اسحاق ته د وعدې بيا تازه کول
قحطي بیا راځي او اسحاق د خپلې مېرمنې په اړه د خپل پلار دروغ تکراروي، او نیول کېږي. هغه شتمن کېږي ځکه چې زموږ پلار ورته برکت ورکوي، او د هغه څاګانې یوه په بل پسې نیول کېږي تر هغه چې هلته څاه کیني چېرته چې څوک ورسره جګړه نه کوي. بیا هغه پاچا چې پرې یې حسد کاوه، د تړون غوښتنې ته راځي.
26 1نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو، سوا د هغه مخکښې قحط نه چې د اِبراهيم په وختونو کښې راغلے وو. نو اسحاق د فلستيانو بادشاه ابى مَلِک ته، جرار ته لاړو.
2زمونږ پلار هغۀ ته ښکاره شو او وفرمائيل چې، ”مِصر ته مۀ کوز شه، بلکې په هغه مُلک کښې اوسېږه چې زۀ به يې درته ووايم. 3په دې مُلک کښې اوسېږه، او زۀ به ستا سره يم او برکت به درکوم، ځکه چې دا ټول مُلکونه به زۀ تا او ستا اولاد ته ورکوم، او هغه قسم به پوره کړم چې ما ستا د پلار اِبراهيم سره خوړلے وو. 4زۀ به ستا اولاد د آسمان د ستورو په شان زيات کړم او دا ټول مُلکونه به ستا اولاد ته ورکوم، او د ستا د اولاد په وسيله به د زمکې ټولې قومونه برکت ومومى، 5ځکه چې اِبراهيم زما خبره ومنله او زما امانت، زما حُکمونه، زما قانونونه او زما شريعت يې وساتل.“
6نو اسحاق په جرار کښې اوسېدو. 7هلته د ځائ سړيو د هغۀ د ښځې په حقله پوښتنه وکړه، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”دا زما خور ده“ — ځکه چې هغه وئيلو نه يرېدو چې ”زما ښځه ده“، ځکه يې فکر کولو چې، ”دلته سړى به ما د رِبکه په خاطر ووژنى، ځکه چې هغه ښائسته ده.“ 8کله چې اسحاق هلته ډېره موده تېره کړه، نو د فلستيانو بادشاه ابى مَلِک د کړکۍ نه کوز وکتل او اسحاق يې وليدو چې د خپلې ښځې رِبکه سره مينه کوى. 9نو ابى مَلِک اسحاق راوغوښتو او ورته ووئيل چې، ”دا خو يقيناً ستا ښځه ده! نو تا بيا څنګه ووئيل چې، ’دا زما خور ده‘؟“ اسحاق هغۀ ته ووئيل چې، ”ځکه چې ما فکر وکړو چې زۀ به د دې په خاطر مړ شم.“
10ابى مَلِک ووئيل چې، ”تا دا زمونږ سره څۀ وکړل؟ کېدے شو چې د قوم کوم يو سړے ستا د ښځې سره پروت وئ، او تا به پر مونږ باندې ګناه راوړې وه.“ 11نو ابى مَلِک ټول قوم ته حُکم ورکړو چې، ”څوک چې دې سړى يا د هغۀ ښځې ته لاس وروړى، هغه به خامخا ووژلے شى.“
12اسحاق په هغه مُلک کښې کښت وکړو او هم په هغه کال کښې يې سلو برابره فصل راټول کړو، ځکه چې زمونږ پلار هغۀ ته برکت ورکړو. 13هغه سړے دولتمند شو او لا دولتمنديدو تر دې چې ډېر غټ دولتمند شو. 14د هغۀ رمې او ګلې او د نوکرانو لوئ کور وو، نو ځکه فلستيانو پرې رشک کولو. 15فلستيانو هغه ټولې کوهيانې ډکې کړې وې چې د هغۀ د پلار نوکرانو د هغۀ د پلار اِبراهيم په وختونو کښې کيندلې وې. 16ابى مَلِک اسحاق ته ووئيل چې، ”زمونږ نه لاړ شه — تۀ زمونږ نه ډېر زورور شوے يې.“
