دپاره دې نزدې شئ چې واورئ
د خدای کور ته د اورېدو لپاره ولاړ شه، نه د خبرو لپاره؛ خپلې خبرې لږې وساته او هغه څه پوره کړه چې نذر دې کړی. د پيسو مينه هېڅکله نه مړوي، شتمني په يوه بده سودا کې ورکېدی شي، او ته هماغسې لوڅ ځې لکه څنګه چې راغلی وې. د خپل کار له برخې خوند اخيستل د خدای ډالۍ ده.
5 1کله چې د خُدائ پاک کور ته ننوځې، نو خپل قدمونه وساته. نزدې شه چې واورې، نه چې د بېوقوفانو په شان قربانى ورکړې، ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې بدى کوى. 2خپله خُله مۀ بيړه کوه، او خپل زړۀ دې د خُدائ پاک په حضور کښې خبرو کولو ته ونۀ تلوارى، ځکه چې خُدائ پاک په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه يې، نو ستا خبرې دې لږې وى. 3ځکه چې د ډېرو کارونو نه خوب راځى، او د ډېرو خبرو نه د بېوقوف آواز. 4کله چې د خُدائ پاک سره څۀ لوظ وکړې، نو د ادا کولو کښې يې ځنډ مۀ کوه، ځکه چې هغه په بېوقوفانو خوشحاله نۀ دے. څۀ چې لوظ کوې، هغه ادا کوه. 5دا ښۀ ده چې لوظ ونۀ کړې، پۀ پرتله د دې چې لوظ وکړې او پوره يې نۀ کړې. 6خپلې خُلې ته مۀ پرېږده چې تا ګنهګار کړى، او قاصد ته مۀ وايه چې دا غلطى وه. ولې دې خُدائ پاک ستا په آواز غصه شى او ستا د لاسونو کار برباد کړى؟ a a v6 قاصد د خُدائ پاک له طرفه هغه د عبادتخانې عملدار يا کاهن دے چې لوظونه يې اخستل او ليکل. 7ځکه چې په ډېرو خوبونو او ډېرو خبرو کښې بېفائدې بړاس دے. نو تۀ د خُدائ پاک نه وېرېږه.
ظلم او د زمکې فائده
8کۀ تۀ وينې چې په کوم صوبه کښې په غريبانو ظلم کيږى او انصاف او صداقت پايمال کيږى، نو حېران مۀ شه، ځکه چې يو عملدار باندې د هغۀ نه بل لوئ نظر ساتى، او د هغوئ نه هم لوئ پرې ولاړ وى. 9خو د زمکې فائده د هر چا دپاره ده، حتىٰ بادشاه هم د پټى نه خدمت مومى.
10څوک چې د روپو مينه کوى، هغه هيچرې مړ نۀ شى، او څوک چې د مال مينه کوى، هغه هيچرې په آمدنۍ مړ نۀ شى. دا هم بېفائده دے. 11لکه څنګه چې مال زياتيږى، هم هغه شان خوړونکى يې زياتيږى. د هغۀ مالِک ته څۀ فائده ده، سوا د دې چې په خپلو سترګو يې وګورى؟
12د مزدور خوب خوږ وى، کۀ لږ خوراک کوى او کۀ ډېر، خو د مالدار سړى زياتوالے هغۀ ته خوب نۀ پرېږدى.
13ما د نمر لاندې يو تکليفناک بدى وليده، چې مال د خپل مالِک له خوا د هغۀ د نقصان دپاره ساتلے شوے وى. 14هغه مال په يو خراب کاروبار کښې ضائع شو، او کله چې د هغۀ زوئ پېدا شو، نو د هغۀ د ورکولو دپاره هيڅ پاتې نۀ شو. 15لکه څنګه چې د خپلې مور د ګېډې نه راغلے وو، هم هغه شان بربنډ به بيرته لاړ شى، او د خپل محنت نه به هيڅ شے په لاس کښې يوسى. 16دا هم يو تريخ بدى دے چې لکه څنګه چې راغلے وو، هم هغه شان به لاړ شى. نو هغۀ د باد دپاره محنت وکړو، ترې يې څۀ فائده وموندله؟ 17د خپل ژوند ټولې ورځې هغه په تيارۀ کښې خوراک کوى، او ډېر تکليف، بيمارى او غصه وى.
18ما دا وليدل چې دا ښۀ او مناسبه ده چې انسان خوراک وکړى، اوبۀ وڅښى، او د نمر لاندې په هغه ټول محنت کښې چې کوى يې، د خپل ژوند په هغو لږو ورځو کښې چې خُدائ پاک يې ورکوى، ښېګڼه وګورى، ځکه چې دا د هغۀ نصيب دے. 19همدارنګه، کله چې خُدائ پاک چا ته مال، مِلکيت او قوت ورکوى چې خوند ترې واخلى، او خپل حِصه قبوله کړى او په خپل محنت کښې خوشحالى ومومى، نو دا د خُدائ پاک بخښنه ده. 20هغه به د خپل ژوند ورځې کم يادوى، ځکه چې خُدائ پاک يې د زړۀ په خوشحالۍ مصروف ساتى.