عيسىٰ د دروغژنو اُستاذانو نه خبردارے ورکوى
عيسىٰ اوه ځله پر هغو ښوونکو افسوس وايي چې پر نورو بارونه اچوي، د پیالې بهرنۍ خوا مینځي، او د هغو پېغمبرانو قبرونه ښايسته کوي چې د هغوی پلرونو وژلي وو — که څه هم هغوی یوازې یو پلار لري، په آسمان کې. پای یې پر یروشلم غم دی، هغه ښار چې انکار یې وکړ، هغه کور چې وران پرېښودل شو.
23 1بيا عيسىٰ ګڼو خلقو او خپلو مريدانو ته وفرمائيل،
2چې، ”شرعى عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ باندې ناست دى.
3”نو څۀ چې هغوئ تاسو ته وائى، هغه کوئ او ساتئ، خو څۀ چې هغوئ کوى هغه مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ وعظ کوى خو عمل پرې نۀ کوى. 4هغوئ درانۀ او ګران پېټى تړى او د خلقو په اوږو باندې يې ږدى، خو پخپله يې د خوزولو دپاره يوه ګوته هم نۀ خوزوى. 5هغوئ خپل ټول کارونه د دې دپاره کوى چې خلق يې وګورى، خپل تعويذونه پراخوى او د خپلو جامو ريزې اوږدوى، a a v5 تعويذونه: وړې چرمى ډبۍ چې د پاک کلام آيتونه پکښې وى، د دُعا په وخت کښې په تندى او کيڼ لاس باندې تړلے شى. 6او هغوئ په مېلمستياؤ کښې د عزت ځايونه او په عبادت خانو کښې غوره ناستې خوښوى، 7او په بازارونو کښې سلامونه او دا چې خلق ورته ”ربى“ ووائى. 8خو تاسو ته دې هيڅوک ”ربى“ ونۀ وائى، ځکه چې ستاسو يو اُستاذ دے، او تاسو ټول وروڼه يئ. 9او په زمکه باندې هيچا ته خپل پلار مۀ وايئ، ځکه چې ستاسو يو پلار دے، هغه چې په آسمان کښې دے. 10مۀ پرېږدئ چې څوک تاسو ته ”رهنما“ ووائى، ځکه چې ستاسو يو رهنما دے، هغه مسيح. 11په تاسو کښې چې تر ټولو مشر وى، هغه به ستاسو خدمتګار وى. 12څوک چې ځان اوچتوى، هغه به ټيټ کړے شى، او څوک چې ځان ټيټوى، هغه به اوچت کړے شى.
13اے شرعى عالمانو او فريسيانو، اے منافقانو! په تاسو افسوس دے، ځکه چې تاسو د زمونږ پلار د بادشاهۍ دروازه د خلقو مخې ته بندوئ، نۀ پخپله ور دننه کېږئ او نۀ هغو کسانو ته دننه کېدل پرېږدئ چې کوشش کوى. b b v13 تر ټولو زاړۀ نسخو کښې دلته ۱۴ آيت نشته؛ وروستنيو نقلونو کښې دا اضافه شوى دى: ”اے شرعى عالمانو او فريسيانو، اے منافقانو! په تاسو افسوس دے. تاسو د کونډو کورونه خورئ او د نندارې دپاره اوږدې دُعاګانې کوئ، نو ځکه به تاسو ته لويه سزا درکړے شى.“
15اے شرعى عالمانو او فريسيانو، اے منافقانو! په تاسو افسوس دے، ځکه چې تاسو سمندر او وچه ګرځئ چې يو کس خپل مذهب ته راوړئ، او کله چې راشى نو هغه تر ځانه دوه چنده زيات د دوزخ بچے جوړوئ.