17نو اسحاق له هغه ځائه لاړو او د جرار په دره کښې يې خېمه ولګوله او هلته اوسېدو. 18اسحاق هغه د اوبو کوهيانې بيا وکيندلې چې د هغۀ د پلار اِبراهيم په وختونو کښې کيندلے شوې وې، چې فلستيانو د اِبراهيم د مرګ نه پس ډکې کړې وې، او هغه نومونه يې پرې کېښودل چې د هغۀ پلار ورباندې کېښودلى وو. 19خو کله چې د اسحاق نوکرانو په دره کښې وکيندل او هلته يې د روانو اوبو يوه کوهى وموندله، 20نو د جرار شپنو د اسحاق د شپنو سره جګړه وکړه او ووئيل يې چې، ”دا اوبۀ زمونږ دى.“ نو هغۀ د هغې کوهۍ نوم عيسق کېښودو، ځکه چې هغوئ د هغۀ سره جګړه کړې وه. a a v20 د عيسق نوم معنىٰ ”جګړه“ ده. 21بيا هغوئ بله کوهى وکيندله، او د هغې په سر هم جګړه وشوه، نو هغۀ د هغې نوم سِطنه کېښودو. b b v21 د سِطنه نوم معنىٰ ”مخالفت“ ده. 22له هغه ځائه هغه لاړو او بله کوهى يې وکيندله؛ د هغې په سر يې جګړه ونۀ کړه، نو هغۀ د هغې نوم رحوبوت کېښودو، او ووئيل يې چې، ”اوس زمونږ پلار مونږ له ځائ جوړ کړو؛ مونږ به په دې مُلک کښې زياتيږو.“ c c v22 د رحوبوت نوم معنىٰ ”ځائ“ يا ”پراخه ميدانونه“ ده.
23له هغه ځائه هغه بئرسبع ته وختلو.
24په هغه شپه زمونږ پلار هغۀ ته ښکاره شو او وفرمائيل چې، ”زۀ د ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ ستا سره يم. زۀ به تا له برکت درکوم او ستا اولاد به زيات کړم، د خپل نوکر اِبراهيم په خاطر.“
25هلته هغۀ يو قربانګاه جوړ کړو او د زمونږ پلار نوم يې راوباللو، خپله خېمه يې ولګوله، او هلته د اسحاق نوکرانو يوه کوهى وکيندله.
26ابى مَلِک له جرار نه خپل مشير اَحُزت او د خپل لښکر سردار فيکول سره هغۀ ته راغلو. 27اسحاق هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ما له ولې راغلئ، حال دا چې تاسو له ما سره نفرت کولو او زۀ مو د ځان نه لرې کړم؟“
28هغوئ ووئيل چې، ”مونږ صفا وليدل چې خُدائ پاک ستا سره دے، نو مونږ ووئيل چې، ’زمونږ په مينځ کښې — ستا او زمونږ په مينځ کښې — دې يو قسم وى، او راځئ چې ستا سره يو لوظ وکړو، 29چې تۀ به زمونږ سره هيڅ بدى ونۀ کړې — لکه څنګه چې مونږ تا ته لاس ونۀ وروړو بلکې صرف نيکى مو درسره وکړه — او په سلامتۍ سره مو درخصت کړې. اوس خو تۀ د خُدائ پاک له طرفه برکت موندلے يې.‘“
30نو اسحاق هغوئ ته دعوت جوړ کړو، او هغوئ خوراک وکړو او څښاک يې وکړو. 31بل سحر وختي هغوئ يو بل سره قسم وخوړو؛ اسحاق هغوئ درخصت کړل، او هغوئ په سلامتۍ سره د هغۀ نه لاړل. 32په هغه ورځ د اسحاق نوکران راغلل او د هغې کوهۍ په حقله يې ورته خبر ورکړو چې کيندلې يې وه او ووئيل يې چې، ”مونږ اوبۀ وموندلې!“ 33نو هغۀ د هغې نوم شِبعه کېښودو؛ ځکه خو د هغه ښار نوم تر نن ورځې پورې بئرسبع دے. d d v33 شِبعه معنىٰ ’قسم‘ ده؛ بئرسبع معنىٰ ’د قسم کوهى‘ ده.
34کله چې عيسو د څلويښتو کالو شو، نو هغۀ د بئيرى حيتى لور يهوديت او د ايلون حيتى لور باسمت سره نکاح وکړه. 35او هغوئ د اسحاق او رِبکه دپاره د غم سبب وُو.