چاپ شوی
کتاب

هغه قومونه چې د اِسرائيلو د آزمېښت دپاره پاتې شول

قومونه په ځمکه کې پاتې کېږي څو وازمویل شي چې اسرائیل به غوږ نیسي که نه. کله چې اسرائیل خپل پلار هېروي، کوشان رشعتایم اته کاله واکمني کوي، تر دې چې عتنیئیل راپورته کېږي. وروسته، چپ لاسی ایهود یوه توره په خپل ښي ورون پټوي، څربه پاچا عجلون په خپله بره کوټه کې وژني، او دروازه قلفوي.

څپرکی 3.

دا هغه قومونه دى چې زمونږ پلار د اِسرائيلو د آزمېښت دپاره پرېښودل، يعنې هغه ټول چې د کنعان د جنګونو نه يې هيڅ يو هم نۀ وو ليدلے. (دا يې يواځې ددې دپاره وکړل چې د اِسرائيلو هغه نسلونه چې مخکښې يې جنګ نۀ وو ليدلے، هغوئ جنګ زده کړى.). دا قومونه دا دى: د فلستيانو پنځۀ حاکمان، ټول کنعانيان، صيدانيان، او هغه حويان چې د لبنان په غرونو کښې د بعل‌حرمون د غرۀ نه تر لبو‌حمات پورې اوسېدل. دا ددې دپاره وُو چې د اِسرائيلو آزمېښت وشى چې آيا هغوئ به د زمونږ پلار هغه حُکمونه منى کۀ نه، چې د موسىٰ په وسيله د هغوئ پلرونو ته ورکړے شوى وُو. نو بنى اِسرائيل د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حويانو او يبوسيانو په مينځ کښې اوسېدل. هغوئ د دغو قومونو لوڼه په نکاح کړې، خپلې لوڼه يې د هغوئ زامنو ته ورکړې، او د هغوئ د بتانو عبادت يې وکړو.

پلار عتنى‌اېل راپورته کوى

بنى اِسرائيل د زمونږ پلار په نظر کښې بدى وکړه، خپل پلار يې هېر کړو، او د بعلانو او اشيرو عبادت يې وکړو. نو د زمونږ پلار غضب په اِسرائيل باندې بل شو، او هغۀ دوئ د ارام‌نهريم بادشاه کوشن‌رِشعتيم ته وپلورل، او بنى اِسرائيل اتۀ کاله د هغۀ غلامى وکړه. کله چې بنى اِسرائيل زمونږ پلار ته فرياد وکړو، نو هغۀ د هغوئ دپاره يو خلاصونکے راپورته کړو، يعنې د قنز زوئ عتنى‌اېل، چې د کالب کشر ورور وو، او هغۀ دوئ خلاص کړل. د زمونږ پلار روح په هغۀ باندې نازل شو، او هغۀ د اِسرائيلو اِنصاف وکړو. هغه جنګ ته لاړو، او زمونږ پلار د ارام بادشاه کوشن‌رِشعتيم د هغۀ په لاس کښې ورکړو، او د هغۀ لاس په کوشن‌رِشعتيم باندې غالب شو. نو په مُلک کښې څلوېښت کاله سکون راغلو، تر هغه چې د قنز زوئ عتنى‌اېل مړ شو.

