چاپ شوی
کتاب

د زمونږ پلار نه هيڅ شے پټ نۀ دے

د منافقت او حرص پر وړاندې خبرداري، چې بنسټ یې یو بزګر دی چې په هغه شپه لوی ګودامونه جوړوي چې مري. بیا یې برعکس: چوغکې، کارغان او ګلان، او زموږ پلار پوهېږي چې تاسو څه ته اړتیا لرئ. نوکرانو ته ویل کېږي چې جامې اغوستې او ویښ پاتې شي، او عيسىٰ وايي چې هغه وېش راوړي.

څپرکی 12.

په دې وخت کښې چې زرهاوو خلق سره راټول شوى وُو او يو بل يې ښکولول، عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته وئيل شروع کړل چې، ”د فريسيانو د خمير نه ځانونه وساتئ، يعنې د منافقت نه. هيڅ شے داسې پټ نۀ دے چې ظاهر به نۀ شى، او هيڅ شے داسې پټ نۀ دے چې معلوم به نۀ شى. نو څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وئيلى دى هغه به په رڼا کښې واورېدے شى، او څۀ چې تاسو په بندو کوټو کښې په غوږ کښې وئيلى دى هغه به د بامونو نه اعلان کړے شى.

”زۀ تاسو ته وايم، اے زما دوستانو، د هغه چا نه مۀ يرېږئ چې بدن وژنى، او بيا د دې نه زيات هيڅ نۀ شى کولے. زۀ به تاسو ته وښايم چې د چا نه يرېږئ، د هغه چا نه يرېږئ چې د وژلو نه پس اختيار لرى چې تاسو دوزخ ته واچوى. هو، زۀ تاسو ته وايم، د هغۀ نه يرېږئ.

آيا پينځۀ چرګان د دوو ماشُو په بدل کښې نۀ پلورلے شى؟ خو د دوى نه يو هم زمونږ پلار ته هېر نۀ دے. a a v6 اسارِيون د تانبې يو وړوکے سکه وو چې قيمت يې کم وو، او د دغه دوو نه پينځۀ چرګان اخستے کېدل. خو د ستاسو د سر وېښتان هم ټول شمارلے شوى دى. مۀ يرېږئ، تاسو د ډېرو چرګانو نه زيات قيمتى يئ.

”او زۀ تاسو ته وايم، څوک چې زما اقرار د خلقو په مخکښې کوى، اِبن آدم به هم د هغۀ اقرار د زمونږ پلار د فرښتو په مخکښې کوى. خو څوک چې زما د خلقو په مخکښې اِنکار کوى، د هغۀ اِنکار به د زمونږ پلار د فرښتو په مخکښې وشى. هر څوک چې د اِبن آدم خلاف خبره کوى هغۀ ته به معافى وشى، خو څوک چې د روحُ القُدس خلاف کفر وائى هغۀ ته به معافى ونۀ شى. کله چې هغوئ تاسو د عبادت خانو، حاکمانو او اختيار والو مخکښې حاضر کړى، نو فکر مۀ کوئ چې څنګه به خپل ځان بچ کوئ يا څۀ به وايئ، ځکه چې روحُ القُدس به تاسو ته په هغه ساعت کښې ښائى چې څۀ تاسو ته وئيل په کار دى.“

هغه احمق چې زمونږ پلار يې هېر کړو

د ګڼې ګوڼې نه يو کس هغۀ ته ووئيل چې، ”اُستاذه، زما ورور ته ووايه چې زما سره ميراث ووېشى.“

خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”اے سړيه، زۀ په تاسو باندې قاضى يا منصف چا مقرر کړم؟“ بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”خبردار! د هر قسم لالچ نه ځان وساتئ، ځکه چې د چا ژوندون د هغۀ په مالونو باندې نۀ دے، که هغه هر څومره هم وى.“

او هغۀ هغوئ ته يوه مِثال ووئيلو چې، ”د يو مالدار سړى زمکې ښه فصل راوړو.

