د يوې کونډې ټول زړۀ
یوه کونډه دوه سکې اچوي او ویل کېږي چې تر ټولو یې زیات ورکړي. کله چې د معبد د تیږو ستاینه کېږي، عيسىٰ وايي چې له دې هېڅ به پاتې نشي، او جګړې، نیول، د کورنۍ له خوا خیانت، او د یروشلم محاصره بیانوي، او خپلو پیروانو ته وايي چې سم ودرېږئ او بیدار اوسئ.
21 1عيسىٰ پاس وکتل او وې ليدل چې دولتمند خلق خپل نذرانې د بيتُ المُقدس په خزانه کښې اچوى. 2هغۀ يوه غريبه کونډه هم وليده چې د مسو دوه وړې سکې يې اچولې.
3هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، دې غريبې کونډې د نورو ټولو نه زيات واچول. 4ځکه چې دې ټولو خپل نذرانې د خپلې زياتوالى نه ورکړل، خو دې د خپلې غريبۍ نه هغه هر څۀ ورکړل چې د خپل ژوند ګذران دپاره يې لرل.“
بيتُ المُقدس به ونړيږى
5کله چې ځنو خلقو د بيتُ المُقدس په حقله وئيل چې دا په ښائسته ډبرو او زمونږ پلار ته په وقف شوو نذرانو سينګار شوے دے، نو هغۀ وفرمائيل چې،
6”کوم څۀ ته چې تاسو ګورئ، هغه ورځې راتلونکې دى چې يوه ډبره به هم په بله ونۀ پاتې شى هره يوه به وغورزولے شى.“
7هغوئ تپوس وکړو چې، ”اے اُستاذه، دا څۀ وختونه کله به کيږى، او څۀ نښه به ښکاره کړى چې دا کارونه کېدونکى دى؟“
8هغۀ وفرمائيل چې، ”خبردار اوسئ، چې څوک مو دوکه نۀ کړى. ډېر به زما په نامه راشى او وائى به چې، ’زۀ هغه يم،‘ او، ’وخت نزدے دے.‘ د هغوئ پسې مۀ ځئ. 9کله چې تاسو د جنګونو او بغاوتونو خبرې واورئ، نو مۀ وېرېږئ. دا کارونه بايد اول وشى، خو آخرت به سمدستى نۀ راځى.“
10بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يو قوم به په بل قوم باندې پاڅيږى او يوه بادشاهى به په بله بادشاهى باندې. 11لوئ زلزلې به راشى، او په بېلو بېلو ځايونو کښې به قحطونه او وبائى ناروغۍ راشى، او د آسمان نه به وېرونکې او لوئ نښانې راشى. 12خو د دې ټولو نه مخکښې به هغوئ تاسو نيسى او ستا پسه ستا بيا به مو عبادت خانو او قيدخانو ته حواله کوى، او زما د نامه په خاطر به مو د بادشاهانو او حاکمانو مخکښې کشوى. 13دا به ستاسو دپاره د ګواهۍ ورکولو موقع وى. 14نو په خپلو زړونو کښې فيصله وکړئ چې خپل دفاع دپاره به مخکښې نه تيارى نۀ کوئ، 15ځکه چې زۀ به تاسو ته داسې خبرې او حکمت درکړم چې ستاسو هيڅ مخالف به يې نۀ د ردولو او نۀ د جواب ورکولو جوګه وى. 16تاسو به حتىٰ خپل مور پلار، وروڼو، خپلوانو او دوستانو له هم حواله کړے شئ، او هغوئ به ستاسو ځنې قتل کړى. 17زما د نامه په خاطر به ټول خلق په تاسو نفرت کوى. 18خو ستاسو د سر يو وېښته به هم نۀ تلف کيږى. 19د خپل صبر په وسيله به تاسو خپل ژوند بچ کړئ.“
20”کله چې تاسو وګورئ چې يروشلم د لښکرو نه راګېر شوے دے، نو پوهه شئ چې د هغۀ د ورانېدو وخت نزدے راغلے دے. 21نو بيا دې هغه خلق چې په يهوديه کښې دى غرونو ته وتښتى، او هغه چې په ښار کښې دى دې ترې ووځى، او هغه چې په بانډو کښې دى دې هغه ته ننوځى نه، 22ځکه چې دا د عذاب ورځې دى، کله چې به هر څۀ پوره شى چې ليکلے شوى دى. 23په هغو ورځو کښې به د اُميدوارو ښځو او د تى ورکوونکو مورو حال څومره خراب وى! ځکه چې په دې مُلک باندې به لوئ مصيبت راشى، او په دې قوم باندې به غضب راشى. 24هغوئ به د تورې په دم ووژلے شى او قيديان به کړے شى او ټولو قومونو ته به بوتلے شى. يروشلم به تر هغه وخته د قومونو په پښو لاندې کړے شى ترڅو چې د قومونو وختونه پوره نۀ شى.“
25”په لمر، سپوږمۍ او ستورو کښې به نښانې وى، او په زمکه باندې به قومونه په عذاب کښې وى، او د سمندر د چغو او څپو نه به حيران وى. 26خلق به د وېرې نه بې هوشه کيږى، او د هغه څۀ د آندېښنې نه چې په دُنيا راتلونکى دى، ځکه چې د آسمانونو قوتونه به وخوزولے شى. 27بيا به هغوئ اِبن آدم وينى چې په يوه ورېځ کښې به په قوت او لوئ جلال سره راځى. 28کله چې دا کارونه شروع شى، نو سيده ودرېږئ او خپل سرونه پورته کړئ، ځکه چې ستاسو خلاصون نزدے دے.“
29بيا هغۀ هغوئ ته يوه مِثال وفرمائيل چې، ”د انځر ونې او د ټولو ونو خوا ته وګورئ. 30کله چې هغه زرغونيږى، نو تاسو په خپله وينئ او پوهيږئ چې اوړے دمخه نزدے دے. 31همدغه شان، کله چې تاسو دا کارونه کېدل وګورئ، نو پوهه شئ چې د زمونږ پلار بادشاهى نزدے ده. 32زۀ تاسو ته رښتيا وايم، دا نسل به تر هغه وخته ختم نۀ شى ترڅو چې دا ټول کارونه ونۀ شى. 33آسمان او زمکه به ختم شى، خو زما خبرې به هيڅکله ختمې نۀ شى.“
34”د ځان خيال ساتئ، چې ستاسو زړونه د عيش و عشرت، نشې او د دُنيا د فکرونو نه دروند نۀ شى، او هغه ورځ په تاسو باندې ناڅاپه د دام په شان نۀ راشى. 35ځکه چې هغه به د ټولې زمکې په مخ باندې د اوسېدونکو ټولو خلقو باندې راشى. 36هر وخت خبردار اوسئ، او دُعا کوئ چې تاسو ته د دې هر څۀ نه د خلاصېدو طاقت درکړے شى چې راتلونکى دى، او د اِبن آدم په مخکښې په ودرېدو قادر شئ.“
37هغۀ به په ورځ کښې په بيتُ المُقدس کښې تعليم ورکولو، او په شپه کښې به بهر لاړو او د زيتونو په غر باندې به اوسېدو. 38او ټول خلق به سحر وختى د هغۀ خبرو اورېدلو دپاره بيتُ المُقدس ته د هغۀ طرف ته راتلل.