پولوس ايماندار مضبوط کوى
پولس تر نيمې شپې وروسته خبرې کوي او يو ځوان چې په کړکۍ کې ويده و، له درېيم پوړ څخه لوېږي او مړ کېږي؛ پولس ښکته ځي، هغه په غېږ کې نيسي، او هغه ژوندی کېږي. وروسته، په دې پوهېدو چې په يروشلم کې ځنځيرونه ورته انتظار باسي، د افسس مشرانو ته وايي چې زموږ د پلار رمه وساتي. هغوی ژاړي چې بيا به يې هېڅکله مخ ونه ويني.
20 1کله چې غوغا ختمه شوه، نو پولوس مريدان راوغوښتل، هغوئ ته يې حوصله ورکړه، د رُخصت سلام يې ورکړو او د مکِدُنيا دپاره روان شو. 2کله چې هغه د هغه علاقو نه تېر شو او ايماندارو ته يې ډېره حوصله ورکړه، نو يونان ته راغلو. 3هلته درے مياشتې پاتې شو، او کله چې يهوديانو د هغۀ خلاف سازش جوړ کړو، په داسې حال کښې چې هغه د شام دپاره د بېړۍ په ذريعه د تلو دپاره تيار وو، نو هغۀ فيصله وکړه چې د مکِدُنيا په لار واپس شى. 4د بيريه د پيرُس زوئ سوپاتُرس، د تهسلُنيکے ارِستَرخُس او سِکُندُس، د دربے ګيُس، تيمُتيُس او د ايشيا تيخِکُس او تروفيمُس د هغۀ سره روان شول. 5دا خلق مخکښې لاړل او زمونږ دپاره يې په تروآس کښې انتظار کولو. 6مونږ د بې خميرې ډوډۍ د ورځو نه پس د فِلِپى نه د بېړۍ په ذريعه روان شو او په پينځو ورځو کښې په تروآس کښې ورته ورسېدو، چرته چې مونږ اوه ورځې پاتې شو.
په تروآس کښې يو ځوان بيا ژوندے شو
7د هفتې په اوله ورځ، کله چې مونږ د ډوډۍ ماتولو دپاره راغونډ شو، نو پولوس هغوئ سره خبرې کولې، او چونکې هغۀ د بلې ورځې د تلو اراده کړې وه، نو هغۀ تر نيمې شپې پورې خبرې کولې. 8په هغه بالاخانه کښې چې مونږ په کښې راغونډ وو، ډېرې ډيوې وې. 9يو ځوان چې نوم يې يُوتِخُس وو، په کړکۍ کښې ناست وو او د پولوس د اوږدو خبرو دوران کښې په ګهره خوب کښې ډوب شو. کله چې هغه د خوب نه مغلوب شو، نو د درېم منزله نه ولوېدو او کله چې هغه راپورته کړے شو نو مړ وو. 10پولوس ښکته راغلو، په هغۀ باندې راټيټ شو او هغه يې په غېږ کښې ونيو او ووئيل چې، ”مۀ ګړبړېږئ، د هغۀ ساه په هغۀ کښې ده.“
11بيا هغه بيرته پورته لاړو، ډوډۍ يې ماته کړه او وې خوړه او تر سحر پورې يې هغوئ سره ډېرې خبرې وکړې، بيا روان شو. 12او هغوئ هغه ځوان ژوندے کور ته راوستلو او ډېره تسلى يې ومونده.
د مِلِتُس سفر
13مونږ د بېړۍ په ذريعه مخکښې اَسُس ته لاړو، چې هلته پولوس په بېړۍ کښې سور کړو، ځکه چې هغۀ د وچې په لار تلل خوښ کړى وو. 14او کله چې هغه په اَسُس کښې راسره مِلاو شو، نو مونږ هغه په بېړۍ کښې سور کړو او مِتُلينے ته راغلو. 15د هغه ځائ نه مونږ د بېړۍ په ذريعه روان شو او بله ورځ د خيُس مخامخ ورسېدو، د هغې نه بله ورځ په ساموس کښې ودرېدو او بله ورځ مِلِتُس ته ورسېدو. 16پولوس فيصله کړې وه چې د اِفِسُس نه د بېړۍ په ذريعه تېر شى، دې دپاره چې په ايشيا کښې وخت ضائع نۀ شى، ځکه چې هغه په تلوار کښې وو چې کۀ ممکن وى نو د پينتِکُست په ورځ يروشلم ته ورسيږى.
