چاپ شوی
کتاب

دينه

دینه د یوه سیمه‌ییز شهزاده له خوا نیول کېږي او جبري تېری پرې کېږي، چې بیا ورسره واده کول غواړي. د هغې وروڼه په دروغجنه سوله ځواب ورکوي — ختنه غواړي، بیا د ښار ټول نارینه په هغه حال کې وژني چې په درد کې وي. د یعقوب یوازینی شکایت پر خپل ځان راتلونکی خطر دی.

څپرکی 34.

دينه چې د ليئه لور وه او د يعقوب دپاره يې زېږولې وه، د دې ملک د پېغلو ليدلو دپاره بهر لاړه. کله چې د دغه ملک سردار، د حوى حمور زوئ شکيم هغه وليده، نو هغه يې ونيوله او ورسره يې کوروالے وکړو او بے عزته يې کړه. د هغۀ زړۀ د يعقوب په لور دينه پورې وتړلے شو، هغۀ له پېغلې سره مينه وکړله او د هغې زړۀ ته يې خبرې وکړې. نو شکيم خپل پلار حمور ته ووئيل، ”دا پېغله ما له د ښځې کولو دپاره راوله.“

يعقوب واورېدل چې شکيم د هغۀ لور دينه ناپاکه کړې ده، خو د هغۀ زامن د هغۀ د څارويو سره په پټو کښې وُو، نو يعقوب څۀ ونۀ وئيل ترڅو چې هغوئ راغلل. بيا د شکيم پلار حمور يعقوب ته بهر راغلو چې ورسره خبرې وکړى. کله چې د يعقوب زامن د پټو نه راغلل او دا يې واورېدل، نو دغه سړى ډېر غمژن او قهرجن شول، ځکه چې شکيم په اِسرائيل کښې يو شرمناک کار کړے وو، چې د يعقوب له لور سره يې کوروالے وکړو، داسې کار چې نۀ ښائى کېدل. حمور هغوئ سره خبرې وکړې، ”زما زوئ شکيم ستاسو د لور دپاره بے تابه دے. مهربانى وکړئ هغه هغۀ له د ښځې کولو دپاره ورکړئ. زمونږ سره وادونه وکړئ، خپلې لوڼه مونږ له راکړئ او زمونږ لوڼه خپلو ځانونو دپاره واخلئ. زمونږ سره اوسئ، دا ملک ستاسو مخې ته پروت دے، په دې کښې مېشت شئ، تجارت وکړئ او ملکيت لاسته راوړئ.“

شکيم د هغې پلار او وروڼو ته ووئيل، ”زۀ دې ستاسو په نظر کښې مِهر ومومم، څۀ چې ما ته ووايئ، زۀ به يې درکړم. ما نه هر څومره لوئ وليور او تحفه وغواړئ، زۀ به يې ورکړم. تاسو يواځې دا پېغله ما له د ښځې کولو دپاره راکړئ.“

د يعقوب زامنو شکيم او د هغۀ پلار حمور ته په دوکه سره جواب ورکړو، ځکه چې شکيم د هغوئ خور دينه ناپاکه کړې وه. هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دا کار نۀ شو کولے چې خپله خور يو بے ختنه سړى ته ورکړو، دا به زمونږ دپاره شرم وى. مونږ يواځې په دې يوه خبره راضى يُو، کۀ تاسو زمونږ په شان شئ، چې ستاسو هر نارينه ختنه شى. نو مونږ به خپلې لوڼه تاسو له درکړو او ستاسو لوڼه به خپلو ځانونو دپاره واخلو، تاسو سره به اوسو او يو قوم به شو. خو کۀ تاسو زمونږ خبره ونۀ منئ او ختنه نۀ شئ، نو مونږ به خپله لور واخلو او لاړ به شو.“

د هغوئ خبرې حمور او د هغۀ زوئ شکيم ته ښې ښکاره شوې. دغه ځوان ناستے نۀ شو، ځکه چې هغه د يعقوب په لور خوشحاله وو او د خپل پلار په کور کښې ترټولو زيات عزتمن وو. حمور او د هغۀ زوئ شکيم د خپل ښار دروازې ته راغلل او د خپل ښار نارينه وو ته يې ووئيل چې، ”دا سړى زمونږ سره په سوله کښې دى. پرېږدئ چې په دې ملک کښې اوسېږى او تجارت دې پکښې کوى، دا ملک د هغوئ دپاره کافى پراخ دے. مونږ به د هغوئ لوڼه د ښځو کولو دپاره اخلو او خپلې لوڼه به هغوئ له ورکوو. خو دا سړى يواځې په دې شرط باندې زمونږ سره د يو قوم په شان د اوسېدو دپاره راضى کيږى چې زمونږ هر نارينه ختنه شى، لکه څنګه چې هغوئ ختنه شوى دى. ايا د هغوئ څاروى، ملکيت او ټول حيوانات به زمونږ نۀ شى؟ تاسو يواځې هغوئ سره راضى شئ، نو هغوئ به زمونږ سره اوسېږى.“

هر هغه چا چې د هغۀ د ښار د دروازې نه بهر راتلل، د حمور او د هغۀ د زوئ شکيم خبره يې ومنله، او هر نارينه ختنه شو، هر هغه څوک چې د هغۀ د ښار د دروازې نه بهر راتلل. درېمه ورځ، چې هغوئ لا تر اوسه په درد کښې وُو، د يعقوب دوو زامنو، شمعون او لاوى، چې د دينه وروڼه وُو، هر يو خپله تُوره واخسته او په بے خبره ښار باندې راغلل او هر نارينه يې قتل کړو. حمور او د هغۀ زوئ شکيم يې په تُوره قتل کړل او دينه يې د شکيم د کور نه راوسته او لاړل. د يعقوب زامن په وژلو شوو باندې راغلل او ښار يې لوټ کړو، ځکه چې د هغه ځائ سړو د هغوئ خور ناپاکه کړې وه. هغوئ د هغوئ رمې، د هغوئ غوايان، د هغوئ خره او څۀ چې په ښار او په پټو کښې وو، ټول يې واخستل. د هغوئ ټول مال، د هغوئ ټول ماشومان او د هغوئ ښځې يې بندى کړې او څۀ چې په کورونو کښې وو، ټول يې لوټ کړل. يعقوب شمعون او لاوى ته ووئيل، ”تاسو په ما باندې مُصيبت راووست، چې ما يې د دې ملک د اوسېدونکو، کنعانيانو او فرزيانو په نظر کښې بدبويه کړم. زما سړى لږ دى، کۀ هغوئ زما خلاف يو ځائ شى، نو حمله به وکړى او زۀ به تباه شم، زۀ او زما کورنۍ.“

خو هغوئ ووئيل، ”ايا هغۀ ته ښائى چې زمونږ خور د يوې کسبۍ په شان وګڼى؟“