چاپ شوی
کتاب

اوښکې خو تسلى ورکوونکے نشته

ښوونکی ظلم ويني چې هېڅ تسلي ورکوونکی نه لري او مړي له ژوندو ښه بولي. حسد ډېری کار پر مخ وړي. خو دوه له يوه ښه دي: څوک چې د لوېدو پر مهال دې پورته کړي، ګرم دې وساتي، ستا تر څنګ ټينګ ودرېږي. حتی يو مشهور پاچا هم ژر ناغوښتی شي.

څپرکی 4.

بيا ما وکتل او د لمر لاندې هر ظلم مې وليدو: په مظلومانو باندې اوښکې بهېدلې، خو هيڅوک نۀ وو چې هغوئ ته تسلى ورکړى؛ د هغوئ ظالمانو قدرت درلودو، خو تسلى ورکوونکے بيا هم نشته. نو ما ووئيل چې مړۀ چې مخکښې مړۀ شوى وُو، د هغه ژوندو نه چې لا تر اوسه ژوندى دى، زيات خوشحاله دى. خو د دواړو نه بهتر هغه څوک دے چې لا پېدا شوے نۀ دے، چا چې هغه بدى نۀ ده ليدلې چې د لمر لاندې کيږى. ما وليدل چې هر زحمت او هر هنر د يو ګاونډى په حسد باندې د بل سره پېدا کيږى. دا هم بې‌فائده دے، د هوا پسې منډه. احمق خپل لاسونه ټول کوى او ځان برباد کوى. د سکون سره يوه موټ ښه ده، د زحمت او د هوا پسې منډې سره د دوو موټو نه.

بيا ما د لمر لاندې يو بې‌فائده شے وليدو:

يو سړے يوازې دے، نۀ ملګرے لرى، نۀ زوئ او نۀ ورور؛ د هغۀ زحمت ته انتها نشته، خو سترګې يې هيڅکله په مال نۀ ماتيږى. ”زۀ د چا دپاره محنت کوم،“ هغه پوښتنه کوى، ”چې ځان د خوشحالۍ نه بې‌برخې ساتم؟“ دا هم يو سا ده — يو بد کار.

د يو نه دوه بهتر دى، ځکه چې د خپل زحمت دپاره ښۀ بدله مومى: کۀ يو ولوېږى، نو بل يې پورته کوى. خو په هغه چا افسوس دے چې يوازې لوېږى، او هيڅوک نشته چې هغه پورته کړى. بله دا چې کۀ دوه کسان يو ځائ پرېوزى، نو ګرم پاتې کيږى. خو يو کس يوازې څنګه ګرم پاتې شى؟ يو کس يوازې مغلوبولے شى، خو دوه مقابله کولے شى. د درو تارونو مزے ژر نۀ ماتيږى.

عقلمند ځوان او احمق بادشاه

يو غريب او عقلمند ځوان د هغه زوړ او احمق بادشاه نه بهتر دے چې نور نصيحت منل نۀ پوهيږى. کېدے شى هغه ځوان د قيد خانې نه راوتلے وى چې بادشاهى وکړى، يا کېدے شى په هم هغه بادشاهۍ کښې غريب پېدا شوے وى. ما هغه ټول ژوندى وليدل چې د لمر لاندې ګرځى راګرځى، چې د هغه ځوان مريدان شول، د بادشاه جانشين. هغه ټول خلق چې د هغۀ نه مخکښې راغلل، بې‌شماره وُو. خو هغه کسان چې وروسته راغلل، په هغۀ باندې خوش نۀ شول. دا هم بې‌فائده دے، د هوا پسې منډه.