د پلار په مېلمستيا کښې هر چا ته ښۀ راغلاست دے
یوه پسې بله پوښتنه د لومې په توګه ایښودل کېږي — د قیصر مالیه، هغه ښځه چې اوه ځله کونډه شوې، تر ټولو لوی حکم، له زموږ پلار سره په ټول وجود مینه — او هره یوه بېرته پر پوښتونکي ګرځول کېږي. بیا عيسىٰ د داؤد د رب په اړه خپله پوښتنه کوي، او بیا هېڅوک جرئت نه کوي چې ترې پوښتنه وکړي.
22 1عيسىٰ بيا په مثالونو کښې هغوئ ته وفرمائيل چې،
2”د زمونږ پلار بادشاهى د داسې يو بادشاه په شان ده چې خپل زوئ دپاره يې د وادۀ مېلمستيا تيار کړه. 3هغۀ خپل نوکران ولېږل چې بلل شوى مېلمانۀ د وادۀ مېلمستيا ته راوبلى، خو هغوئ د راتلو نه اِنکار وکړو. 4هغۀ بيا نور نوکران ولېږل او ورته يې ووئيل، ’بلل شوو ته ووايئ: ګورئ، ما خپله ډوډۍ تياره کړې ده، زما غويان او فربه شوى څاروى حلال شوى دى، هر څۀ تيار دى. د وادۀ مېلمستيا ته راشئ.‘ 5خو هغوئ پرې خيال ونۀ کړو او لاړل، يو خپل پټى ته او بل خپل کاروبار ته، 6او پاتې خلقو د هغۀ نوکران ونيول، بدسلوکى يې ورسره وکړه او ووژل يې. 7بادشاه ډېر په قهر شو، خپل لښکر يې ولېږلو، هغه خونيان يې هلاک کړل او د هغوئ ښار يې وسوزولو. 8بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ’د وادۀ مېلمستيا تياره ده، خو بلل شوى خلق د دې لائق نۀ وُو. 9نو تاسو لويو لارو ته لاړ شئ او څوک چې مومئ هغه د وادۀ مېلمستيا ته راوبلئ.‘ 10هغه نوکران لارو ته ووتل او څوک چې يې وموندل ټول يې راجمع کړل، بد او ښۀ، او د وادۀ تالار په مېلمنو ډک شو.
11”خو کله چې بادشاه د مېلمنو ليدو ته راننوتو، نو هغۀ يو داسې سړے وليدو چې د وادۀ جامې يې نۀ وې اغوستې. 12هغۀ ترې تپوس وکړو، ’اے دوسته، تۀ دې د وادۀ جامو نه بغير دلته څنګه راننوتې؟‘ خو هغه چپ پاتې شو. 13بيا بادشاه نوکرانو ته ووئيل، ’د هغۀ لاسونه او پښې وتړئ او بهرنۍ تيارې ته يې وغورزوئ، چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.‘ 14ځکه چې بلل شوى ډېر دى، خو غوره شوى لږ دى.“
زمونږ پلار ته هغه څۀ ورکوئ چې د هغۀ دى
15بيا فريسيان لاړل او صلاح يې وکړه چې هغه د هغۀ په خبرو کښې څنګه ونيسى.
16هغوئ خپل مريدان د هېروديانو سره هغۀ ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ پوهېږو چې تۀ رښتونے يې او د خُدائ پاک لاره په حقله رښتيا ښائى، تۀ د هيچا پرواه نۀ کوې، ځکه چې تۀ د خلقو مرتبې ته په کتو فيصله نۀ کوې. 17نو مونږ ته ووايه، ستا څۀ خيال دے: قيصر ته د محصول ورکول روا دى کۀ نه؟“
18خو عيسىٰ د هغوئ په بدنيتۍ پوهېدو، نو هغۀ وفرمائيل، ”اے منافقانو، تاسو ولې زما اِمتحان اخلئ؟ 19هغه سِکه راوښيئ چې د محصول دپاره کارولے کيږى.“ هغوئ يو دينار ورته راوړو.
20هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا د چا شکل او د چا نوم دے؟“
21هغوئ ووئيل، ”د قيصر.“ بيا هغۀ ورته وفرمائيل، ”نو هغه څۀ چې د قيصر دى قيصر ته ورکوئ، او هغه څۀ چې د زمونږ پلار دى زمونږ پلار ته.“
22کله چې هغوئ دا واورېدل، نو حيران شول، او هغه يې پرېښودو او لاړل.
زمونږ پلار د ژوندو خُدائ پاک دے
23په هم هغه ورځ صدوقيان هغۀ ته راغلل، هغه چې وائى بيا ژوندى کېدل نشته، او هغۀ ته يې تپوس وکړو، 24او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، موسىٰ فرمائيلى دى: کۀ يو سړے بې اولاده مړ شى، نو د هغۀ ورور دې د هغۀ کونډه ته واده وکړى او د خپل ورور دپاره دې نسل پېدا کړى. 25اوس زمونږ په مينځ کښې اوۀ وروڼه وُو. اول واده وکړو، مړ شو او بې اولاده خپله ښځه يې خپل ورور ته پرېښوده. 26همدغه شان دوېم او درېم، تر اووم پورې. 27تر ټولو وروستو، هغه ښځه هم مړه شوه. 28نو د بيا ژوندى کېدو په وخت کښې به هغه د دې اوو نه د چا ښځه وى؟ ځکه چې هغه د ټولو ښځه وه.“
29عيسىٰ جواب ورکړو، ”تاسو په غلطۍ کښې يئ، تاسو نۀ په صحيفو پوهېږئ او نۀ د زمونږ پلار په قدرت. 30ځکه چې د بيا ژوندى کېدو په وخت کښې به خلق نۀ واده کوى او نۀ به ورته واده کيږى، بلکې په آسمان کښې به د فرښتو په شان وى. 31اوس، د مړو د بيا ژوندى کېدو په حقله، آيا تاسو هغه څۀ نۀ دى لوستى چې زمونږ پلار درته فرمائيلى دى:
32’زۀ د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم‘؟ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے، بلکې د ژوندو.“
33کله چې خلقو دا واورېدل، نو د هغۀ په تعليم باندې حيران شول.
له خپل پلار سره په خپل ټول هستۍ مينه کوئ
34خو کله چې فريسيانو واورېدل چې هغۀ صدوقيان چپ کړل، نو هغوئ يو ځائ راجمع شول. 35د هغوئ نه يو، چې د شريعت عالم وو، د هغۀ اِمتحان اخستو دپاره ترې تپوس وکړو، 36”اُستاذه، په شريعت کښې لويه حُکم کوم دے؟“
37هغۀ ورته وفرمائيل، ”له خپل پلار سره په خپل ټول زړۀ، په خپل ټول روح او په خپل ټول عقل مينه کوه. 38دا لويه او اولنۍ حُکم دے. 39او دوېمه د دې په شان ده: د خپل ګاونډى سره دې داسې مينه کوه لکه د خپل ځان سره. 40په دې دوو حُکمونو ټول شريعت او پېغمبران ولاړ دى.“
مسيح د چا زوئ دے؟
41کله چې فريسيان يو ځائ راجمع وُو، نو عيسىٰ ترې تپوس وکړو، 42”د مسيح په حقله ستاسو څۀ خيال دے؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”د داؤد.“
43هغۀ ترې تپوس وکړو، ”نو داؤد بيا د روحُ القُدس په وسيله هغه ولې مالِک بولى، چې وائى،
44’زمونږ پلار زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى اړخ ته کښېنه، تر هغې چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم“‘؟
45نو کۀ داؤد مسيح مالِک بولى، نو مسيح د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“
46هيچا هغۀ ته د يوې کلمې جواب هم ورنۀ کړے شو، او د هغې ورځې نه بيا هيچا جرأت ونۀ کړو چې ترې نور څۀ تپوس وکړى.