د پلار په لاس کښې
صادقان او هوښیار د خدای په لاس کې دي، خو یو مرګ ټولو ته راځي، چې واعظ یې د لمر لاندې بدي بولي. نو وخوره، وڅښه، او له خپلې مېرمنې سره د هغو تېرېدونکو ورځو په اوږدو کې مینه وکړه چې زموږ پلار یې درکوي، او تر څو چې کولای شې سخت کار وکړه. وخت او پېښه پر هر چا راځي.
9 1ما په خپل زړۀ کښې دا ونيو چې دا ټول وڅېړم: صادقان، عقلمندان او د هغوئ کارونه د خُدائ پاک په لاس کښې دى. که مينه وى که نفرت، هيڅوک نۀ پوهيږى—دا هر څۀ د هغوئ په وړاندې پراتۀ دى. 2د هر چا سره يو شان کيږى: د صادق او بدکار، د نيک، د پاک او ناپاک، د هغه چې قربانى کوى او د هغه چې نۀ کوى—د ټولو يو انجام دے. لکه څنګه چې د نيک سره، هم هغه شان د ګناهګار سره؛ هغه چې قسم خورى، لکه هغه چې د قسم خوړو نه يريږى. 3دا هغه بدى ده چې د لمر لاندې په هر څۀ کښې کيږى: د ټولو يو انجام دے. د اِنسانانو زړونه د بدۍ نه ډک دى، تر څو چې ژوندى وى د هغوئ زړونه له لېونتوب ډک وى—بيا مړو ته ورځى. 4څوک چې لا ژوندے وى هغه اُميد لرى: ژوندے سپے د مړۀ زمرى نه ښۀ دے. 5ځکه چې ژوندى پوهيږى چې هغوئ به مرى، خو مړۀ هيڅ نۀ پوهيږى؛ د هغوئ دپاره نور اجر نشته، ځکه چې د هغوئ يادګيرى هېره شوې ده. 6د هغوئ مينه، د هغوئ نفرت، د هغوئ حسد له مخکښې نه ختم شوى دى؛ د لمر لاندې چې هر څۀ کيږى، هغوئ به بيا هيڅکله په هغې کښې حصه ونۀ لرى.
7لاړ شه، خپله ډوډۍ په خوشحالۍ سره وخوره، خپله مے په خوشحاله زړۀ وڅښه، ځکه چې خُدائ پاک ستا کارونه له مخکښې نه قبول کړى دى. 8ستا جامې دې تل سپينې وى، او ستا سر دې هيڅکله د تېلو نه خالى نۀ وى. a a v8 سپينې جامې او سر ته د تېلو مالِش کول د پخوا زمانې د خوشحالۍ او جشن نښې وې. 9د هغې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه لرې د ژوند خوند واخله، د هغه ژوند په ټولو بېدوامه ورځو کښې چې خُدائ پاک درته د لمر لاندې درکړى دى—ستا په ټولو بېدوامه ورځو کښې—ځکه چې همدا ستا برخه ده په ژوند کښې او په هغه محنت کښې چې تۀ يې د لمر لاندې کوې. 10څۀ چې ستا لاس ته د کولو راشى، هغه په خپل زور سره وکړه، ځکه چې په قبر کښې چې تۀ ورروان يې، نۀ کار شته، نۀ منصوبه، نۀ پوهه او نۀ عقلمندى.
11بيا ما د لمر لاندې وليدل: منډه د چټک سړى په برخه نۀ ده، نۀ جنګ د زورور، نۀ ډوډۍ د عقلمند، نۀ دولت د سمجهدار، نۀ عزت د هُنرمند—وخت او اتفاق په دې ټولو راځى. 12هيڅوک د خپل وخت نه نۀ خبريږى: لکه کبان چې په بد جال کښې ونيولے شى، لکه مرغان چې په دام کښې بندى شى، هم هغه شان اِنسانان په يو بد وخت کښې راګير شى چې ناڅاپه پرې راشى.
هېر شوے عقلمند سړے
13ما د لمر لاندې د عقلمندۍ دا مثال هم وليدو، او دا راته ډېر لوئ ښکاره شو: 14يو واړۀ ښار وو چې لږ خلق پکښې وُو: يو لوئ بادشاه پرې راغلو، چاپېره يې کړو، او د هغې خلاف يې لوئ محاصرې بندونه جوړ کړل. 15په هغه ښار کښې يو غريب عقلمند سړے وموندلے شو چې خپلې عقلمندۍ په وسيله يې ښار بچ کړو، خو بيا هم هيڅوک هغه غريب سړے ياد نۀ کړو. 16ما ووئيل چې، ”عقلمندى د زور نه ښه ده،“ خو بيا هم د غريب سړى عقلمندى سپکه ګڼلے شى، او د هغۀ خبرې نۀ اوريدلے شى. 17د عقلمندانو خاموشه خبرې د بېوقوفانو په مينځ کښې د حاکم د چغو نه ښه اوريدلے شى. 18عقلمندى د جنګ د وسلو نه ښه ده، خو يو ګناهګار ډېره نيکى برباد کوى.