يهوديانو په خپلو دښمنانو باندې غلبه وموندله
په هغه ورځ چې د هغوی د تباهۍ لپاره ټاکل شوې وه، پر ځای یې د یهودانو دښمنان غورځېږي — د هامان لس زامن، او په ولایتونو کې پنځه اویا زره، پرته له دې چې غنیمت واخیستل شي. بیا مردخای او استر دا جګړه په یوه کلني اختر، پوریم، کې ثبتوي: آرام، د خوړو ډالۍ، او بېوزلو ته ډالۍ.
9 1د دولسمې مياشتې يعنې ادار په دَيارلسمه ورځ، چې کله د بادشاه حُکم او فرمان نافذېدو ته نزدې وو، هغه ورځ چې د يهوديانو دښمنانو په دوئ باندې غلبه موندلو اُميد کړے وو، نو برعکس شو، يهوديانو په خپلو دښمنانو باندې غلبه وموندله. 2يهوديان د اَخَسوَيرُس بادشاه د صوبو په خپلو ښارونو کښې راغونډ شول، چې په هغه چا باندې حمله وکړى څوک چې د دوئ نقصان غوښتلو. هيچا د دوئ په مقابل کښې مقاومت ونۀ شو کولے، ځکه چې د دوئ وېره په ټولو قومونو باندې پرېوتې وه. 3د صوبو ټولو حاکمانو، صوبهدارانو، ګورنرانو او د بادشاه مُهتمِمانو د يهوديانو مدد وکړو، ځکه چې د مردکى وېره په دوئ باندې پرېوتې وه. 4مردکى د بادشاه په کور کښې طاقتور شو او د هغۀ شهرت په هره صوبه کښې خور شو، ځکه چې مردکى په خپله زيات او زيات طاقتور کېدو. 5يهوديانو په خپلو ټولو دښمنانو باندې د تُورې وار وکړو او هغوئ يې ووژل او تباه کړل، او د خپلو دښمنانو سره يې څنګه چې خوښ وو هغه شان وکړل. 6د سُوسن په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان ووژل او تباه کړل. 7دوئ پَرشَنداتا، دَلفون، اَسپاتا، 8پوراتا، اَدَليا، اَريداتا، 9پَرمَشتا، اَريسى، اَريدى او وَيزاتا هم ووژل. 10دوئ د هَمَداتا د زوئ هامان لس زامن ووژل، هغه هامان چې د يهوديانو دښمن وو، خو دوئ هيڅ مالِ غنيمت وانۀ خستو.
11هغه ورځ د سُوسن په قلعه کښې د وژلو شوو کسانو شمېر بادشاه ته ووئيلے شو. 12بادشاه ملکه اِستَر ته ووئيل، ”د سُوسن په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان او د هامان لس زامن ووژل او تباه کړل. نو د بادشاه په نورو صوبو کښې به يې څۀ کړى وى؟ ستا سوال څۀ دے؟ درکولے به شى. تۀ نور څۀ غواړې؟ هغه به کيږى.“
13اِستَر ووئيل، ”کۀ بادشاه ته خوښ وى، نو په سُوسن کښې يهوديانو ته اِجازت وى چې سبا هم د نن ورځې د فرمان مطابق عمل وکړى، او د هامان لس زامن په سولۍ باندې وځړوى.“
14بادشاه حُکم وکړو چې داسې دې وشى. په سُوسن کښې فرمان جارى شو او هغوئ د هامان لس زامن وځړول. 15په سُوسن کښې يهوديان د ادار په څوارلسمه ورځ هم راغونډ شول او هلته يې درې سوه کسان ووژل، خو په مالِ غنيمت باندې يې لاس نۀ ايښودو.
16د بادشاه په صوبو کښې نور يهوديان د خپل ژوند د بچاؤ دپاره راغونډ شول، او د دښمنانو نه يې آرام وموندلو، او پينځۀ اويا زره هغه کسان يې ووژل چې د دوئ نه يې نفرت کولو، خو په مالِ غنيمت باندې يې لاس نۀ ايښودو. 17دا د ادار په دَيارلسمه ورځ وشول، او په څوارلسمه يې آرام وکړو، او هغه يې د دعوت او خوشحالۍ ورځ وګرځوله.