17د مِلِتُس نه هغۀ اِفِسُس ته پيغام ولېږلو او د کليسا مشران يې راوغوښتل چې ورته راشى. 18کله چې هغوئ راغلل، نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”تاسو ته معلومه ده چې د هغې اولې ورځې نه چې زۀ ايشيا ته راغلم، ما ستاسو په مينځ کښې په ټول وخت کښې څنګه ژوند تېر کړو، 19چې ما په پوره عاجزۍ، اوښکو او هغه آزمېښتونو سره چې د يهوديانو د سازشونو په سبب راباندې راغلل، د خپل مالِک عيسىٰ خدمت وکړو، 20چې ما هيڅ داسې خبره له تاسو نۀ ده پټه کړې چې ستاسو په فائده وى، بلکې ما تاسو ته په ښکاره او کور په کور بيان کړه او ښودلم، 21او ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکوله چې زمونږ پلار ته توبه راوړئ او زمونږ په مالِک عيسىٰ ايمان راوړئ. 22او اوس زۀ د روح په حُکم تړلے يروشلم ته روان يم، او زۀ نۀ پوهيږم چې هلته به راسره څۀ کيږى، 23خو دومره چې روحُ القُدس ما ته په هر ښار کښې وائى چې زنځيرونه او تکليفونه زما انتظار کوى. 24خو زۀ خپل ژوند ته هيڅ قدر نۀ ورکوم او نۀ يې زۀ د ځان دپاره قيمتى ګڼم، بس دا چې زۀ خپل سفر او هغه خدمت پوره کړم چې ما د خپل مالِک عيسىٰ نه ترلاسه کړو، او د زمونږ پلار د فضل د اِنجيل ګواهى ورکړم.
25او اوس زۀ پوهيږم چې تاسو کښې به هيڅوک بيا زما مخ ونۀ ويني، هغه چې زۀ ستاسو په مينځ کښې د زمونږ پلار د بادشاهۍ د منادۍ دپاره ګرځېدم. 26نو ځکه زۀ نن په دې ورځ تاسو ته ګواهى ورکوم چې زۀ د ټولو د وينو نه بې ګناه يم، a a v26 ”د ټولو د وينو نه بې ګناه“: پولوس وائى چې کۀ دلته څوک روحانى طور ضائع شوے وى، نو دا د هغۀ د خبردارى د کمى په سبب نۀ دى، ځکه چې هغۀ هيڅ خبره نۀ ده پټه کړې. 27ځکه چې ما د زمونږ پلار د ټول مقصد له بيانولو نه ځان وانۀ ساتلو. 28د ځان او د هغه ټول ګله خيال ساتئ چې روحُ القُدس تاسو پرې نګران مقرر کړئ، دې دپاره چې د زمونږ پلار د کليسا شپون شئ، کومه چې هغۀ د خپل زوئ د وينو په بدل کښې واخسته. b b v28 يونانى متن کښې لفظى طور داسې ليکلى دى ”د خپل د وينو په ذريعه،“ کوم چې FHB داسې ژباړلى دى ”د خپل زوئ،“ يعنې زمونږ پلار دا کليسا د خپل زوئ د وينو په قيمت باندې واخسته. پولوس هم هغه حقيقت په روميانو ۸:۳۲ کښې بيانوى: زمونږ پلار په خپل زوئ هم رحم ونۀ کړو بلکې هغه يې زمونږ ټولو دپاره حواله کړو. 29زۀ پوهيږم چې زما د تګ نه پس به ستاسو په مينځ کښې ظالم لېوۀ راننوځى، چې په ګله به رحم نۀ کوى. 30ستاسو په مينځ کښې به داسې سړى راپورته شى، چې خراب خبرې به کوى، دې دپاره چې مريدان د خپل ځان پسې راکاږى. 31نو خيال ساتئ او دا په ياد ساتئ چې ما درے کاله، شپه او ورځ، تاسو کښې هر يو له په اوښکو خبردارے کول پرې نۀ ښودل. 32او اوس زۀ تاسو زمونږ پلار او د هغۀ د فضل کلام ته سپارم، چې قادر دے چې تاسو ودان کړى او تاسو ته د ټولو پاکو شوو خلقو سره ميراث درکړى. 33ما د هيچا سپينو زرو، سرو زرو يا کپړو ته لالچ نۀ دے کړے. 34تاسو پخپله پوهيږئ چې دې لاسونو زما د ضرورتونو او د هغه کسانو چې زما سره وو، پوره کول. 35ما تاسو ته په هر څۀ کښې دا وښودله چې په دې طرز سره په سخت محنت سره کار وکړو، نو مونږ له په کار دى چې د کمزورو مدد وکړو، او د زمونږ د مالِک عيسىٰ هغه خبرې په ياد وساتو، چې هغۀ پخپله وفرمائيل، ورکول د اخستلو نه زيات برکت لرى.“
36او کله چې هغۀ دا خبرې وکړې، نو هغه د هغوئ ټولو سره په ګونډو شو او دُعا يې وکړه. 37هغوئ ټولو ژړل، او هغوئ پولوس په غېږ کښې ونيو او ښکلونه يې ورته وکړل، 38او د هغۀ د دې خبرو نه چې هغوئ به يې بيا مخ هيچرې ونۀ ويني، ډېر غمژن شول، او هغوئ هغه تر بېړۍ پورې بوتلو.