چاپ شوی
کتاب

عيسىٰ زکائى لټوى او بچ کوى يې

زکی یوې ونې ته خېژي، د کوربه توب لپاره غوره کېږي، او د خپل هر څه نیمایي ورکوي. د هغو نوکرانو مثال چې د خپل بادار په پیسو تجارت کوي، یروشلم ته تر ننوتلو مخکې راځي، چېرې چې ګڼه ګوڼه نارې وهي، عيسىٰ پر ښار ژاړي، او بیا سوداګر د خپل پلار له کوره باسي.

څپرکی 19.

عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار نه تېرېدو. هلته زکائى په نامه يو سړے وو، هغه د محصول اخستونکو مشر او مالدار وو. هغۀ غوښتل چې وګورى عيسىٰ څوک دے، خو د ګڼې ګوڼې په وجه يې نۀ شو کولے ځکه چې هغه ټيټ وو. نو هغه مخکښې منډه کړه او د عيسىٰ ليدو دپاره په يوه بوزغنۍ ونه وختو، ځکه چې عيسىٰ د هغه لارې نه تېرېدونکے وو.

کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته ورسېدو، نو پاس يې وکتل او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”زکائى، ژر راکوز شه، ځکه چې نن ما له ستا په کور کښې اوسېدل په کار دى.“

نو هغه ژر راکوز شو او په خوشحالۍ يې هرکلے وکړو. دا چې چا وليدل، نو ټولو ګيله وکړه چې، ”دا د يوه ګنهګار سړى سره د اوسېدو دپاره لاړو.“

خو زکائى ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل چې، ”وګوره، اے مالِکه، زۀ د خپل مال نيمائى غريبانو له ورکوم، او کۀ ما چا سره کومه دوکه کړې وى نو څلور چنده به يې بيا ورکوم.“

عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نن دې کور ته خلاصون راغلو، ځکه چې دا هم د اِبراهيم زوئ دے. ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره راغلو چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“

وفادار نوکران د بادشاه انتظار کوى

کله چې خلقو دا واورېدل، نو هغۀ يو مثال هم ورته زيات کړو، ځکه چې هغه يروشلم ته نزدے وو او هغوئ ګمان کاوۀ چې د زمونږ پلار بادشاهى به همدا اوس ظاهره شى.

نو هغۀ وفرمائيل چې، ”يو نواب يوه لرې ملک ته لاړو چې د ځان دپاره بادشاهى ترلاسه کړى او بيا راستون شى. هغۀ خپل لس نوکران راوغوښتل او هر يوه ته يې د درې مياشتو تنخوا په اندازه پېسې ورکړې او ورته يې ووئيل چې، ’زما تر راستنېدو پورې پرې تجارت کوئ.‘ خو د هغۀ د ملک خلقو ترې کرکه کوله او د هغۀ پسې يې قاصدان ولېږل چې، ’مونږ نۀ غواړو چې دا سړے په مونږ باندې حکومت وکړى.‘

”کله چې هغه بادشاهى ترلاسه کولو نه پس بيرته راغلو، نو هغه نوکران يې راوغوښتل چې چا ته يې پېسې ورکړې وې، چې معلومه يې کړى چې څومره ګټه يې کړې ده. اول راغلو او يې ووئيل چې، ’اے مالِکه، ستا پېسو لس چنده ګټه کړې ده.‘“

”هغۀ ورته ووئيل چې، ’شاباش، اے ښۀ نوکره! چې تۀ په وړوکى کار کښې وفادار وې، نو د لسو ښارونو اختيار واخله.‘“

”بيا دوېم راغلو او يې ووئيل چې، ’اے مالِکه، کومې پېسې چې تا ما له راکړې وې، هغو پنځۀ چنده ګټه کړې ده.‘“

”هغۀ هغۀ ته ووئيل چې، ’تۀ به هم د پنځو ښارونو اختيار لرې.‘“

”بيا بل راغلو او يې ووئيل چې، ’اے مالِکه، دا ستا پېسې، چې ما په يوه ټوټه کښې تړلې ساتلې وې؛ ځکه چې زۀ ستا نه ويرېدم، دا ځکه چې تۀ سخت سړے يې، څۀ چې تا نۀ دى اېښى هغه اخلې او څۀ چې تا نۀ دى کرلى هغه رېبې.‘“