هغۀ په خپل زړۀ کښې سوچ وکړو چې، ’زۀ څۀ وکړم؟ زما خو داسې ځائ نشته چرته چې خپل فصل زېرمه کړم.‘ نو هغۀ ووئيل چې، ’زۀ به داسې وکړم، خپل ګودامونه به ونړوم، د دې نه لوئ به جوړ کړم، او هلته به خپل ټول غله او خپل ټول مال زېرمه کړم.‘ او زۀ به خپل ځان ته ووايم چې، ”اے ځانه، د ډېرو کالونو دپاره دې ډېر څۀ زېرمه کړى دى، نو آرام وکړه، خوراک وکړه، څښاک وکړه او عيش وکړه.“

خو زمونږ پلار هغۀ ته وفرمائيل چې، ’اے احمقه! نن شپه به ستا ژوندون د تا نه واپس غوښتلے شى. نو څۀ چې تا تيار کړى دى، هغه به د چا شى؟‘ دغه شان به د هر هغه چا سره کيږى چې د خپل ځان دپاره خزانه راټولوى خو د زمونږ پلار په لحاظ مالدار نۀ وى.“

زمونږ پلار پوهيږى چې تاسو ته څۀ په کار دى

بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”نو زۀ تاسو ته وايم، د خپل ژوندون فکر مۀ کوئ چې څۀ به خورئ، او نۀ د خپل بدن چې څۀ به اغوندئ. ځکه چې ژوندون د خوراک نه زيات دے، او بدن د جامو نه. کارغانو ته وګورئ، هغوئ نۀ کرى او نۀ رېبى، او نۀ کوم زېرمه خانه يا ګودام لرى، خو بيا هم زمونږ پلار هغوئ ته خوراک ورکوى. تاسو خو د مرغانو نه ډېر زيات قيمتى يئ! ستاسو نه کوم يو د فکر په ذريعه خپل عُمر ته يو ساعت زياتولے شى؟ نو کله چې تاسو دومره وړوکے کار نۀ شئ کولے، نو د نورو شيانو فکر ولې کوئ؟ وګورئ چې ګُلونه څنګه لويږى، نۀ محنت کوى او نۀ اوبدل کوى. خو زۀ تاسو ته وايم چې سليمان هم په خپل ټول شان و شوکت کښې د دې نه د يو په شان نۀ وو جوړ شوے. نو کۀ زمونږ پلار د پټى واښو ته داسې جامې ورکوى چې نن شته او سبا په تنور کښې اچولے شى، نو تاسو ته به هغه څومره نه زياتې جامې درکوى، اے کم ايمانو؟

د دې فکر مۀ کوئ چې څۀ به خورئ يا څۀ به څښئ، او پرېشان مۀ کېږئ. ځکه چې د دُنيا ټول قومونه د دغه شيانو په لټه کښې وى، خو ستاسو پلار پوهيږى چې دا شيان تاسو ته په کار دى. بلکې د زمونږ پلار بادشاهى لټوئ، او دا شيان به هم تاسو ته درکړے شى.

”مۀ يرېږئ، اے وړوکى رمې، ځکه چې ستاسو پلار ته دا خوښ شول چې تاسو ته بادشاهى درکړى. خپل مالونه وپلورئ او غريبانو ته يې ورکړئ. د ځان دپاره داسې بټوې جوړ کړئ چې زاړۀ نۀ شى، يعنې په آسمانونو کښې داسې خزانه چې هيڅکله ختميږى نه، چرته چې نۀ کوم غل راځى او نۀ يې کوم خوسے خرابوى. ځکه چې چرته چې ستاسو خزانه ده، هلته به ستاسو زړۀ هم وى.

کله چې مالِک بيا راشى نو تيار اوسئ

”تاسو تيار و جوړ اوسئ او خپل څراغونه بل ساتئ، د هغه نوکرانو په شان چې د خپل مالِک د واده نه د راتلو انتظار کوى، چې کله هغه راشى او در وټکوى، نو هغوئ سمدستى دروازه ورته خلاصه کړى. مبارک دى هغه نوکران چې مالِک يې د راتلو په وخت کښې ويښ ومومى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هغه به د خدمت دپاره خپل ځان تيار کړى، هغوئ به په دسترخوان کښې کښېنوى او راشى به چې هغوئ ته خدمت وکړى. کۀ هغه د نيمې شپې راشى او کۀ د سحر نه مخکښې، مبارک دى هغه نوکران چې هغه يې تيار ومومى. دا پوهه شئ، کۀ د کور مالِک ته معلومه وى چې غل به په کوم ساعت راځى، نو هغه به خپل کور ته لار ورکولے نۀ وو چې پرې نقب ولګوى. تاسو هم تيار اوسئ، ځکه چې اِبن آدم به په هغه ساعت کښې راشى چې تاسو به يې اُميد نۀ کوئ.“

