د فلستيانو سره جنګ شروع کيږى
يوناتن پر يوه پوستې برید وکړ، فلستيان له بې شمېره جنګي ګاډو سره راټول شول، او اسرائيل په سمڅو کې پټ شول، داسې چې د تورې جوړولو لپاره يو پښ هم نه و. ساؤل چې وليدل لښکر يې تيتيږي، د انتظار پر ځای يې پخپله قرباني وړاندې کړه. هغه د خپل پلار حکم ونه مانه؛ پاچاهي به يې دوام ونه کړي.
13 1ساؤل دېرش کلن وو کله چې هغه بادشاه شو، او هغۀ په اِسرائيل باندې دوه څلوېښت کاله حکومت وکړو. a a v1 په دې آيت کښې عددونه د عبراني متن نه ورک شوى دى، چې داسې وائى ”ساؤل يو کلن وو… او دوه کاله يې حکومت وکړو.“ دلته عددونه د ډېرو نوو بائبلونو د قرائت سره سم دى. 2ساؤل د اِسرائيل درې زره کسان غوره کړل: دوه زره د هغۀ سره په مِکماس او د بيتايل په غرنى علاقه کښې، او يو زر د بنيامين په جِبعه کښې د يوناتن سره. باقى يې خپلو کورونو ته ولېږل، هر يو خپل خېمې ته. 3يوناتن د فلستيانو لښکر چې په جِبع کښې وو هغه ووهلو، او فلستيانو واورېدل. بيا ساؤل په ټول مُلک کښې بيګل وواهو او وې وئيل، ”دې عبرانى خلق واورى!“ 4ټول اِسرائيل واورېدل چې ساؤل د فلستيانو لښکر ووهلو، او دا چې اِسرائيل د فلستيانو دپاره بدبوئى شوے دے. نو خلق په جِلجال کښې ساؤل سره راجمع شول. 5فلستيان د اِسرائيل سره د جنګ دپاره راجمع شول—درې زره اسپ سورلۍ، شپږ زره آس سواره، او دومره لښکر چې د سمندر د غاړې د شګو په شان بې شماره وو. هغوئ راغلل او په مِکماس کښې يې د بيت آون په ختيځ خېمې ولګولې. 6کله چې د اِسرائيل سړو وليدل چې هغوئ په مصيبت کښې دى—خلق سخت تنګ شوى وُو—نو هغوئ په غارونو، بوټو، ګټو، کندو او کُهيو کښې پټ شول. b b v6 کُهى هغه د ډبرو نه جوړ شوى زېرِ زمينى حوضونه وُو چې د باران د اوبو د جمع کولو او ساتلو دپاره جوړ شوى وُو. 7څۀ عبرانيانو خو د اُردن نه هاخوا ګاد او جِلعاد ته هم تېر شول. خو ساؤل په جِلجال کښې پاتې شو، او ټول خلق په رپيدو سره د هغۀ پسې روان وُو.
ساؤل د پلار د کلام نه بغير عمل کوى
8هغۀ اووۀ ورځې انتظار وکړو، کوم وخت چې سموئيل مقرر کړے وو؛ خو سموئيل جِلجال ته رانۀ غلو، او خلق د هغۀ نه خواره شول. 9ساؤل ووئيل، ”سوزوونکې قربانى او د سلامتۍ قربانۍ ما له راوړئ.“ او هغۀ سوزوونکې قربانى وړاندې کړله.
10لکه چې هغۀ سوزوونکې قربانى ختمه کړله، سموئيل راغلو، او ساؤل د هغۀ د ملاقات او سلام دپاره ووتلو. 11سموئيل تپوس وکړو، ”تا دا څۀ وکړل؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”ما وليدل چې خلق زما نه خواره کيږى، او تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، او فلستيان په مِکماس کښې راجمع کيدل،
12نو ما سوچ وکړو چې، ’فلستيان به په جِلجال کښې ما باندې راشى، او ما لا تر اوسه د خپل پلار فضل نۀ دے غوښتے.‘ نو ما ځان مجبور کړو او سوزوونکې قربانى مې وړاندې کړله.“
13سموئيل ساؤل ته ووئيل، ”تا احمقانه کار وکړو. تا هغه حُکم ونۀ ساتلو کوم چې ستا پلار درکړے وو. کۀ تا دا ساتلے وے، نو ستا پلار به ستا بادشاهى په اِسرائيل باندې د تل دپاره قائمه کړې وه. 14خو اوس به ستا بادشاهى پاتې نۀ شى. ستا پلار د ځان دپاره يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ د زړۀ په مطابق وى، او هغه يې په خپلو خلقو باندې حاکم مقرر کړو، ځکه چې تا هغه څۀ ونۀ ساتل کوم چې هغۀ درته حُکم کړى وُو.“
15سموئيل جِلجال پرېښودو او د بنيامين جِبعه ته لاړو. ساؤل هغه خلق وشمارل چې د هغۀ سره وُو—تقريباً شپږ سوه سړى.
اِسرائيل بې وسلې پاتې کيږى
16ساؤل، د هغۀ زوئ يوناتن، او هغه خلق چې د هغوئ سره وُو، د بنيامين په جِبع کښې پاتې شول؛ فلستيانو په مِکماس کښې خېمې لګولې وې. 17د فلستيانو د لښکر نه لوټماران په درېو ډلو کښې ووتل. يوه ډله د شُوعال په مُلک کښې د عُفره په لورى واوختله؛ 18بله ډله د بيت حورون په لورى واوختله؛ او درېيمه ډله د هغه سرحد په لورى چې د ضبوئيم په دره ګوره، د بيديا په لورى. 19په ټول اِسرائيل کښې هيڅ اوسپن ګر ونۀ موندے شو، ځکه چې فلستيانو وئيلى وُو، ”کۀ نه، نو عبرانيان به تورې او نېزې جوړې کړى.“ 20نو ټول اِسرائيلى فلستيانو ته لاړل چې خپل د کولبو اوسپنه، کُدالونه، تبرونه او لورې تېرۀ کړى. 21اُجرت تقريباً د کولبو د اوسپنې، کُدالونو او څنګالونو د تېرۀ کولو دپاره د څلورمې برخې اونس چاندى وه، او د تبرونو د تېرۀ کولو او د انکولو د بيا تېرۀ کولو دپاره تقريباً د اتمې برخې اونس. c c v21 انکول هغه اوږده لښته وه چې سر يې تېره فلزى څوکه لرله او د غوايانو د روانولو دپاره استعماليدله. 22د جنګ په ورځ د ساؤل او يوناتن سره د ټولو خلقو نه د هيچا سره نه توره او نه نېزه وموندے شوه؛ صرف ساؤل او د هغۀ د زوئ يوناتن سره دا وې.
23د فلستيانو يوه ټولۍ د مِکماس درې ته ووته.