چاپ شوی
کتاب

د مردکى لوئى

د شاهي تاریخ په سبک یوه درې آیته پای یادونه: پاچا پر وچه او ساحلي سیمو خراج لګوي، او مردخای چې اوس له تخت وروسته دوهم کس دی، په دې یادېږي چې دا واک یې د خپل قوم د ښېګڼې په لټه کې او خپلو خلکو ته د سولې ویلو لپاره وکاراوه.

څپرکی 10.

بادشاه اخسويرُس په ملک او د سمندر په ساحلى علاقو باندې خراج ولګولو. آيا د هغۀ د قوت او طاقت ټول کارونه، او د هغې لوئۍ پوره بيان چې بادشاه مردکى ته ورکړے وو، د مادى او فارس د بادشاهانو د تاريخ په کتاب کښې نۀ دى ليکلى؟ يهودى مردکے د بادشاه اخسويرُس نه وروستو دوېم وو، د يهوديانو په مينځ کښې لوئ وو، د خپلو ډېرو ورو‌نو مقبول وو، د خپل قوم د ښېګړې طلبګار وو، او د خپلې ټولې اولادې سره يې د سلامتۍ خبرې کولې.