چاپ شوی
کتاب

د پولوس انجيل په يروشلم کښې تصديق شو

پولوس خپل انجیل یروشلم ته وړي او ستنې پرې هیڅ نه زیاتوي. وروسته هغه پطرس ته مخامخ ودرېږي ځکه چې له وېرې د غیر یهودیانو له دسترخوانونو شاته شو. هیڅوک د شریعت په ساتلو نه صادق کېږي؛ پولوس اوس د زموږ پلار په زوی د ایمان له لارې ژوند کوي.

څپرکی 2.

څوارلس کاله وروسته زۀ بيا د برنباس سره يروشلم ته لاړم، تيطُس مې هم ځان سره بوتلو. زۀ د الهام په وسيله لاړم او هغه انجيل مې چې زۀ يې د غير قومونو په مينځ کښې تبليغ کوم هغوئ ته وړاندې کړو — په پټه، هغو کسانو ته چې عزت لرى — دې دپاره چې زما ننے او تېر کوشش بې کاره نۀ وى. خو حتىٰ تيطُس ته چې زما سره وو او يونانى وو، د سُنت کولو مجبورى ونۀ شوه. دا د هغو دروغژنو وروڼو په سبب وو چې په پټه راوستل شوى وُو، او پټ راننوتل چې په هغه آزادۍ باندې جاسوسى وکړى کومه چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې لرو، ترڅو چې مونږ غلامان کړى. مونږ يوه شېبه هم هغوئ ته تسليم نۀ شو، دې دپاره چې د انجيل حقيقت ستاسو سره پاتې شى. څوک چې عزتمن ګڼلے شوى وُو — هغوئ چې هر څۀ وُو، زما دپاره هيڅ فرق نۀ کوى؛ زمونږ پلار د چا طرفدارى نۀ کوى — هغو عزتمنو کسانو ما ته هيڅ هم زيات نۀ کړل. بلکې هغوئ وليدل چې د بې سُنته کسانو دپاره انجيل ما ته سپارلے شوے وو، لکه څنګه چې پطروس ته د سُنت شويو دپاره سپارلے شوے وو. ځکه چې چا چې په پطروس کښې د سُنت شويو دپاره د رسالت کار وکړو، هم هغۀ په ما کښې هم د غير قومونو دپاره کار وکړو. کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا — چې ستنې ګڼلے شوى وُو — هغه فضل وپېژندلو چې ما ته ورکړے شوے وو، نو هغوئ ما او برنباس ته د رفاقت ښى لاس راکړو: چې مونږ به غير قومونو ته لاړ شُو، او هغوئ به سُنت شويو ته. هغوئ يواځې دا وغوښتل چې مونږ غريبان په ياد وساتُو — هم هغه کار چې زۀ يې کولو ته تيار وم.

پولوس په انطاکيه کښې د کيفا مخالفت وکړو

خو کله چې پطروس انطاکيه ته راغلو، نو ما د هغۀ مخامخ مخالفت وکړو، ځکه چې هغه ملامت وو. د يعقوب له طرفه د څو کسانو له راتلو نه مخکښې، هغۀ به د غير قومونو سره ډوډۍ خوړله؛ خو کله چې هغوئ راغلل، نو هغه شا ته شو او ځان يې جدا کړو، ځکه چې هغه د سُنت والو نه يرېدو. a a v12 ”د سُنت والا“ — هغه يهودى مسيحيان چې ټينګار يې کولو چې د غير قومونو ايماندارانو له بايد سُنت وشى ترڅو چې پوره قبول کړے شى. نورو يهوديانو هم په دې منافقت کښې د هغۀ ملګرتيا وکړه، تردې چې حتىٰ برنباس هم د هغوئ په منافقت کښې راکش شو. خو کله چې ما وليدل چې هغوئ د انجيل د حقيقت مطابق سم نۀ ګرځى، نو ما د ټولو مخکښې پطروس ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ چې يهودى يې، د غير قوم په شان ژوند کوې، نۀ د يهودى په شان، نو تۀ څنګه غير قومونه مجبورولې شې چې د يهوديانو په شان ژوند وکړى؟“

مونږ پخپله د پېدائش له مخې يهوديان يُو، او د غير قومونو ګناهګاران نۀ يُو، خو مونږ پوهېږو چې انسان د شريعت د کارونو په وسيله د خُدائ پاک په نزد صادق نۀ ګرځى، بلکې د عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو سره. مونږ هم په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو، دې دپاره چې د مسيح په ايمان صادق وګرځُو، نۀ د شريعت په کارونو — ځکه چې د شريعت کارونه هيڅ انسان صادق نۀ ګرځوى. خو کۀ مونږ چې په مسيح کښې د صادق ګرځېدو په لټه کښې يُو، پخپله هم ګناهګاران ومندلے شُو، نو آيا مسيح بيا د ګناه خادم دے؟ هرګز نه! ځکه چې کۀ زۀ هغه څۀ بيا جوړ کړم چې ما وران کړى وُو، نو زۀ پخپله ثابتوم چې مجرم يم. ځکه چې زۀ د شريعت په وسيله شريعت ته مړ شوم، دې دپاره چې زمونږ پلار ته ژوندے شم. زۀ د مسيح سره په سولۍ شوے يم. اوس زۀ نه يم چې ژوند کوم، بلکې مسيح دے چې په ما کښې ژوند کوى. هغه ژوند چې زۀ يې اوس په بدن کښې کوم، هغه زۀ د زمونږ پلار په زوئ باندې د ايمان په ذريعه کوم، چا چې ما سره مينه وکړله او خپل ځان يې زما دپاره ورکړو. زۀ د زمونږ پلار فضل نۀ ردوم؛ ځکه چې کۀ صداقت د شريعت په وسيله راځى، نو بيا مسيح بې فائدې مړ شو.