آيا د اِنسان دپاره اُميد شته؟
پرې شوې ونه د اوبو په بوی بیا ټوکېږي، خو انسان پرېوځي او نه پاڅېږي. ایوب حیران دی چې ایا مړي به ژوندي شي، تصور کوي چې تر هغه پټ پاتې شي چې غوسه تېره شي او بیا راوبلل شي، او وايي چې خدای هیله داسې خوري لکه اوبه چې ډبره خوري.
14 1”اِنسان چې د ښځې نه پېدا شوے دے، د هغۀ ورځې لږې او د تکليف نه ډک وى. 2هغه د ګُل په شان راټوکيږى او وچيږى، د سيوري په شان تښتى او نۀ پاتې کيږى. 3آيا تۀ په داسې يو کس باندې خپلې سترګې ايښې؟ او آيا تۀ ما د ځان سره عدالت ته راولې؟ 4څوک چې يو پاک شے د ناپاک نه راويستلے شى؟ هيڅوک نۀ. 5ځکه چې د هغۀ ورځې ټاکلې شوې دى، د هغۀ د مياشتو شمېر ستا سره دے، او تا هغه حدونه ټاکلى دى چې هغه ترې نۀ شى اوښتے، 6نو د هغۀ نه مخ واړوه، چې هغه آرام وکړى، ترڅو چې هغه د مزدور په شان خپله ورځ پوره کړى.
7”ځکه چې د ونې دپاره اُميد شته: کۀ هغه پرې شى، نو بيا به وټوکيږى، او د هغې نوي ښاخونه به ختم نۀ شى. 8اګر کۀ د هغې ريښه په زمکه کښې زړه شى او د هغې نيمه ونه په خاوره کښې مړه شى، 9د اوبو په بوئ به هغه وغوړيږى او د نوي بوټي په شان به ښاخونه راوباسى. 10خو انسان مړ شى او پرېوځى؛ سړے وروستۍ ساه اخلى، او هغه بيا چرته وى؟ 11لکه څنګه چې د جهيل نه اوبۀ ورکيږى، او يوه سيند وچ شى او ختم شى، 12هم هغه شان اِنسان څملى او بيا نۀ پاڅيږى، ترڅو چې آسمانونه پاتې نۀ شى، هغه به بيدار نۀ شى او د خپلې خوبه به ونۀ پاڅولے شى.
13”کاشکې تۀ ما په قبر کښې پټ کړې، او ترهغه ما پناه کړې چې ستا غصه ختمه شى، 14کۀ اِنسان مړ شى، آيا هغه به بيا ژوندے شى؟ زۀ به د خپل سخت کار په ټولو ورځو کښې انتظار کوم، ترڅو چې زما بيا تازه کېدل راشى. 15تۀ به اواز وکړې، او زۀ به تا ته جواب درکړم، تۀ به د خپلو لاسونو د کار آرزو وکړې. 16نو بيا به تۀ زما قدمونه شمېرې؛ تۀ به زما د ګناه نګرانى نۀ کوې. 17زما سرکشى به په يوه توبره کښې مُهر شوې وى، او تۀ به زما ګناه پټه کړې.
18”خو لکه څنګه چې يو غر راپريوځى او ټوټه ټوټه شى، 19لکه څنګه چې اوبۀ کاڼي هوار کوى او د هغې سېلابونه د زمکې خاوره بهوى، همداسې تۀ د انسان اُميد ختموې. 20تۀ هغه د تل دپاره زورول کوې، او هغه تېريږى؛ تۀ د هغۀ مخ بدرنګ کوې او هغه لرې لېږې. 21د هغۀ زامن عزت ته رسيږى، او هغه پرې نۀ پوهيږى؛ هغوئ ذليل کړى شى، او هغه خبر نۀ شى. 22هغه يواځې د خپل بدن درد محسوسوى، او يواځې د ځان دپاره ماتم کوى.“