اِستر د بادشاه د تخت طرف ته راځى
استر شاهي جامې اغوندي او بې بلنې په داخلي انګړ کې ودرېږي؛ طلايي عصا ور اوږدېږي، او هغې ته د سلطنت نیمایي وړاندې کېږي. هغه یوازې یوه مېلمستیا غواړي، بیا دوهمه. هامان په ډېره خوښۍ ځي، د مردخای له امله په قهر کېږي، او یو دار جوړوي.
5 1په دريم ورځ، اِستر شاهى جامې واغوستلې او د محل دننه آنګن کښې، د بادشاه د دربار په مخ کښې ودرېده. بادشاه په دربار کښې په خپل شاهى تخت باندې، د محل د دروازې په مخ کښې ناست وو. 2کله چې بادشاه ملکه اِستر په آنګن کښې ولاړه وليده، نو هغه د هغۀ په نظر کښې مقبوله شوه، او هغۀ خپل په لاس کښې سره د سرو زرو امسا ورته اوږده کړه. هغه ورنزدے شوه او د هغې سر يې ولمس کړو.
3بادشاه تپوس وکړو، ”ملکه اِستر، څۀ خبره ده؟ ستا څۀ غوښتنه ده؟ تر نيمې بادشاهۍ پورې به درکړې شى.“
4اِستر ووئيل، ”کۀ بادشاه خوشحاله وى، نو دے دې او هامان دې نن هغه ضيافت ته راشى چې ما تيار کړے دے.“
5بادشاه ووئيل چې، ”هامان ژر راولئ، ترڅو چې د اِستر د غوښتنې مطابق وشى.“ نو بادشاه او هامان هغه ضيافت ته راغلل چې اِستر تيار کړے وو.
6د مَيو پر وخت بادشاه تپوس وکړو، ”اِستر، ستا څۀ عرض دے؟ منلے به شى. او ستا څۀ غوښتنه ده؟ کۀ نيمه بادشاهى هم وى، ستا ده.“
7اِستر جواب ورکړو، ”زما عرض او زما غوښتنه دا ده: 8کۀ زۀ د بادشاه په نظر کښې مقبوله شوې يم، او کۀ ده ته دا خوښ وى چې زما عرض ومنى او زما غوښتنه پوره کړى، نو بادشاه او هامان دې هغه ضيافت ته راشى چې زۀ به يې د دوئ دپاره تيار کړم. سبا به زۀ د بادشاه د وينا مطابق وکړم.“
د هامان غصه د مردکى په خلاف اوړى
9هامان هغه ورځ خوشحاله او خوشاله روان شو. خو کله چې هغۀ مردکى د بادشاه په دروازه کښې وليدو چې نۀ د هغۀ په وړاندې پاڅېدو او نۀ ولړزېدو، نو هامان په مردکى باندې ډېر غصه شو. 10بيا هم، هامان ځان ونيولو او کور ته لاړو. هغۀ خپل ملګرى او خپله ښځه زرش راوغوښتل، 11هامان هغوئ ته د خپل مال د شان او شوکت، د خپلو ډېرو زامنو، او د دې خبره وکړه چې بادشاه څنګه هغه عزتمند کړے وو او د بادشاه د عمله او نوکرانو نه يې اوچت کړے وو.
12هامان نور هم ووئيل، ”دا هم نۀ دى بس. ملکه اِستر سره د بادشاه يواځې زۀ خپل ضيافت ته راوبللم، او سبا هم زۀ سره د بادشاه بيا راوبللے شوے يم. 13خو تر څو چې زۀ مردکى يهودى د بادشاه په دروازه کښې ناست وينم، دا ټول ما ته هيڅ فائده نۀ راکوى.“
14د هغۀ ښځې زرش او د هغۀ ټولو ملګرو ووئيل، ”دوئ ته ووايه چې پنځۀ اويا فوټه اوچته دار جوړه کړى. سحر بادشاه ته ووايه چې مردکى پرې وځړوى. بيا سره د بادشاه خوشحاله ضيافت ته لاړ شه.“ دا خبره هامان ته خوښه شوه او هغۀ دار جوړه کړه.