16اے ړندو رهنمايانو، په تاسو افسوس دے! تاسو وايئ، ’کۀ څوک د بيت المُقدس قسم وخورى، نو هيڅ نۀ دى، خو کۀ څوک د بيت المُقدس د سروزرو قسم وخورى، نو هغه د قسم پابند دے.‘ 17اے ړندو احمقانو! کوم يو لوئ دے، سره زر، کۀ هغه بيت المُقدس چې سره زر مُقدس کوى؟ 18او تاسو وايئ، ’کۀ څوک د قربانګاه قسم وخورى، نو هيڅ نۀ دى، خو کۀ څوک د هغې د نذرانې قسم وخورى، نو هغه پابند دے.‘ 19اے ړندو! کوم يو لوئ دے، نذرانه، کۀ هغه قربانګاه چې نذرانه مُقدسه کوى؟ 20نو څوک چې د قربانګاه قسم خورى، هغه د قربانګاه او د هغه څۀ قسم خورى چې پرې پراتۀ دى. 21او څوک چې د بيت المُقدس قسم خورى، هغه د بيت المُقدس او د هغه ذات قسم خورى چې په هغې کښې اوسيږى. 22او څوک چې د آسمان قسم خورى، هغه د زمونږ پلار د تخت او د هغه ذات قسم خورى چې پرې ناست دے.
23اے شرعى عالمانو او فريسيانو، اے منافقانو! په تاسو افسوس دے. تاسو د پودينې، سويې او زيرې لسمه برخه ورکوئ، خو د شريعت د درانو خبرو — انصاف، رحم او وفادارۍ — نه غفلت کوئ. پکار دا وُو چې دا کارونه مو کړى وَى، خو هغه نور هم نۀ وَى پرېښى. 24اے ړندو رهنمايانو، تاسو ماشے صافوئ خو اوښ تېروئ!
25اے شرعى عالمانو او فريسيانو، اے منافقانو! په تاسو افسوس دے. تاسو د پيالې او رکابۍ بهر پاکوئ، خو دننه يې د لالچ او بېقابو خواهشاتو نه ډکې دى. 26اے ړندے فريسى! اول د پيالې او رکابۍ دننه پاک کړه، نو بهر به يې هم پاک شى.
27اے شرعى عالمانو او فريسيانو، اے منافقانو! په تاسو افسوس دے. تاسو د هغو سپينو شوو قبرونو په شان يئ چې بهر نه ښائسته ښکارى، خو دننه د مړو خلقو د هډوکو او هر قسم ناپاکۍ نه ډک دى. 28همدا شان تاسو هم د خلقو مخې ته د بهر نه صادقان ښکارئ، خو دننه د منافقت او بېدينۍ نه ډک يئ.
29اے شرعى عالمانو او فريسيانو، اے منافقانو! په تاسو افسوس دے، ځکه چې تاسو د نبيانو قبرونه جوړوئ او د صادقانو مزارونه سينګاروئ، 30او وايئ، ’کۀ مونږ د خپلو پلرونو په زمانه کښې ژوندى وَى، نو د نبيانو په وژلو کښې به مو د هغوئ سره ملګرتيا نۀ وه کړې.‘ 31نو تاسو پخپله د خپل ځان خلاف ګواهى ورکوئ چې تاسو د هغه کسانو زامن يئ چې نبيان يې وژلى وُو. 32نو تاسو د خپلو پلرونو پيمانه ډکه کړئ. 33اے مارانو، اے د کبرو مارانو اولاده، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاصى ومومئ؟ 34نو ګورئ، زۀ تاسو ته نبيان، عاقلان او عالمان لېږم. تاسو به ځنې ووژنئ او په سولۍ به يې کړئ، او ځنې به په خپلو عبادت خانو کښې ووهئ او له ښاره ښار ته به يې وځوروئ، 35دې دپاره چې په زمکه باندې د هر صادق تويه شوے وينه په تاسو راشى — د صادق هابيل د وينې نه نيولې د برکياه د زوئ زکرياه د وينې پورې، چې تاسو هغه د مُقدس ځائ او د قربانګاه په مينځ کښې وواژلو. 36زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ټول به په دې نسل راشى.
عيسىٰ د يروشلم دپاره ژاړى
37اے يروشلمه، اے يروشلمه، چې نبيان وژنې او هغه کسان سنګسار کوې چې تا ته لېږلے شوى دى! ما څو ځله وغوښتل چې ستا بچى راغونډ کړم، لکه څنګه چې چرګه خپل بچى د خپلو وزرونو لاندې راغونډوى، خو تاسو انکار وکړو. 38ګورئ، ستاسو کور تاسو ته ويران پرېښودے شو. 39زۀ تاسو ته وايم چې تاسو به ما بيا ونۀ وينئ ترڅو چې تاسو دا ونۀ وايئ، ’مبارک دے هغه څوک چې د زمونږ پلار په نامه راځى.‘“