پلار اېهود راپورته کوى

بنى اِسرائيل بيا د زمونږ پلار په نظر کښې بدى وکړه، او ځکه چې هغوئ دا بدى وکړه، نو زمونږ پلار د موآب بادشاه عجلون د اِسرائيل خلاف قوى کړو. عجلون عمونيان او عمالقيان راجمع کړل، لاړو او اِسرائيل يې ووهلو، او هغوئ د کجورو ښار ونيولو. بنى اِسرائيل اتلس کاله د موآب د بادشاه عجلون غلامى وکړه. بنى اِسرائيل بيا زمونږ پلار ته فرياد وکړو، نو هغۀ د جيرا زوئ اېهود چې يو کيڼ لاسے بنيامينى وو، د خلاصونکى په توګه راپورته کړو. هغوئ د هغۀ په لاس د موآب بادشاه عجلون ته محصول ولېږلو. اېهود د ځان دپاره يوه دوه مخه تُوره جوړه کړه چې اوږدوالے يې نژدې اتلس اِنچه وو، او هغه يې د خپلو جامو لاندې په خپل ښى پټ پورې وتړله. هغۀ محصول د موآب بادشاه عجلون ته وړاندې کړو، چې ډېر چاغ سړے وو. کله چې اېهود د محصول وړاندې کول خلاص کړل، نو هغه کسان يې واپس کړل چې دا يې راوړے وو. خو هغه د جلجال د نزدې بتانو نه واپس راوګرزېدو او ووئيل چې، ”اے بادشاه، زما ستا دپاره يو پټ پېغام شته.“ بادشاه ووئيل چې، ”چُپ شئ!“ او د هغۀ ټول خدمتګار ترې لاړل.

اېهود هغۀ ته ورنزدې شو، چې په خپله يخه بالاخانه کښې يواځې ناست وو. اېهود ووئيل چې، ”زما ستا دپاره د خُدائ پاک له طرفه يو پېغام شته.“ نو بادشاه د خپلې چوکۍ نه راپاڅېدو. اېهود خپل کيڼ لاس وغزولو، تُوره يې د خپل ښى پټ نه راواخسته، او د عجلون په ګېډه کښې يې وختله. د تُورې د څنډو سره دستے هم ننوتو، او چاغ غوښه پرې راټوله شوه. ځکه چې اېهود تُوره د هغۀ د ګېډې نه بهر رانۀ کښله، نو کولمې يې بهر راووتلې. نو اېهود برنډې ته ووتو، او د بالاخانې دروازې يې د ځان نه شا ته وتړلې او کُلپ يې پرې ولګولو.

کله چې هغه لاړو، نو د هغۀ نوکرانو راغلل او د بالاخانې دروازې يې کُلپ شوې وليدلې، نو هغوئ ووئيل چې، ”ضرور به په يخه کوټه کښې اِستنجاء ته ناست وى.“ هغوئ تر دې انتظار وکړو چې شرمنده شول، خو هغۀ لا هم د بالاخانې دروازې نۀ وې خلاصې کړې. نو هغوئ چابى راواخسته، دروازې يې خلاصې کړې، او خپل مالِک يې وليدلو چې په زمکه پرېوتے او مړ وو.

د هغوئ د ځنډ په وخت کښې اېهود وتښتېدو. هغه د بتانو نه اوړې لاړو، او سعيره ته وتښتېدو. کله چې هغه راورسېدو، نو د افرائيم په غرونو کښې يې ښکر وغږولو، او بنى اِسرائيل د هغۀ سره د غرونو نه راکوز شول، او اېهود د هغوئ مخکښې روان وو. هغۀ ووئيل چې، ”زما پسې راشئ، ځکه چې زمونږ پلار ستاسو دُښمنان، يعنې موآبيان، ستاسو په لاس کښې ورکړل.“ نو هغوئ د هغۀ پسې راکوز شول، او د موآب خلاف يې د يردن د سيند پړاوونه ونيول، او هيچا ته يې اوښتل اِجازت ورنۀ کړو. په هغه وخت کښې هغوئ نژدې لس زره موآبيان ووژل، چې ټول قوى او زورور سړى وُو، او يو هم ترې ونۀ تښتېدو. نو په هغه ورځ موآب د اِسرائيل د لاس لاندې مغلوب شو، او په مُلک کښې اتيا کاله سکون راغلو.

د هغۀ نه پس د عنات زوئ شمجر راغلو، چې د غوايانو په نيزه يې شپږ سوه فلستيان ووژل، او هغۀ هم اِسرائيل خلاص کړو.