زمونږ پلار د دوامداره فرياد اورى
یوه کونډه یو ظالم قاضي ستړی کوي، او یو ټیکس اخیستونکی چې سترګې نه پورته کوي، له زموږ پلار سره سم شوی کور ته ځي په داسې حال کې چې فریسي نه. ماشومانو ته ښه راغلاست ویل کېږي، یو شتمن مشر خپه ځي، او د یریحو بهر یو ړوند سوالګر چیغې وهي تر هغه چې عيسىٰ ودرېږي.
18 1بيا عيسىٰ هغوئ ته يوه مِثال وفرمائيل چې د دوئ دپاره دا په کار ده چې هر وخت دُعا کوى او هيڅکله زړۀ نۀ خرابوى.
2”په يو ښار کښې يو قاضى وو چې نۀ د خُدائ پاک نه يرېدو او نۀ يې د خلقو لحاظ کولو. 3په هغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغۀ ته به راتله او وئيل به يې چې، ’زما د مخالف په مقابله کښې ما له اِنصاف راکړه.‘ 4هغۀ تر يو وخته اِنکار وکړو، خو بيا يې په زړۀ کښې ووئيل چې، ’اګر چې زۀ نۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او نۀ د خلقو لحاظ کوم، 5خو ځکه چې دا کونډه ما ته تکليف راکوى، زۀ به هغې ته اِنصاف ورکوم، چې هغه خپلو بار بار راتلو سره ما نۀ ستومانه کوى.‘“
6او مالِک وفرمائيل چې، ”واورئ چې دا بېاِنصافه قاضى څۀ وائى. 7آيا زمونږ پلار به خپلو ټاکلو بندګانو له اِنصاف نۀ ورکوى، چې شپه او ورځ هغۀ ته فرياد کوى؟ آيا هغه به ورته دېر کوى؟ 8زۀ تاسو ته وايم چې هغه به هغوئ ته جلدى اِنصاف ورکوى. خو کله چې اِبن آدم راشى، آيا هغه به په زمکه ايمان ومومى؟“
عاجزه زړۀ رحم مومى
9هغۀ دا مِثال داسې ځنو خلقو ته هم وفرمائيل چې په خپل ځان باندې يې داسې اِعتبار کولو چې مونږ صادق يُو او نور ټول يې سپک ګڼل چې،
10”دوه کسان دُعا کولو دپاره بيت اُلله ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصُلدار. 11فريسى ودرېدو او د خپل ځان په حقله يې داسې دُعا وکړه چې، ’اے خُدايه، زۀ ستا شُکر اَدا کوم چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ يم، چې غله، بدکاره او زِناکار دى، او يا د دې محصُلدار په شان نۀ يم. 12زۀ په هفته کښې دوه ځله روژه نيسم؛ د خپل ټول مال د لسمې حِصې خيرات ورکوم.‘ 13خو محصُلدار لرې ودرېدو او هغۀ خو آسمان طرف ته سترګې هم نۀ اوچتولې، بلکې خپل سينه يې وهله او وئيل به يې چې، ’اے زمونږ پلاره، په ما ګناهګار باندې رحم وکړه.‘ 14زۀ تاسو ته وايم چې دا سړے صادق ګرځېدلے خپل کور ته لاړو، نۀ هغه بل. هر څوک چې خپل ځان اوچتوى هغه به ذليل کولے شى؛ او څوک چې خپل ځان ذليل کوى هغه به اوچتولے شى.“
د پلار بادشاهى د بچو ده
15خلقو خپل وړوکى بچى هم هغۀ ته راوړل چې هغه پرې لاس کېږدى، خو کله چې مريدانو دا وليدل نو هغوئ يې منع کول.
16خو عيسىٰ بچى راوبلل او وفرمائيل چې، ”بچى ما له راتلو پرېږدئ، هغوئ مۀ منع کوئ، ځکه چې د زمونږ پلار بادشاهى د داسې کسانو ده. 17زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې، څوک چې د زمونږ پلار بادشاهى د وړوکى بچى په شان قبُله نۀ کړى، هغه به هيڅکله هلته داخل نۀ شى.“
هغه يو شے چې دولت يې نۀ شى اخستلے
18يو سردار هغۀ ته تپوس وکړو چې، ”اے ښۀ اُستاذه، زۀ څۀ وکړم چې د تل ژوندون وارث شم؟“
19عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې ما ته ښۀ وايې؟ يواځې زمونږ پلار نه بغير بل هيڅوک ښۀ نشته. a a v19 عيسىٰ د دې ځوان زړۀ زمونږ پلار طرف ته متوجه کوى چې هغه د هر ښيګڼې سرچينه دے، د خپل ښيګڼې اِنکار نۀ کوى، بلکې دا سړے پلار طرف ته اړوى.
