عيسىٰ خپل اول مريدان راوبلل
پطروس ټوله شپه کب نیسي او هېڅ نه نیسي، بیا د عيسىٰ په خبره دومره کبان راکاږي چې له هغه غوښتنه کوي چې لاړ شي. یو جذامي سړی لمس کېږي. یو شل سړی له چت څخه ښکته کېږي او زموږ د پلار په قدرت بخښل کېږي، چې شریعت پوهان پرې سخت خوابدي کېږي. لاوی خپل ګمرکي ځای پرېږدي.
5 1يوه ورځ چې کله خلق د پلار کلام اورېدلو دپاره د عيسىٰ نه چاپېره راټول شول او په هغۀ باندې راتاؤ شول، نو هغه د ګنيسرت د جهيل په غاړه ولاړ وو. a a v1 د ګنيسرت جهيل د ګليل د سمندر بل نوم دے. 2هغۀ د جهيل په غاړه دوه کشتۍ ولاړې وليدې، چې ماهى نيوونکو پرېښى وې او خپلې جالونه يې پرېمينځل. 3هغه په يوه کشتۍ کښې چې د شمعون وه کښېناستو او هغۀ ته يې ووئيل چې لږ د غاړې نه اوبو ته يې بوځى، بيا کښېناستو او د کشتۍ نه يې خلقو ته تعليم ورکولو.
4کله چې هغۀ خبرې ختمې کړې، نو شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”کشتۍ ژورو اوبو ته بوځه او د ماهيانو نيولو دپاره خپلې جالونه وغورځوه.“
5شمعون جواب ورکړو چې، ”اُستاذه، مونږ ټوله شپه محنت وکړو خو هيڅ مو ونۀ نيول. خو ستا د وينا په سبب، زۀ جالونه غورځوم.“ 6کله چې هغوئ داسې وکړل، نو دومره ماهيان يې ونيول چې د هغوئ جالونه شلېدل. 7نو هغوئ خپلو ملګرو ته چې په بله کشتۍ کښې وُو اشاره وکړه چې راشى او مرسته يې وکړى. هغوئ راغلل او دواړه کشتۍ يې داسې ډکې کړې چې ډوبېدلو ته نژدے شوې. 8کله چې شمعون پطروس دا وليدل، نو د عيسىٰ په ګونډو راپرېوتو او ورته يې ووئيل چې، ”اے مالِکه، ما نه بېل شه، ځکه چې زۀ يو ګناهګار سړے يم!“ 9ځکه چې هغه او د هغۀ ټول ملګرى د نيولو شوو ماهيانو په ليدو حېران شول،
10او هم داسې يعقوب او يوحنا چې د زبدى زامن او د شمعون ملګرى وُو، هم حېران شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، له دې نه به پس تۀ انسانان نيسې.“
11نو هغوئ خپلې کشتۍ غاړې ته راوکښلې، هر څۀ يې پرېښودل او د هغۀ مريد شول.
يو سړے پاک کړے شو
12کله چې عيسىٰ په يو ښار کښې وو، نو يو داسې سړے راڅرګند شو چې په سخت جذام اخته وو. کله چې هغۀ عيسىٰ وليدو، نو په مخ راپرېوتو او عرض يې وکړو چې، ”اے مالِکه، کۀ تۀ غواړې، نو تۀ ما پاک کولے شې.“
13عيسىٰ خپل لاس وغزولو، هغه يې لمس کړو او وفرمائيل يې چې، ”زۀ غواړم. پاک شه.“ نو سمدستى جذام ترې لاړو.
14عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چې چا ته ونۀ وائى، ”خو لاړ شه، خپل ځان کاهن ته وښايه او د خپل پاکوالى دپاره هغه نذرانه وړاندې کړه چې موسىٰ حُکم کړے دے، د خلقو دپاره د ثبوت په طور.“
15خو د هغۀ د باب خبر لا زيات خور شو. ډېر خلق راټولېدل چې د هغۀ خبرې واورى او د خپلو ناروغيو نه روغ شى. 16خو عيسىٰ اکثر يوازې ويرانو ځايونو ته لاړ شى او دُعا به يې کوله.
