هر څۀ دپاره يو وخت
هر څه خپل موسم لري، زېږون او مرګ، جګړه او سوله، او هېڅوک د هغه څه ټول نه شي درک کولی چې خدای کړي دي، که څه هم هغه په انساني زړه کې ابديت ايښی دی. فساد هلته ناست دی چېرته چې بايد انصاف وای. خلک او حيوانات يو شان ساه اخلي او يو قبر شريکوي.
3 1هر څۀ دپاره يو موسم شته، او د آسمان لاندې هر کار دپاره يو وخت مقرر دے: 2د پېدا کېدو يو وخت دے، او د مرګ يو وخت دے؛ د کرلو يو وخت دے، او د کرلى شوى شى د اوبخولو يو وخت دے؛ 3د وژلو يو وخت دے، او د روغولو يو وخت دے؛ د ړنګولو يو وخت دے، او د جوړولو يو وخت دے؛ 4د ژړا يو وخت دے، او د خندا يو وخت دے؛ د ماتم يو وخت دے، او د نڅا يو وخت دے؛ 5د کاڼو د غورزولو يو وخت دے، او د کاڼو د راټولولو يو وخت دے؛ د غېږ نيولو يو وخت دے، او د غېږ نيولو نه د ډډې کولو يو وخت دے؛ 6د لټولو يو وخت دے، او د ورکولو يو وخت دے؛ د ساتلو يو وخت دے، او د غورزولو يو وخت دے؛ 7د څيرلو يو وخت دے، او د ګنډلو يو وخت دے؛ د چوپ پاتې کېدو يو وخت دے، او د خبرو کولو يو وخت دے؛ 8د مينې يو وخت دے، او د کينې يو وخت دے؛ د جنګ يو وخت دے، او د سلامتۍ يو وخت دے.
9کارکوونکى ته د خپل محنت نه څۀ فائده رسى؟ 10ما هغه کار وليدو چې خُدائ پاک انسانانو ته ورکړے دے چې هغوئ پرې مشغول وى. 11هغۀ هر څۀ خپل وخت کښې ښائسته جوړ کړل، او د انسان په زړۀ کښې يې ابديت کېښودو، خو بيا هم هيڅوک هغه کار نۀ شى درک کولے چې خُدائ پاک له شروع نه تر آخره کړے دے. 12زۀ پوهيږم چې د دوئ دپاره د دې نه ښۀ بل څۀ نشته چې خوشحالى وکړى او تر څو چې ژوندى دى نېکى وکړى. 13همدا راز، چې هر څوک وخورى، وڅکى او په خپل ټول کار کښې اطمينان ومومى، دا د خُدائ پاک بخښنه ده. 14زۀ پوهيږم چې څۀ چې خُدائ پاک کوى هغه تل دپاره وى؛ نۀ پرې څۀ زيات کېدلى شى، او نۀ ترې څۀ کم کېدلى شى. هغۀ دا ځکه کړى دى چې خلق د هغۀ په وړاندې ويرېږى. 15څۀ چې اوس دى هغه مخکښې هم وو، او څۀ چې راتلونکى دى هغه هم مخکښې وو؛ او خُدائ پاک هغه څۀ لټوى چې تېر شوى دى.
د اِنصاف په ځائ کښې بدکارى
16ما د نمر لاندې دا هم وليدل: د اِنصاف په ځائ کښې بدى، او د صداقت په ځائ کښې بدى. 17ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، ”خُدائ پاک به د صادق او بدکار دواړو اِنصاف وکړى، ځکه چې هلته هر کار او هر عمل دپاره يو وخت شته.“ 18ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، ”خُدائ پاک انسانان ازمائى، دې دپاره چې هغوئ وګورى چې هغوئ خو يوازې حيوانات دى.“ 19د انسانانو او حيواناتو برخه يوه ده: لکه څنګه چې دا مرى هم هغه شان هغه مرى؛ د دواړو ساه يوه ده. انسان په حيوان باندې کوم برترى نۀ لرى، ځکه چې هر څۀ بخار دى. 20ټول يوې ځائ ته ځى؛ ټول له خاورې نه راغلل، او ټول بيا خاورې ته ګرځى. 21څوک پوهيږى چې آيا د انسان روح پورته ځى، او آيا د حيوان روح ښکته زمکې ته ځى؟ 22نو ما وليدل چې د دې نه ښۀ بل څۀ نشته چې انسان دې په خپل کار خوشحالى وکړى، ځکه چې همدا د هغۀ برخه ده. ځکه څوک هغۀ ته ښودلے شى چې د هغۀ نه پس به څۀ کيږى؟