اِستر او مردکى ته عزت ورکړلو
د هامان شتمني استر ته او د هغه مهر لرونکې ګوتمه مردخای ته ورکول کېږي، خو د مرګ فرمان نه شي لغوه کېدای. نو دوهم فرمان پر شاهي اسونو روانېږي: یهودان کولای شي راټول شي او د خپل ژوند دفاع وکړي. مردخای په شاهي آبي او طلايي جامو کې بهر ځي، او شوشان چیغې وهي.
8 1په هغه ورځ بادشاه اخسويرس د يهوديانو د دُشمن د هامان جائيداد ملکې اِستر ته ورکړلو. مردکى بادشاه ته مخکښې راغلو، ځکه چې اِستر دا ووئيل وو چې هغه د هغې څۀ لګى. 2بادشاه خپله د مُهر ګوته چې د هامان نه يې بيا اخستے وه، وويسته او مردکى ته يې ورکړله. اِستر مردکى د هامان په جائيداد باندې مقرر کړلو.
3اِستر بيا بادشاه ته خبرې وکړلې، د هغۀ په پښو کښې پرېوته، ژړا يې وکړله او عاجزى يې ترې وغوښته چې د اجاجى هامان شر او هغه چل چې د يهوديانو خلاف يې جوړ کړے وو، ودروى. 4بادشاه د سرو زرو عصا اِستر ته ونيوله، نو هغه پاڅېده او د هغۀ په مخکښې ودرېده. 5هغې ووئيل چې، ”کۀ بادشاه ته ښۀ ښکارى، کۀ زۀ د هغۀ فضل مومم، کۀ دا خبره هغۀ ته رښتيا ښکارى او زۀ هغۀ ته ښۀ ښکارم، نو دې دپاره چې د اجاجى د همداتا زوئ هامان څۀ چې جوړ کړل او وليکل چې د بادشاه په ټولو صوبو کښې يهوديان تباه کړى، هغه دې بيرته واپس کړے شى او داسې خطونه دې وليکلے شى. 6زۀ به دا څنګه زغمم چې خپل قوم ته مصيبت رسيدونکے وينم؟ زۀ به دا څنګه زغمم چې خپل خاندان تباه کيدونکے وينم؟“
7بادشاه اخسويرس ملکې اِستر او يهودى مردکى ته ووئيل چې، ”ما اِستر ته د هامان کور ورکړلو او هغه يې په دار کړلو ځکه چې هغۀ د يهوديانو خلاف چل جوړ کړے وو. 8څنګه چې تاسو ته ښۀ ښکارى هغه شان د يهوديانو د حقله د بادشاه په نامه وليکئ او د هغۀ د مُهر په ګوته باندې يې مُهر کړئ، ځکه چې کوم ليک چې د بادشاه په نامه وليکلے شى او د هغۀ د ګوتې نه مُهر کړے شى هغه بيرته نۀ شى واپس کيدې.“
9نو د دريم مياشتې په درويشتمه ورځ يعنې سيوان کښې د بادشاه ليکونکى راوبللے شول او څۀ چې مردکى حُکم کړلو هغه ټول يهوديانو ته او د هند نه تر کوش پورې د سل اووۀ ويشتو صوبو صوبيدارانو، حاکمانو او عملدارانو ته وليکلے شول، هر صوبه ته د هغۀ په ليکدود کښې، هر قوم ته د هغۀ په ژبه کښې او يهوديانو ته د هغوئ په ليکدود او ژبه کښې. 10مردکى د بادشاه اخسويرس په نامه وليکل، د بادشاه د مُهر په ګوته يې مُهر کړل او خطونه يې د بادشاهى خدمت دپاره روزلے شويو تېزو آسونو باندې د چاپاريانو په وسيله ولېږل. 11د بادشاه دې فرمان يهوديانو ته په هره ښار کښې دا حق ورکړلو چې راغونډ شى او د خپل ژوند حفاظت وکړى، چې هر قوم او صوبه چې د اسلحې سره په هغوئ حمله کوى، هغه دې تباه، قتل او ختم کړى، پکښې بچى او ښځې، او د خپلو دُشمنانو مال دې لوټ کړى. 12دا به د بادشاه اخسويرس په ټولو صوبو کښې په يوه ورځ يعنې د دولسم مياشتې د ادار په ديارلسمه ورځ کيدلو. 13د دې فرمان يوه نقل به په هره صوبه کښې د قانون په توګه جارى کيدلو او ټولو قومونو ته به ښکاره کيدلو، ترڅو چې يهوديان په هغه ورځ تيار وى چې له خپلو دُشمنانو نه خپل بدل واخلى. 14نو چاپاريان د بادشاهى آسونو باندې وتښتيدل، د بادشاه د حُکم په وجه په تلوار او زور تلل، او دا فرمان د سوسن په قلعه کښې ورکړے شو.
15مردکى د بادشاه د مخ نه په بادشاهى نيلى او سپينو جامو کښې، د سرو زرو په لويه تاج او د ښائسته کتان او ارغوانى چوغه کښې ووتلو. سوسن چغې کړلې او خوشحالى يې وکړله. 16يهوديانو ته رڼا، خوشحالى، خوښى او عزت وو. 17د بادشاه حُکم او فرمان هره صوبه او ښار ته ورسيدلو، يهوديانو ته خوشحالى او خوښى، ميلمستياوې او د خوشحالۍ ورځ وه. د دې مُلک ډېر قومونه يهوديان شول، ځکه چې د يهوديانو ويره پرې غالبه شوه.