ کړم.“‘

نو داؤد هغه مالِک بولى—بيا هغه د هغۀ زوئ څنګه دے؟“

چې کله ټول خلق اورېدل، نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې،

”د عالمانو نه خبردار اوسئ، چې هغوئ غواړى چې په اوږدو جامو کښې ګرځى، او په بازارونو کښې د سلام کولو، په عبادت خانو کښې د غوره څوکو او په ميلمستياؤ کښې د عزت ځايونو مينه لرى، هغوئ چې د کونډو کورونه خوړلى او د ښودلو دپاره اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى. دوئ ته به ډېر لوئ عذاب ورکولے شى.“