چاپ شوی
کتاب

اِستر د خپلو خلقو دپاره منت کوى

په دوهمه مېلمستیا کې استر بالاخره د خپل او د خپل قوم د ژوند غوښتنه کوي، او هغه سړی نوموي چې هغوی یې پلورلي: هامان. پاچا په قهر بهر ځي؛ هامان د هغې پر کوچ د زاریو لپاره غورځېږي او دا تېری ګڼل کېږي. هغه پر خپل دار ځړول کېږي.

څپرکی 7.

نو بادشاه او هامان د ملکې اِستر سره د شرابو څښلو دپاره راغلل. په دوېم ورځ، د شرابو په وخت کښې، بادشاه بيا پوښتنه وکړه، ”اے ملکې اِستر، ستا عرض څۀ دے؟ منظور دے. ستا غوښتنه څۀ ده؟ کۀ د نيمې بادشاهۍ غوښتنه هم وى، نو پوره به شى.“

ملکې اِستر جواب ورکړو، ”اے بادشاه، کۀ ستا په نظر کښې مې فضل موندلے وى، او کۀ د بادشاه رضا وى، نو زما د عرض په بدل کښې زما ژوند راکړه، او زما د غوښتنې په بدل کښې زما خلق راکړه. ځکه چې زۀ او زما خلق خرڅ شوى يُو، چې هلاک، قتل او برباد شُو. کۀ مونږ يواځې د غلامانو او وينځو په توګه خرڅ شوى وَى، نو زۀ به چپ پاتې شوې وم؛ داسې تکليف د دې لائق نۀ دے چې بادشاه ترې تنګ کړى.“

بيا بادشاه اخسويرُس ملکې اِستر ته ووئيل، ”هغه څوک دے، او چرته دے، چې دا کار کولو ته زړۀ ښۀ کوى؟“

اِستر ووئيل، ”يو مخالف او دښمن دے، دا بدکاره هامان!“ هامان د بادشاه او ملکې په مخکښې سخت ووېرېدو.

بادشاه په قهر کښې د شرابو نه پاڅېدو او د محل باغ ته لاړو، خو هامان پاتې شو چې د خپل ژوند دپاره ملکې اِستر ته منت وکړى، ځکه چې هغۀ وليدل چې بادشاه د هغۀ برباده کول غوښتل. بادشاه د محل د باغ نه د ضيافت کوټې ته بېرته راغلو. هامان هغه تخت باندې غورزېدلے وو چرته چې اِستر وه. بادشاه ووئيل، ”آيا دا زما په موجودګۍ کښې به په ملکې باندې هم زورآورى کوى؟“ لکه څنګه چې دا خبرې د هغۀ د خولې نه ووتلې، نو خدمتګارانو د هامان مخ پټ کړو. a a v8 د محکوم شوى سړى د مخ پټول په زاړۀ وخت کښې د دې نښه وه چې د هغۀ قسمت پاخۀ دے — هغه لکه مړ داسې وو.

حربونا، چې د بادشاه د خواجه سرايانو نه يو وو، ووئيل، ”هغه پنځه اويا فُوټه اوږده دار چې هامان د مردکي دپاره جوړ کړے وو، چې مردکي د بادشاه دپاره خبره کړې وه، د هامان په کور باندې ولاړ دے.“ بادشاه ووئيل، ”هغه پرې وځړوئ.“

نو هغوئ هامان په هغه دار باندې وځړولو چې هغۀ د مردکي دپاره تيار کړے وو، او د بادشاه قهر کم شو.