فضل او سلامتى غلطيه ته
د فضل د زېري څخه د پولوس سخته دفاع، د هغو په وړاندې چې غواړي ایمان ته د شریعت پیروي ورزیاته کړي. په مسیح کې آزادي یې موضوع ده.
1 1زۀ پولوس يو رسول يم، نۀ د اِنسانانو له طرفه او نۀ د اِنسان په وسيله، بلکې د عيسىٰ مسيح او د زمونږ پلار په وسيله، چې هغه يې د مرګ نه راژوندے کړو، 2او ټول هغه وروڼه او خوېندې چې زما سره دى، د غلطيې کليساګانو ته سلام وايم: 3د زمونږ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دې په تاسو باندې فضل او سلامتى وى، 4هغه چې زمونږ د ګناهونو دپاره يې خپل ځان ورکړو، دې دپاره چې مونږ د دې موجوده بدې زمانې نه خلاص کړى، د زمونږ د پلار په رضا سره، 5چې هغۀ ته دې تل تر تله لوئى وى. آمين.
بل هيڅ اِنجيل نشته
6زۀ حېران يم چې تاسو دومره ژر د هغۀ نه، چې تاسو يې د مسيح په فضل راوبللئ، يو بل اِنجيل ته اوړئ. 7داسې نۀ ده چې بل اِنجيل شته، خو ځنې خلق تاسو بېآرامه کوى او غواړى چې د مسيح اِنجيل بدل کړى. 8خو کۀ مونږ هم، يا د آسمان نه کوم فرښته، تاسو ته داسې اِنجيل تبليغ کړى چې د هغۀ نه مختلف وى چې مونږ تاسو ته تبليغ کړو، نو هغه دې لعنتى وى. 9لکه څنګه چې مونږ مخکښې ووئيل، اوس زۀ بيا وايم چې، کۀ څوک تاسو ته داسې اِنجيل تبليغ کړى چې د هغۀ نه مختلف وى چې تاسو منلے دے، نو هغه دې لعنتى وى.
10آيا زۀ اوس د خلقو رضا غواړم، کۀ د زمونږ د پلار؟ آيا زۀ کوشش کوم چې خلق راضى کړم؟ کۀ زۀ لا تر اوسه خلق راضى کول غوښتل، نو زۀ به د مسيح نوکر نۀ وم.
پلار پولوس په مستقيمه طريقه راوبللو
11اے وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو پوه شئ چې هغه اِنجيل چې ما تبليغ کړو، د اِنسان له طرفه نۀ دے. 12ما دا د هيڅ اِنسان نه نۀ دے منلے او نۀ دا راته ښوولے شوے دے، بلکې د عيسىٰ مسيح د ظاهرېدو په وسيله راغلو. 13تاسو زما د تېر وخت په حقله د يهوديت کښې اورېدلى دى، چې ما د زمونږ د پلار په کليسا باندې څومره سخت ظلم کولو او کوشش مې کولو چې هغه برباد کړم. 14زۀ د يهوديت کښې د خپل قوم د ډېرو همعمرو نه مخکښې تللے وم، او د خپلو پلرونو د رواجونو دپاره ډېر زيات جوشيلے وم. 15خو کله چې زمونږ پلار، چې زۀ يې د خپلې مور د ګېډې نه جدا کړم او په خپل فضل يې راوبللم، خوشحاله شو، 16چې خپل زوئ په ما کښې ظاهر کړى، دې دپاره چې زۀ د هغۀ د غېريهوديانو منځ کښې تبليغ وکړم، نو ما سمدستى د هيڅ چا نه مشوره وا نۀ خسته، 17او نۀ زۀ يروشلم ته لاړم، هغو رسولانو ته چې زما نه مخکښې وُو، بلکې زۀ عربستان ته لاړم او بيا بېرته دمشق ته راغلم.
18بيا، درې کاله پس، زۀ يروشلم ته لاړم چې له پطروس سره وپېژنم، او پنځلس ورځې ورسره پاتې شوم. 19خو ما د نورو رسولانو نه هيڅوک ونۀ ليدل، سوا د مالِک د ورور يعقوب نه. 20څۀ چې زۀ تاسو ته ليکم، زۀ د زمونږ د پلار په حضور کښې تاسو ته يقين درکوم چې زۀ دروغ نۀ وايم. 21بيا زۀ د شام او د کِليکيا علاقو ته لاړم. 22زۀ لا تر اوسه د يهوديې هغو کليساګانو ته چې په مسيح کښې دى، په شخصى طور ناپېژندګلو وم. 23هغوئ صرف دا اورېدلى وو چې، ”هغه څوک چې کله به يې په مونږ ظلم کولو، اوس هغه ايمان تبليغ کوى چې کله يې د برباد کولو کوشش کولو.“ 24او هغوئ زما په سبب د زمونږ پلار لوئى بيانوله.