په تيلو کښې مړې مچۍ
هغه متلونه چې ښيي څومره لږ شی ډېر څه خرابوي: په عطرو کې مړه مچان، پر اسونو سپاره غلامان او پلي شهزادګان، او هغه احمق چې په خپلو خبرو ځان تباهۍ ته رسوي. ارامتیا د واکمن غوسه سړه کوي؛ ځوړند شوی چت او د خوب په کوټه کې بې پروا خبره دواړه له وړو څخه پیلېږي.
10 1مړې مچۍ د عطارو تيل بدبويه کوى او داسې وراستوى؛ نو لږه بېوقوفى د حکمت او عزت نه درنه ده. 2د عقلمند زړۀ د هغۀ ښى طرف ته مائل وى، خو د بېوقوف زړۀ د هغۀ کيڼ طرف ته. 3کله چې بېوقوف په لار روان وى، نو هم هغۀ له عقل نۀ وى، او هر چا ته ښائى چې هغه بېوقوف دے. 4کۀ د حاکم غصه په تا راشى، نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې نرمى لويو خطاګانو ته سکون ورکوى.
5يو بدى شته چې ما د لمر لاندې ليدلې ده، داسې غلطى چې د حاکم د طرف نه راځى: 6بېوقوفى په ډېرو اوچتو ځايونو کښې کښېنولے شوې ده، او مالداران په ټيټو ځايونو کښې کښېنى. 7ما نوکران په آسونو سپاره ليدلى دى، او اميرزادهګان د نوکرانو په شان په پښو روان. 8څوک چې کنده کنى، هغه ممکن په هغې کښې پرېوځى، او څوک چې ديوال نړوى، هغه ممکن مار وچيچى. 9څوک چې کاڼى راکاږى، هغه ممکن په هغو ځخمى شى، او څوک چې لرګى چيروى، هغه ممکن په هغو کښې خطره کښې وى. 10کۀ تبر کنټ وى او د هغۀ غاړه تيره کړے شوې نۀ وى، نو تا له زياته طاقت لګول پکار دى؛ خو حکمت کاميابى راوړى.
11کۀ مار د ئې افسون کولو نه مخکښې وچيچى، نو افسونګر ته هېڅ فائده نۀ رسى. 12د عقلمند سړى خبرې هغۀ ته مهربانى راوړى، خو د بېوقوف شونډې هغه تباه کوى. 13د هغۀ د خبرو شروع بېوقوفى ده، او د هغۀ د خبرو آخر بده ديوانګى ده. 14بيا هم بېوقوف خبرې کوى روان وى. هېڅوک نۀ پوهيږى چې څۀ راروان دى، او څوک چا ته ووئيلے شى چې د هغۀ نه پس به څۀ کيږى؟
15بېوقوفان په خپل کار ځان ستومانه کوى، ځکه چې هغوئ خو ښار ته لار هم نۀ پېژنى. 16اے مُلکه، په تا افسوس وى کله چې ستا بادشاه ماشوم وى او ستا اميرزادهګان سحر وختى داوتونه کوى. 17اے مُلکه، تۀ مبارک يې کله چې ستا بادشاه د شريفانو زوئ وى او ستا اميرزادهګان په خپل وخت داوتونه کوى—د طاقت دپاره، نۀ د نشې دپاره. 18د سُستۍ په وجه د چت لرګى ټيټ شى، او د بېکاره لاسونو په وجه کور څاڅى. 19ډوډۍ د خندا دپاره جوړيږى، او شراب ژوند ته خوشحالى ورکوى، او روپۍ د هر څۀ جواب ورکوى. 20بادشاه ته په خپلو خيالاتو کښې هم ښيرا مۀ کوه، او مالدار ته په خپله خوبخونه کښې هم ښيرا مۀ کوه، ځکه چې د آسمان مرغه ممکن ستا خبرې يوسى، او د وزرونو خاوند ممکن هغه څۀ خبر کړى چې تۀ ئې وايې.