چاپ شوی
کتاب

د ټکر د سببونو او معافۍ په حقله

په ورځ کې اووه ځله وبخښئ. د یوې دانې په اندازه ایمان بس دی. هغه نوکران چې خپله دنده ترسره کوي د هېڅ اعتبار ادعا نه کوي. لس جذامیان روغېږي او یو، چې سامري دی، زموږ د پلار په ستاینه بېرته راځي. پاچاهي داسې ځای نه دی چې ګوته پرې ونیول شي؛ هغه دمخه د دوی په منځ کې ده.

څپرکی 17.

هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”د ګناه سببونه خامخا راتلونکى دى، خو په هغه چا افسوس چې د هغۀ په وسيله راځى! دا د هغۀ دپاره ښۀ دى چې د مېچن ګټ يې په غاړه راوځړولے شى او په سمندر کښې وغورزولے شى، نسبت دې ته چې د دغو وړو کوچنيانو نه يو په ټکر کړى.

”د ځان خيال ساتئ. کۀ ستاسو ورور ګناه وکړى، نو هغه ملامته کړئ، او کۀ هغه توبه وباسى، نو هغه ته معافى ورکړئ. کۀ هغه په يوه ورځ کښې اووۀ ځله ستاسو خلاف ګناه وکړى، او اووۀ ځله راستون شى او ووائى چې، ’زۀ توبه باسم،‘ نو هغه ته معافى ورکړئ.“

رسُولانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان زيات کړه!“

مالِک وفرمائيل چې، ”کۀ ستاسو ايمان د اوري دانې هومره وے، نو تاسو به دغه د توت ونې ته وئيلے شوئ چې، ’له جرړو سره راوخته او په سمندر کښې کېنوے شه،‘ او هغې به ستاسو خبره منله. تاسو کښې به څوک وى چې کۀ د هغۀ نوکر قلبه کوى يا ګډې څروى، نو کله چې هغه د پټى نه راشى، نو هغۀ ته به ووائى چې، ’ژر راشه او په دسترخوان کښې کېنه‘؟ آيا هغه به بلکې داسې ونۀ وائى چې، ’زما د ماښام ډوډۍ تيار کړه، او ملا وتړه او زما خدمت کوه تر څو چې زۀ خوراک او څښاک وکړم، بيا تۀ خوراک او څښاک وکړه‘؟

”آيا هغه د نوکر مننه کوى ځکه چې هغۀ هغه څۀ وکړل چې حُکم ورته شوے وو؟ نو همدا شان تاسو هم، کله چې هغه ټول څۀ وکړئ چې حُکم درته شوے وو، نو ووايئ چې، ’مونږ ناکاره نوکران يُو؛ مونږ خو يواځې خپل فرض ادا کړو.‘“

پلار لس جذاميان روغوى

کله چې هغه يروشلم ته روان وو، نو د سامريه او ګليل په مينځ کښې تېرېدو. کله چې هغه يو کلى ته داخل شو، نو لس کسان چې جذام ورته وو، هغۀ سره مخامخ شول. هغوئ لرې ودرېدل،

او په اوچت آواز يې چغې کړې چې، ”اے عيسىٰ، اُستاذه، په مونږ رحم وکړه!“

کله چې هغۀ هغوئ وليدل، نو ورته يې وفرمائيل چې، ”لاړ شئ او ځانونه اِمامانو ته وښايئ.“ نو کله چې هغوئ روان شول، نو پاک شول.

په هغوئ کښې يو، کله چې ويې ليدل چې روغ شوے دے، نو راستون شو او په اوچت آواز يې د زمونږ پلار ثناء وئيله، او د عيسىٰ په پښو باندې په مخ پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. هغه يو سامرى وو.

عيسىٰ وفرمائيل چې، ”آيا لس واړه پاک نۀ شول؟ نور نهه چرته دى؟ آيا د دې پردى نه علاوه بل څوک نۀ موندل کيدو چې راستون شى او د زمونږ پلار لوئى بيان کړى؟“ او هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”پاڅه او لاړ شه؛ ستا ايمان تۀ روغ کړې.“

بادشاهى لا دمخه ستاسو په مينځ کښې ده

کله چې فريسيانو هغۀ نه پوښتنه وکړه چې د زمونږ پلار بادشاهى به کله راځى، نو هغۀ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”د زمونږ پلار بادشاهى په ظاهرى نښو سره نۀ راځى، او نۀ به خلق وائى چې، ’وګوره، دلته ده!‘ يا ’هلته ده!‘ ځکه چې د زمونږ پلار بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“

هغۀ مريدانو ته وفرمائيل چې، ”داسې ورځې راتلونکې دى چې تاسو به د اِبن آدم د ورځو نه د يوې ليدلو ارمان کوئ، خو تاسو به يې ونۀ ګورئ. خلق به تاسو ته وائى چې، ’وګوره، هلته دے!‘ يا ’وګوره، دلته دے!‘ خو تاسو مۀ ځئ او د هغوئ پسې مۀ ځئ. ځکه چې لکه څنګه چې برېښنا بريښيږى او آسمان د يوې غاړې نه بلې غاړې ته روښانه کوى، هم هغه شان به اِبن آدم په خپله ورځ وى. خو اول به پکار وى چې هغه ډېر دُکهونه وګالى او د دې نسل له خوا رد کړے شى. لکه څنګه چې د نوح ورځې وې، هم هغه شان به د اِبن آدم ورځې وى. خلقو خوراک څښاک کولو، نکاحونه يې کول او واده يې ورکول، تر هغې ورځې پورې چې نوح کشتۍ ته داخل شو، او بيا سېلاب راغلو او هغه ټول يې هلاک کړل. همدا شان د لوط په ورځو کښې هم وو: خوراک، څښاک، رانيول، خرڅول، کرل او جوړول، خو په کومه ورځ چې لوط د سدوم نه ووتو، نو د آسمان نه اور او ګندهک ووريدل او هغه ټول يې هلاک کړل، هم هغه شان به په هغه ورځ وى کله چې اِبن آدم ظاهر شى. په هغه ورځ، څوک چې په بام باندې وى او سامان يې کور دننه وى، نو هغه دې د هغۀ راوړلو دپاره کوز نۀ شى؛ هم هغه شان، څوک چې په پټى کښې وى، نو هغه دې بيرته راونۀ ګرځى. د لوط ښځه رايادوئ. څوک چې د خپل ژوند بچ کولو کوشش کوى، هغه به يې له لاسه ورکړى، خو څوک چې خپل ژوند له لاسه ورکړى، هغه به يې وساتى. زۀ تاسو ته وايم، په هغه شپه به دوه کسان په يوه بستره کښې وى: يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى. دوه ښځې به يو ځائ مېچن ګرځوى؛ يوه به واخستلے شى او بله به پرېښودلے شى.“ a a v35 په ډېرو زړو نسخو کښې دلته آيت 36 نشته؛ وروستنيو نقلونو کښې دا زياتوى: ”دوه سړى به په پټى کښې وى؛ يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.“

هغوئ پوښتنه وکړه چې، ”چرته، اے مالِکه؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”چرته چې مُرده پروت وى، هلته به ګدان راجمع شى.“