20تۀ حُکمونه پېژنې چې، ’زِنا مۀ کوه، قتل مۀ کوه، غلا مۀ کوه، دروغژنه ګواهى مۀ ورکوه، د خپل پلار او مور اِحترام کوه.‘“
21هغۀ ووئيل چې، ”دا ټول ما د خپل ځوانۍ نه ساتلى دى.“
22کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”لا تر اوسه يو شے کښې کمے دے، خپل ټول مال خرڅ کړه او غريبانو له يې ورکړه، نو په آسمان کښې به خزانه ولرې؛ بيا راشه او زما پيروى کوه.“
23خو کله چې هغۀ دا واورېدل نو ډېر غمژن شو، ځکه چې هغه ډېر دولتمند وو.
24عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وفرمائيل چې، ”د دولتمندانو دپاره د زمونږ پلار بادشاهۍ ته داخلېدل څومره ګران کار دے! 25ځکه چې د اوښ دپاره د ستن د سوري نه تېرېدل اسان دى، نسبت دې له چې يو دولتمند د زمونږ پلار بادشاهۍ ته داخل شى.“
26چا چې دا واورېدل نو هغوئ تپوس وکړو چې، ”نو بيا څوک خلاصون موندلے شى؟“
27خو هغۀ وفرمائيل چې، ”څۀ چې د خلقو دپاره ناممکن دى، هغه د زمونږ پلار دپاره ممکن دى.“
28بيا پطروس ووئيل چې، ”وګوره، مونږ خپل کورونه پرېښودل او ستا پيروى مو وکړه.“
29هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې، هيچا د زمونږ پلار د بادشاهۍ دپاره خپل کور، ښځه، وروڼه، مور پلار يا بچى نۀ دى پرېښى، 30چې هغه به اوس په دې وخت کښې ډېر چنده زيات واخلى او په راتلونکى زمانه کښې د تل ژوندون.“
اِبن آدم صليب ته ځى
31هغۀ دولس مريدان ګوښه کړل او وفرمائيل چې، ”وګورئ، مونږ يروشلم ته روان يُو، او څۀ چې ټولو نبيانو د اِبن آدم په حقله ليکلى دى هغه به پوره کيږى. 32ځکه چې هغه به غېر قومونو ته حواله کولے شى، مسخرې به ترې کولے شى، بې عزتى به يې کيږى او تُو به پرې کولے شى. 33هغوئ به هغۀ له کوړې ورکوى او قتل به يې کوى، او په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے کيږى.“
34خو هغوئ د دې نه هيڅ شے پوهه نۀ شول؛ دا خبره ترې پټه وه او هغوئ په دې خبره نۀ پوهېدل چې څۀ ورته وئيلے شول.
د پلار د زوئ په وسيله بينائى بيرته راستنه شوه
35کله چې عيسىٰ يريحو ته نزدې شو نو يو ړوند سړے د لارې غاړې له ناست وو او سوال يې کولو. 36کله چې هغۀ د ګڼې ګوڼې اوازونه واورېدل نو تپوس يې وکړو چې څۀ کيږى؟ 37هغوئ ورته ووئيل چې، ”عيسىٰ ناصرى تېرېږى.“ 38نو هغۀ اواز وکړو چې، ”اے عيسىٰ، د داؤد زويه، په ما رحم وکړه!“ 39چې مخکښې روان وُو هغوئ هغه جهنګولو او وئيل به يې چې چُپ شه، خو هغۀ لا زيات چغه وکړه چې، ”د داؤد زويه، په ما رحم وکړه!“
40عيسىٰ ودرېدو او حُکم يې وکړو چې هغه راولئ. کله چې هغه نزدې راغلو نو عيسىٰ تپوس وکړو چې،
41”تۀ غواړې چې زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ووئيل چې، ”اے مالِکه، زۀ غواړم چې بيا وګورم.“
42نو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”بينا شه؛ ستا ايمان تۀ بچ کړې.“
43نو سمدستى هغه بينا شو او د عيسىٰ پيروى يې وکړه او د زمونږ پلار لوئى يې بيانوله. ټولو خلقو چې دا وليدل هغوئ هم د زمونږ پلار ثناء ووئيله.