پلار دبوره او باراق راپورته کوى
د سیسرا د نهه سوه اوسپنیزو جنګي ګاډو لاندې شل کاله هغه وخت پای ته رسېږي چې دبوره، چې د خپلې خرما ونې لاندې قضاوت کوي، باراق راغواړي. هغه یوازې هغه وخت ځي چې دبوره هم ورسره لاړه شي، نو ویاړ یوې ښځې ته رسېږي. زموږ پلار جنګي ګاډي ماتوي، او یاعیل د تښتېدونکي سیسرا په شقیقه کې د خېمې میخ ټکوي.
4 1کله چې اِيهود مړ شو، نو بنى اِسرائيلو بيا د خپل پلار په نظر کښې بد کارونه وکړل. 2نو پلار هغوئ د کنعان د بادشاه يابين په لاس کښې وپلورل چې په حضور کښې يې حکومت کوو. د هغۀ د لښکر سردار سيسرا وو چې په حروشت هګوئيم کښې اوسېدو. 3بيا بنى اِسرائيلو زمونږ پلار ته فرياد وکړو، ځکه چې د سيسرا نهه سوه اوسپنيزې ګاډۍ وې او شل کاله يې په هغوئ باندې سخت ظلم کړے وو. 4په هغه وخت کښې دبوره، يوه نبيه، د لپيدوت ښځه، د اِسرائيل عدالت کوو. 5هغه به د اِفرائيم په غرنى علاقه کښې د رامه او بيتاېل په مينځ کښې د دبوره د کجورې د ونې لاندې کښېناسته، او بنى اِسرائيل به فېصلې دپاره هغې ته ورتلل. 6هغې په نفتالى کښې د قادِش نه د ابىنوعم زوئ باراق راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې، ”آيا زمونږ پلار، د اِسرائيل خُدائ پاک، تا له حُکم نۀ دے کړے چې: لاړ شه، د تبور غرۀ ته حرکت وکړه او د نفتالى او زبولون نه لس زره سړى د ځان سره بوځه. 7زۀ به سيسرا، د يابين د لښکر سردار، د هغۀ د ګاډيو او فوځ سره د قيشون سيند ته ستا د مقابلې دپاره راکش کړم، او تا له به يې په لاس کښې درکړم.“
8باراق هغې ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ زما سره لاړې شې نو زۀ به ځم، خو کۀ تۀ زما سره لاړه نۀ شې نو زۀ به نۀ ځم.“
9هغې ووئيل چې، ”زۀ به ضرور ستا سره ځم، خو په کومه لار چې تۀ ځې په هغې کښې به تا له لوئى نۀ ملاويږى، ځکه چې پلار به سيسرا د يوې ښځې په لاس کښې ورکوى.“ نو دبوره پاڅېدله او د باراق سره قادِش ته لاړه. 10باراق زبولون او نفتالى قادِش ته راوغوښتل، لس زره سړى د هغۀ شاته وختل او دبوره هم د هغۀ سره لاړه. 11حيبر قينى، چې د موسىٰ د سخر د حوباب د اولادې نه وو، د قينيانو نه بېل شوے وو او د قادِش په نزدې يې د ضعننيم تر ونې پورې خپل خېمه ودروله. 12کله چې سيسرا ته ووئيل شو چې د ابىنوعم زوئ باراق د تبور غرۀ ته ختلے دے، 13نو سيسرا خپلې ټولې ګاډۍ، نهه سوه اوسپنيزې ګاډۍ، او خپل ټول فوځ د حروشت هګوئيم نه د قيشون سيند ته راجمع کړل.
14دبوره باراق ته ووئيل چې، ”پاڅه! نن ورځ پلار سيسرا تا له په لاس کښې درکوى. آيا پلار ستا نه مخکښې نۀ دے وتلے؟“ نو باراق د لسو زرو سړو سره، چې د هغۀ شاته وُو، د تبور غرۀ نه راکوز شو او حمله يې وکړله. 15او پلار سيسرا، د هغۀ ټولې ګاډۍ او د هغۀ ټول لښکر د باراق په مخکښې په تُوره سره سخت وتښتول، او سيسرا خپله ګاډۍ پرېښووله او پل پياده وتښتېدو. 16باراق د ګاډيو او لښکر شاته د حروشت هګوئيم پورې ولاړو، او د سيسرا ټول لښکر په تُوره سره قتل شو، يو سړے هم پاتې نۀ شو.
17خو سيسرا پل پياده د حيبر قينى د ښځې يائيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حضور بادشاه يابين او د حيبر د کور په مينځ کښې سلامتى وه. 18يائيل د سيسرا د مقابلې دپاره ووته او ورته يې ووئيل چې، ”اے مالِکه، دننه راشه، ما ته دننه راشه، مۀ يرېږه.“ نو هغه د هغې خېمې ته دننه ورغلو او هغې هغه په يوه کمبل باندې پټ کړو.
19هغۀ ووئيل چې، ”مهربانى وکړه، لږې اوبۀ راکړه، زۀ تږے يم.“ هغې د پيو مشک خلاص کړو، هغۀ ته يې څښل ورکړل او بيا يې هغه پټ کړو.
20هغۀ هغې ته ووئيل چې، ”د خېمې په دروازه ودرېږه. کۀ څوک راشى او تپوس وکړى چې، ’آيا دلته څوک سړے شته؟‘ نو ووايه، ’نه.‘“
21خو يائيل، د حيبر ښځې، د خېمې يوه مېخ او هتوړے راواخستل، آرام په نرمۍ سره ورغله او داسې حال کښې چې هغه په ګهره خوب ويدۀ او ستومانه وو، مېخ يې د هغۀ د کوکۍ نه په زمکه کښې ننويستو. نو هغه مړ شو. 22همدغه وخت باراق راغلو چې د سيسرا تعاقب يې کوو، او يائيل د هغۀ د مقابلې دپاره ووته. هغې ووئيل چې، ”راشه، او زۀ به تا ته هغه سړے وښايم چې تۀ يې لټوې.“ نو هغه د هغې سره دننه ورغلو، او هلته سيسرا مړ پروت وو، مېخ د هغۀ د کوکۍ نه تېر شوے وو. 23په هغه ورځ پلار د کنعان بادشاه يابين د بنى اِسرائيلو په مخکښې مغلوب کړو. 24د بنى اِسرائيلو لاس د کنعان د بادشاه يابين په خلاف نور هم سخت کېدو، تر دې چې هغوئ هغه هلاک کړو.