د معافۍ دپاره د پلار قدرت
17يوه ورځ چې کله هغۀ تعليم ورکولو، نو فريسيان او د شريعت اُستاذان ناست وُو چې د ګليل د هرې کلى نه او د يهوديې او يروشلم نه راغلى وُو. او د پلار قدرت هلته وو چې هغه ناروغان روغ کړى. 18هم هغه وخت څو سړى يو شل سړے په کټ راوړلو، او کوشش يې کولو چې هغه دننه راولى او د عيسىٰ مخکښې يې کښېږدى. 19کله چې هغوئ ته د خلقو د ازدحام په وجه دننه راوستلو هيڅ لار ونۀ موندله، نو هغوئ بام ته وختل او هغه يې په خپل کټ باندې د خښتو د منځ نه راکوز کړو، د خلقو منځ ته، همدا د عيسىٰ مخکښې.
20کله چې عيسىٰ د هغوئ ايمان وليدو، نو وفرمائيل يې چې، ”اے يارانو، ستا ګناهونه درته معاف کړے شول.“
21نو شرعى عالمان او فريسيان بحث شروع کړو چې، ”دا څوک دے چې په خُدائ پاک باندې کفر وائى؟ د يوازې خُدائ پاک نه بغير څوک ګناهونه معافولے شى؟“
22عيسىٰ چې د هغوئ د زړونو خيالونه پوهېدو، نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې ولې داسې سوچ کوئ؟ 23کوم شے اسان دے، دا وئيل چې، ’ستا ګناهونه درته معاف شول،‘ کۀ دا وئيل چې، ’پاڅه او ګرځه‘؟ 24خو دې دپاره چې تاسو پوه شئ چې اِبن آدم ته په زمکه باندې اختيار دے چې ګناهونه معاف کړى“— هغۀ هغه شل سړى ته وفرمائيل —”زۀ درته وايم، پاڅه، خپل کټ واخله او کور ته لاړ شه.“
25نو سمدستى هغه د هغوئ مخکښې ولاړ شو، خپل کټ يې واخستو او د پلار لوئى بيانوونکے کور ته لاړو. 26نو ټول حېران شول. هغوئ د پلار لوئى بيانوله او د ويرې نه ډک شول او وې وئيل چې، ”مونږ نن عجيب شيان وليدل.“
عيسىٰ لاوى راوبللو
27د دې نه پس، عيسىٰ بهر لاړو او يو محصول راټولوونکے يې وليدو چې نوم يې لاوى وو، د محصول په دفتر کښې ناست وو. هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”زما مريد شه.“
28نو لاوى پاڅېدو، هر څۀ يې پرېښودل او د هغۀ مريد شو. 29بيا لاوى د عيسىٰ دپاره په خپل کور کښې يو لوئ دعوت ورکړو، او د محصول راټولوونکو او نورو خلقو يو لوئ ګڼ هجوم د هغوئ سره په دسترخوان ناست وو. 30خو فريسيانو او د هغوئ شرعى عالمانو د هغۀ مريدانو ته ګيله وکړه چې، ”تاسو د محصول راټولوونکو او ګناهګارانو سره ولې خورئ او څښئ؟“
31عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”روغ خلق نه خو ناروغ خلق طبيب ته محتاج وى. 32زۀ د صادقانو راوبللو دپاره نۀ يم راغلے، بلکې د ګناهګارانو، چې هغوئ توبه وباسى.“
د روژې په حقله يو سوال
33هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”د يوحنا مريدان اکثر روژه نيسى او دُعا کوى، او هم داسې د فريسيانو مريدان، خو ستا مريدان خورى او څښى.“
34عيسىٰ وفرمائيل چې، ”آيا تاسو د زوم ملګرى داسې روژه نيولے شئ چې کله زوم د هغوئ سره وى؟ 35خو داسې ورځې به راشى چې کله زوم د هغوئ نه بوتلے شى، نو بيا، په هغو ورځو کښې، به هغوئ روژه نيسى.“
36هغۀ هغوئ ته يوه مِثال هم وفرمائيل چې، ”هيڅوک د نوې جامې نه ټُکړه نۀ شلوى چې په زړه جامه يې وګنډى. که نه، نو هغه نوې جامه شلوى، او نوے ټُکړه د زړې جامې سره نۀ جوړېږى. 37هيڅوک نوے شراب په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، که نه، نو نوے شراب به مشکونه وچوى، شراب به توئ شى او مشکونه به خراب شى. 38نه، بلکې نوے شراب په نوو مشکونو کښې اچول په کار دى. 39او هيڅوک د زړو شرابو د څښلو نه پس نوے نۀ غواړى، ځکه چې هغه وائى چې، ’زاړۀ ښۀ دى.‘“