د اَيوب ملګرى چپ شول
درې ملګري تسلیمېږي، او یو ځوان سړی چې نوم یې الیهو دی او ټول وخت یې غوږ نیولی و، په جوش راځي: پر ایوب غوسه دی چې ځان صادق ښيي، پر ملګرو غوسه دی چې پرته له ځوابه یې محکوم کړ. هغه وايي، حکمت د قادر مطلق له ساه راځي، نه له سپینو وېښتو.
32 1نو دغو درېو کسانو اَيوب ته جواب ورکول بند کړل، ځکه چې هغه د خپلو سترګو په نظر کښې صادق وو. 2بيا د بُوزى اليهُو، د بَرَکئيل زوئ، چې د رام د کورنۍ نه وو، غصه ډېره بله شوه. د هغۀ غصه په اَيوب باندې بله شوه ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک په ځائ خپل ځان صادق وګڼلو. 3د هغۀ غصه د اَيوب په درېو ملګرو باندې هم بله شوه، ځکه چې هغوئ کوم جواب نۀ وو موندلے او بيا هم اَيوب يې ملامته کړے وو. 4اليهُو د اَيوب سره په خبرو کولو کښې انتظار کړے وو ځکه چې نور ترې نه عمر لوئ وُو. 5خو کله چې اليهُو وليدل چې دغو درېو کسانو سره د وئيلو دپاره څۀ نۀ وو، نو د هغۀ غصه بله شوه. 6نو د بُوزى اليهُو، د بَرَکئيل زوئ، خبرې شروع کړې او ويې وئيل چې، ”زۀ په عمر کښې وړوکے يم، او تاسو زاړۀ ياست؛ ځکه خو ما ځان ايسار کړو، زۀ وېرېدم چې تاسو ته هغه څۀ ووايم چې زۀ پوهيږم. 7ما فکر وکړو چې، ’پرېږده چې عمر خبرې وکړى، او ډېر کلونه حکمت وښايى.‘ 8خو دا هغه روح دے چې په انسان کښې دے، د قادر مطلق ساه، چې پوهه ورکوى. 9دا زاړۀ نۀ دى چې هوښيار وى، او نۀ بوډاګان دى چې پوه شى چې څۀ حق دى. 10نو زۀ وايم، ما ته غوږ ونيسئ؛ زۀ به هم هغه څۀ ووايم چې زۀ پوهيږم. 11وګورئ، ما ستاسو د خبرو انتظار وکړو؛ ما ستاسو د دليلونو ته غوږ نيولے وو، تر دې چې تاسو د وئيلو دپاره څۀ لټول. 12ما تاسو ته پوره توجو درکړه؛ خو په تاسو کښې يو هم اَيوب غلط ثابت نۀ کړو او نۀ د هغۀ دليلونو ته يې جواب ورکړو. 13نو داسې مۀ وايئ چې، ’مونږ حکمت موندلے دے؛ پرېږدئ چې خُدائ پاک يې رد کړى، نۀ انسان.‘ 14اَيوب خپلې خبرې زما خلاف نۀ دى ترتيب کړې، او زۀ به هغۀ ته ستاسو په دليلونو جواب ورنۀ کړم. 15هغوئ حېران دى او نور يې د وئيلو دپاره څۀ نشته؛ خبرې ترې نه بندې شوې. 16آيا زۀ به انتظار کوم، اوس چې هغوئ چپ دى، اوس چې هغوئ هلته بېجوابه ولاړ دى؟ 17زۀ به هم خپله خبره وکړم؛ زۀ به هم هغه څۀ ووايم چې زۀ پوهيږم. 18ځکه چې زۀ د خبرو نه ډک يم؛ هغه روح چې په ما کښې دے ما مجبوروى. 19دننه، زۀ د هغه شرابو په شان يم چې د وتلو لار نۀ لرى، د نوو شرابو د څرمنې مشکو په شان چې د چاودلو په حال کښې وى. 20زۀ ته بايد خبرې وکړم او آرام ومومم؛ زۀ ته بايد خپلې شونډې پرانزم او جواب ورکړم. 21زۀ به د هيچا طرفدارى نۀ کوم، او زۀ به د هيچا خوشامد نۀ کوم؛ 22ځکه چې زۀ نۀ پوهيږم چې خوشامد څنګه وکړم—کۀ ما کړې وَى، نو زما پېدا کوونکے به زۀ ژر لرې کړے وم.“