اليهو اَيُوب ته خبرې کوى
الیهو ایوب ته وايي چې هغه هم یوازې خټه ده، د وېرې وړ څه نه دی. د هغه ځواب دا دی چې خدای خبرې کوي، په خوبونو کې او د ناروغۍ پر بستر په درد کې، څو انسان له کندې بېرته راوګرځوي، او یو منځګړی ښايي ووايي: هغه وژغوره، ما فدیه موندلې ده.
33 1”خو اوس اے اَيُوب، زما خبرو ته غوږ ونيسه؛ څۀ چې زۀ وايم هر څۀ ته غوږ کېږده. 2ګوره، ما خپله خله خلاصه کړې ده؛ زما ژبه زما په تالو باندې خبرې جوړوى. 3زما خبرې د سيده زړۀ نه راوځى، او زما شونډې په رښتينولۍ سره هغه څۀ وائى چې پوهيږى. 4د خُدائ پاک روح زۀ پېدا کړے يم، او د قادرِ مُطلق ساه ما ته ژوند راکوى. 5کۀ کولے شې، نو ما ته جواب راکړه؛ خپله مُقدمه زما په وړاندې ترتيب کړه، او ودرېږه. 6ګوره، زۀ د خُدائ پاک په وړاندې ستا په شان يم؛ 7زما نه د تا هيڅ وېره دې نۀ وى چې تا وډاروى، او زما د لورې هيڅ دباؤ دې په تا باندې بوجهه نۀ وى.
8”بېشکه تا زما په اورېدو کښې ووئيل، او ما ستا د خبرو هغه اواز واورېدو. 9’زۀ پاک يم، بې له بغاوته؛ زۀ صاف يم، او په ما کښې هيڅ ګُناه نشته. 10خو بيا هم هغه زما کمى مومى؛ هغه ما د خپل دُښمن په شان ګڼى. 11هغه زما پښې په کنده کښې اچوى؛ هغه زما ټولې لارې څارى.’
12”خو په دې کښې تۀ حق پر نۀ يې، زۀ تاته جواب درکوم، ځکه چې خُدائ پاک د هر انسان نه لوئ دے. 13تۀ ولې د هغۀ خلاف جګړه کوې چې هغه د سړى د خبرو هيڅ يوې ته جواب نۀ ورکوى؟ 14ځکه چې خُدائ پاک په يو ډول خبرې کوى، او بيا په بل ډول، 15په خوب کښې، د شپې په رويا کښې، کله چې خلق په خپلو بسترو باندې اوده وى او ژور خوب پرې راشى، 16نو هغه د هغوئ غوږونه خلاصوى او خپل تنبيهونه پرې نقش کوى، 17دې دپاره چې انسان د بدکارۍ نه واړوى او سړے د غرور نه وساتى، 18هغه د هغوئ روح د کندې نه ساتى، د هغوئ ژوند د تورې په وسيله د هلاکت نه.
19”انسان ته د هغۀ په بستر باندې د درد په وسيله هم ملامتى ورکولے شى، د هغۀ په هډوکو کښې د دوامدار درد سره، 20داسې چې د هغۀ ژوند د ډوډۍ نه کرکه کوى، او د هغۀ روح د غوره خوراک نه. 21د هغۀ غوښه ختمه کېږى، او د هغۀ هډوکى چې کله پټ وُو، باندې راوځى. 22د هغۀ روح قبر ته نزدې کيږى، او د هغۀ ژوند مرګ راوړونکو ته.
23”کۀ د هغۀ دپاره يو قاصد وى، يو بيچوالے، په زرو کښې يو، چې انسان ته هغه څۀ ووائى چې د هغۀ دپاره سيده دى، 24او پرې مهربانه شى او ووائى چې، ’دا د کندې نه د ښکته تلو نه خلاص کړه؛ a a v24 هغه فديه چې روح د کندې نه بچ کوى، د اليهو د خبرو نه هاخوا هغه فديې ته اِشاره کوى چې زمونږ پلار به يوه ورځ په عيسىٰ کښې برابرولے، هغه چې خپل ژوند يې د ډېرو دپاره فديه ورکړو. 25نو د هغۀ غوښه د ماشوم د غوښې نه زياته تازه کيږى؛ هغه د خپلې ځوانۍ ورځو ته بيا ورګرځى. 26هغه خُدائ پاک ته دُعا کوى، او عبادت کوونکے هغۀ ته منظور کېږى؛ عبادت کوونکے د خُدائ پاک مخ د خوشحالۍ په چغو سره وينى، او خُدائ پاک هغه سړى ته خپل صداقت واپس ورکوى. 27هغه د نورو په وړاندې سندرې وائى او وائى چې، ’ما ګناه وکړه او څۀ چې سيده وُو هغه مې کوږ کړل، 28هغۀ زما روح د کندې نه د ښکته تلو نه خلاصون ورکړو،
29”ګوره، خُدائ پاک دا ټول کارونه د انسان سره بيا بيا کوى، 30دې دپاره چې د هغۀ روح د کندې نه راواپس کړى، چې د ژوندو په رڼا سره روښانه شى.
31”اے اَيُوب، غور وکړه؛ ماته غوږ ونيسه. چُپ شه، او زۀ به خبرې وکړم. 32کۀ تۀ د وئيلو دپاره څۀ لرې نو ماته جواب راکړه؛ خبرې وکړه، ځکه چې زۀ به په خوشحالۍ سره تا بېګناه ووينم. 33کۀ داسې نۀ وى، نو ماته غوږ ونيسه؛ چُپ شه، او زۀ به تاته حِکمت درزده کړم.“