پطروس ووئيل چې، ”مالِکه، آيا تۀ دا مِثال زمونږ دپاره وايې، کۀ د ټولو دپاره؟“

مالِک جواب ورکړو چې، ”هغه وفادار او عقلمند ګماشته څوک دے چې مالِک يې د خپلو نوکرانو سرپرست مقرر کوى چې هغوئ ته د وخت په وخت خوراک ورکوى؟ مبارک دے هغه نوکر چې مالِک يې د راتلو په وخت کښې داسې کوئ ومومى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هغه به دغه نوکر د خپلو ټولو مالونو سرپرست مقرر کړى. خو کۀ هغه نوکر په خپل زړۀ کښې ووائى چې، ’زما مالِک په راتلو کښې ناوخته کوى،‘ او د نوکرانو، سړو او ښځو وهل شروع کړى، او خوراک و څښاک وکړى او نشه شى، نو د هغه نوکر مالِک به په هغه ورځ راشى چې هغه به يې اُميد نۀ کوى، او په هغه ساعت کښې چې هغه به يې نۀ پوهيږى، او هغه به دوه ټوټې کړى او د بې ايمانو سره به يې ځائ ورکړى. هغه نوکر چې د خپل مالِک مرضۍ ته پوهيدو خو تيارى يې ونۀ کړله او نۀ يې په هغې عمل وکړو، هغۀ ته به ډېر ضربونه رسيږى. خو هغه چې نۀ پوهيدو، خو داسې څۀ يې وکړل چې د سزا لائق وو، هغۀ ته به کم ضربونه رسيږى. د هر هغه چا نه چې ډېر څۀ ورکړے شوى دى، ډېر به ترې غوښتلے شى، او هغه چې ډېر څۀ يې امانت ورکړے شوى دى، د هغۀ نه به نور هم زيات غوښتلے شى.

زوئ اور راوړى، سلامتى نه

”زۀ راغلم چې په زمکه باندې اور واچوم، او څومره به ښۀ وى کۀ هغه دمخه بل شوے وى! خو زما بپتسمه کول دى چې اخلم يې، او زۀ څومره پرېشان يم ترڅو چې هغه پوره نۀ شى! آيا تاسو دا ګومان کوئ چې زۀ راغلم چې په زمکه باندې سلامتى راوړم؟ نه، زۀ تاسو ته وايم، بلکې جُدائى. د اوس نه به په يو کور کښې پينځۀ کسان جُدا وى، درے د دوو خلاف او دوه د درو خلاف. هغوئ به جُدا شى، پلار د زوئ خلاف او زوئ د پلار خلاف، مور د لور خلاف او لور د مور خلاف، خواښې د خپلې نږور خلاف او نږور د خواښې خلاف.“

هغۀ ګڼې ګوڼې ته هم وفرمائيل چې، ”کله چې تاسو ورېځ د لوېدو په طرف پورته کېدونکې ووينئ، نو تاسو سمدستى وايئ چې، ’باران راځى،‘ او داسې کيږى هم.

او کله چې د جنوب هوا وچليږى، نو تاسو وايئ چې، ’ګرمى به وى،‘ او داسې کيږى هم. اے منافقانو! تاسو د زمکې او آسمان مخ لوستل راځى. نو تاسو ته د دې اوسنى وخت لوستل ولې نۀ راځى؟

”او تاسو په خپله ولې فيصله نۀ کوئ چې څۀ ثيک دى؟ کله چې تۀ د خپل مُدعى سره قاضى ته ځې، نو په لار کښې کوشش وکړه چې د هغۀ سره صلح وکړې، ګنې هغه به تا قاضى ته کش کوى، او قاضى به تا سپاهى ته حواله کوى، او سپاهى به تا په قيد خانه کښې واچوى. زۀ درته وايم چې تۀ به تر هغې نۀ خلاصيږې ترڅو چې وروستے پيسه هم ادا نۀ کړې.“