هغۀ جواب ورکړو چې، ”اے بدکاره نوکره، ستا په خپله خوله به زۀ ستا فيصله وکړم! تا ته معلومه وه چې زۀ سخت سړے يم او څۀ چې ما نۀ دى اېښى هغه اخلم او څۀ چې ما نۀ دى کرلى هغه رېبم؟ نو تا ولې زما پېسې بنک ته نۀ وې اچولې؟ چې زۀ راستون شوے وم نو هغه به مې په سود سره راټولې کړې وې. بيا هغۀ هغه کسانو ته ووئيل چې نزدے ولاړ وُو چې، ’دا پېسې ترې واخلئ او هغه چا ته يې ورکړئ چې لس چنده لرى.‘“

”هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ’اے مالِکه، هغه خو لس چنده لرى!‘ زۀ تاسو ته وايم چې، هر چا سره چې وى، هغۀ ته به زيات ورکړے شى؛ خو له هغه چا نه چې هيڅ نۀ لرى، څۀ چې ورسره وى هغه به هم ترې واخستے شى. خو زما دا دښمنان چې زما حکومت يې نۀ منلو، دلته راولئ او زما په مخکښې يې حلال کړئ.‘“

زوئ د بادشاه په شان يروشلم ته ننوځى

کله چې هغۀ دا خبرې وفرمائيلې، نو مخکښې روان شو او يروشلم ته وختو.

کله چې هغه د زيتونو غر سره بيت‌فجى او بيت‌عنياه ته نزدے شو، نو هغۀ دوه مُريدان ولېږل او ورته يې وفرمائيل چې، ”مخکښې کلى ته لاړ شئ. کله چې ننوځئ نو هلته به يو خر چې تړلے وى ومومئ، چې لا تر اوسه پرې څوک نۀ دى سور شوے. هغه خلاص کړئ او دلته يې راولئ. کۀ چرې څوک درنه تپوس وکړى چې، ’ولې يې خلاصوئ؟‘ نو ورته ووايئ چې، ’مالِک ته يې ضرورت دے.‘“

نو کوم کسان چې لېږلے شوى وُو هغوئ لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه څنګه چې هغۀ ورته فرمائيلى وُو. کله چې هغوئ خر خلاصاوۀ، نو د هغۀ مالکانو ورته ووئيل چې، ”ولې دا خر خلاصوئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مالِک ته يې ضرورت دے.“ هغوئ هغه عيسىٰ ته راوستو، خپلې چادرې يې پر خر باندې واچولې او عيسىٰ يې پرې سور کړو. کله چې هغه روان وو، نو خلقو خپلې چادرې په لار باندې غوړولې. کله چې هغه د زيتونو غر د ښکتوالى سره نزدے شو، نو د مُريدانو ټوله ګڼه خوشحالېدل شروع شول او په لوړ آواز يې زمونږ د پلار ثناء بيانوله د هغه ټولو معجزو په وجه چې هغوئ ليدلې وې، او وې وئيل چې، ”مبارک دے هغه بادشاه چې زمونږ د پلار په نوم راځى! په آسمان کښې سلامتى او په آسمانونو کښې جلال وى!“

د ګڼې ګوڼې نه ځنو فريسيانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اے اُستاذه، خپل مُريدان منع کړه.“

هغۀ جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته وايم چې، کۀ دوئ چُپ شى نو دا کاڼى به چغې ووهى.“

کله چې هغه نزدے شو او ښار يې وليدو، نو په هغه يې ژړل

او وفرمائيل يې چې، ”کاش چې تا نن پوهېدلے وے چې د سلامتۍ شيان څۀ دى! خو اوس دا ستا د سترګو نه پټ شوى دى. هغه ورځې راتلونکې دى چې ستا دښمنان به ستا چاپېره بند جوړ کړى، ستا محاصره به وکړى او له هرې خوا نه به دې راګير کړى، او تا او ستا بچى به ستا په ديوالونو کښې له زمکې سره برابر کړى، او يو کاڼے به پر بل کاڼى باندې پرېنږدى، ځکه چې تۀ د خپل ملاقات پر وخت باندې پوهه نۀ شوې.“ a a v44 ”د ملاقات وخت“ هغه وخت دے چې کله خُدائ پاک د عيسىٰ په صورت کښې يروشلم ته راغلو.

عيسىٰ د خپل پلار کور پاکوى

بيا هغه هيکل ته ننوتو او هغه کسان يې وشړل چې اشياء يې خرڅولې،

او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ’زما کور به د دُعا کور وى،‘ خو تاسو هغه د ډاکوګانو غار جوړ کړے دے.“

هغه هره ورځ په هيکل کښې تعليم ورکاوۀ، خو مشرانو کاهنانو، عالمانو او د قوم مشرانو د دې دپاره لار لټوله چې هغه مړ کړى، خو هغوئ کوم کار نۀ شو موندلے چې وبه يې کړى، ځکه چې ټول خلق د هغۀ خبرو ته ډېر غوږ وُو.