چاپ شوی
کتاب

هيچرې مطمئن نه کېدل

يو سړی ښايي شتمني، عزت او سل اولادونه ولري او بيا هم اجازه ورنه کړل شي چې له هېڅ يوه خوند واخلي؛ ښوونکی وايي چې مړ زېږېدلی ماشوم له هغه ډېر آرام لري. لېوالتيا هېڅکله نه ډکېږي، حکمت هېڅ ګټه نه پېري، او هېڅوک نه پوهېږي چې وروسته څه کېږي.

څپرکی 6.

يو بد شے دے چې ما د لمر لاندې ليدلے دے، او دا د اِنسان په سر باندې درانه بار دے: يو سړے چې خُدائ پاک ورته دولت، مال او عزت ورکوى، او د هغۀ نفس چې هر څۀ غواړى هغه ورته کمى نۀ وى، خو خُدائ پاک هغۀ ته اِجازت نۀ ورکوى چې ترې خورى، بلکې يو پردے يې خورى. دا فانى دے، او يو بد ناروغى ده.

کۀ يو سړے سل بچى پېدا کړى او ډېر کاله ژوند وکړى، هر څومره چې يې عُمر اوږد وى، خو د هغۀ نفس په ښو شيانو مطمئن نۀ شى، او هغه حتىٰ دفن هم نۀ شى، نو زۀ وايم چې يو مړ زېږېدلے بچے د هغۀ نه ښۀ حال کښې دے. دا په فانيت کښې راځى او په تيارۀ کښې ځى، او تيارۀ د هغۀ نوم پټوى. اګر چې هغۀ نۀ لمر وليدو او نۀ يې څۀ وپېژندل، خو د هغۀ سړى نه زيات آرام لرى. کۀ هغه زر کاله دوه ځله هم ژوند وکړى خو هيچرې ښو نه مزه وانۀ خلى، نو آيا ټول هم هغه يو ځائ ته نۀ ځى؟ د اِنسان ټوله مشقت د هغۀ د خولې دپاره ده، خو د هغۀ هوس هيچرې مطمئن نۀ شى. عاقل سړى د کم عقله سړى نه څۀ زيات فائده لرى؟ غريب سړى د دې نه څۀ ګټه کوى چې هغه پوهيږى چې د نورو مخکښې به څنګه چلن کوى؟ د سترګو ليدل د خواهش د ګرځېدو نه ښۀ دى. دا هم فانى دے، او د هوا پسې منډه وهل ده. څۀ چې شته، د هغۀ نوم خو مخکښې نه کښېښودے شوے دے، او څۀ چې اِنسان دے، هغه معلوم دے، او هغه د ځان نه د يو زورور سره شخړه نۀ شى کولے.

څومره چې خبرې زياتې وى، هومره هر څۀ زيات فانى کيږى، نو دا چا ته څۀ فائده رسوى؟ ځکه چې څوک پوهيږى چې د اِنسان د فانى ژوند په لږو ورځو کښې، چې د سيوري په شان تېريږى، د هغۀ دپاره څۀ ښۀ دى؟ ځکه چې څوک هغۀ ته وئيلے شى چې د هغۀ نه پس به د لمر لاندې څۀ کيږى؟