18خو په سُوسن کښې يهوديان د دَيارلسمې او څوارلسمې ورځې راغونډ شول، او په پينځلسمه يې آرام وکړو، او هغه يې د دعوت او خوشحالۍ ورځ وګرځوله. 19ځکه نو هغه يهوديان چې په خلاصو کليو کښې اوسيږى، د ادار څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ، دعوت، د اختر او يو بل ته د خوراکى سوغاتونو د لېږلو سره ملمانځى.
د پوريم اختر مقرر کول
20مردکى دا پېښې وليکلې او ټولو هغو يهوديانو ته يې چې د اَخَسوَيرُس بادشاه په صوبو کښې، نزدې او لرې، وُو، خطونه ولېږل، 21چې دوئ پابند کړى چې د ادار مياشتې څوارلسمه او پينځلسمه ورځ هر کال ملمانځى، 22لکه څنګه چې په هغه ورځو کښې يهوديانو د خپلو دښمنانو نه آرام وموندلو، او هغه مياشت د دوئ دپاره د غم نه خوشحالۍ ته او د ماتم نه خوشحالۍ ته واوختله. هغۀ دوئ ته ووئيل چې دا د دعوت او خوشحالۍ ورځې وساتى، او يو بل ته د خوراکى سوغاتونه او غريبانو ته سوغاتونه ولېږى. 23نو يهوديانو هغه کار چې شروع کړے يې وو د دستور په توګه قبول کړو، لکه څنګه چې مردکى دوئ ته ليکلى وُو. 24ځکه چې د اَجاجى هَمَداتا زوئ هامان، د ټولو يهوديانو دښمن، د دوئ د تباهۍ منصوبه جوړه کړې وه، او هغۀ پوريم يعنې قُرعه واچوله چې دوئ تباه او برباد کړى. 25خو کله چې دا معامله بادشاه ته ورسېده، نو هغۀ په خط سره حُکم وکړو چې هغه بده منصوبه چې هامان د يهوديانو خلاف جوړه کړې وه، د هغۀ په خپل سر باندې راوګرځى، او هغه او د هغۀ زامن په سولۍ باندې وځړول شى.
26ځکه نو دا ورځې د پوريم په نوم ياديږى، د پوريم د کلمې له مخې، د دې خط د ټولو خبرو له سببه، او د هغه څۀ له سببه چې دوئ وليدل او چې په دوئ باندې راغلل. 27يهوديانو ځانونه، خپل اولاد او هغه ټول چې ورسره يوځائ شول، پابند کړل چې دا دوه ورځې هر کال په مقررۀ وخت کښې بغير له ناغې نه، لکه څنګه چې ليکلى وُو، وساتى. 28هره نسل، هره کورنۍ، هره صوبه او هر ښار دا ورځې يادوى او ساتى، او د پوريم دا ورځې به د يهوديانو په مينځ کښې هيچرې ختمې نۀ شى، او نۀ به د دوئ يادونه د دوئ د اولاد نه محوه شى.
29د اَبىهيل لور ملکه اِستَر او يهودى مردکى د پوريم دا دوېم خط د تصديق دپاره په پوره اِختيار سره وليکلو. 30د اَخَسوَيرُس د بادشاهۍ په يو سل اَووۀ ويشتو صوبو کښې ټولو يهوديانو ته خطونه ولېږلے شول، د سلامتۍ او رښتياؤ خبرې، 31چې د پوريم دا ورځې په خپلو مقررو وختونو کښې قائمې کړى، لکه څنګه چې يهودى مردکى او ملکه اِستَر دوئ ته حُکم کړے وو، او لکه څنګه چې دوئ د ځان او د خپل اولاد دپاره مقرر کړل، د روژې او ماتم وختونه. 32د اِستَر حُکم د پوريم د دې اصولو تصديق وکړو، او دا په کتاب کښې وليکلے شو.