بادشاه د مردکى عزت کوى
پاچا خوب نه شي کولای، د تاریخ کتابونه لوستل غواړي، او پوهېږي چې مردخای ته هېڅکله انعام نه دی ورکړل شوی. هامان چې د هغه د اعدام غوښتنې ته راځي، ترې پوښتل کېږي چې یو سړی څنګه وستایل شي — خپل خوب بیانوي، بیا باید مردخای په کوڅو کې وګرځوي او همدا اعلان کړي. د هغه کورنۍ ګوري چې تباهي یې راروانه ده.
6 1په هغه شپه د بادشاه نه خوب ووتلو، نو حُکم يې وکړو چې د تاريخ کتاب، يعنې د واقعاتو دفتر راوړى او هغۀ ته يې ولوستے شى. 2داسې ليکلى وموندل شول چې مردکى د بغتانا او تارش په حقله، چې د بادشاه دوه خواجه سرا وُو او د دروازې ساتندوئى يې کوله، خبر ورکړے وو، چې هغوئ د اخسورس بادشاه د قتل کوشش کړے وو. 3بادشاه پوښتنه وکړه چې، ”د دې دپاره مردکى ته څۀ عزت او لوئى ورکړے شوے ده؟“ د هغۀ خدمتګارانو جواب ورکړو چې، ”د هغۀ دپاره هيڅ ونۀ کړے شو.“
4بادشاه پوښتنه وکړه چې، ”په ديوان خانه کښې څوک دے؟“ هامان د محل بهرنۍ ديوان خانې ته ننوتلے وو چې بادشاه ته ووائى چې مردکى دې په هغه دار باندې وځړوى کوم چې هغۀ تيار کړے وو.
5د بادشاه خدمتګارانو هغۀ ته ووئيل چې، ”هامان په ديوان خانه کښې ولاړ دے.“ بادشاه ووئيل چې، ”دننه يې راولئ.“
6هامان دننه راغلو. بادشاه پوښتنه وکړه چې، ”د هغه سړى دپاره چې بادشاه يې عزت کول خوښوى، څۀ وکړے شى؟“ هامان په زړۀ کښې ووئيل چې، ”بادشاه به له ما نه زيات د چا عزت کول خوښوى؟“
7نو هامان بادشاه ته ووئيل چې، ”د هغه سړى دپاره چې بادشاه يې عزت کول خوښوى، 8دې يو داسې شاهى جامه راوړى چې بادشاه اغوستلې وى، او يو داسې آس چې بادشاه پرې سوارى کړې وى، او د هغۀ د سر دپاره شاهى تاج. 9دا جامه او آس دې د بادشاه د يو شريف درباريانو په لاس کښې ورکړے شى. هغه سړے دې چې بادشاه يې عزت کول خوښوى جامه ور واغوندى، او په آس باندې دې يې د ښار په ميدان کښې ګرځوى، او د هغۀ په مخکښې دې اعلان کوى چې، ’د هغه سړى دپاره داسې کيږى چې بادشاه يې عزت کول خوښوى!‘“
10بادشاه هامان ته ووئيل چې، ”ژر کوه، لکه څنګه چې دې ووئيل، دا جامه او آس واخله، او د يهودى مردکى دپاره چې د بادشاه په دروازه کښې ناست دے هم داسې وکړه. څۀ چې تا ووئيل، له هغې نه هيڅ شے مۀ پرېږده.“
11نو هامان جامه او آس واخستل، مردکى ته يې جامه ور واغوستله، او په آس باندې يې د ښار په ميدان کښې وګرځولو، او د هغۀ په مخکښې يې آواز کولو چې، ”د هغه سړى دپاره داسې کيږى چې بادشاه يې عزت کول خوښوى.“
12له دې نه پس مردکى د بادشاه دروازې ته بيرته راغلو، خو هامان ماتم کوونکے او خپل سر پټ کړے کور ته ور وختلو. 13هامان خپلې ښځې زرش او ټولو دوستانو ته هر هغه څۀ ووئيل چې پېښ شوى وُو. د هغۀ مشورهورکوونکو او د هغۀ ښځې زرش ووئيل چې، ”ځکه چې مردکى، د چا په مخکښې چې تۀ راپرېوتل شروع شوے يې، يهودى دے، نو تۀ به هغه ونۀ شې شکولے، بلکې تۀ به خامخا د هغۀ په مخکښې راپرېوزې.“ 14تر اوسه چې هغوئ ورسره خبرې کولې، د بادشاه خواجه سرا راورسېدل، او هامان يې په تلوار د آستر تيار کړى ضيافت ته بوتلو.