چاپ شوی
کتاب

حِکمت مخ روښانه کوى

حکمت مشوره ورکوي چې د هغه پاچا په وړاندې احتیاط وکړئ چې هر څه یې خوښه وي هغه کوي. هیڅوک پر باد او د مرګ پر ورځ واک نه لري. د سزا ځنډ بدۍ ته زړه ورکوي، او صادقان ډېر ځله هغه څه مومي چې د بدکارانو حق دی. واعظ له ژوند څخه خوند اخیستل ستایي، او مني چې د خدای کار نه شي موندل کېدای.

څپرکی 8.

څوک د حکيم په شان دے؟ څوک پوهيږى چې د څيز معنىٰ څۀ ده؟ د انسان حِکمت د هغۀ مخ روښانه کوى، او د هغۀ د مخ سختى بدليږى.

زۀ وايم چې د بادشاه حُکم ومنه، ځکه چې تا د خُدائ پاک په حضور کښې قسم کړے دے.

د بادشاه د واک سره چلند

د هغۀ د حضور نه د تلو دپاره مۀ بيره کوه، او په بدۀ کار کښې مۀ ولاړېږه، ځکه چې بادشاه څۀ چې يې خوښه وى هغه کوى. ځکه چې د بادشاه خبره تر ټولو زيات اِختيار لرى، او څوک ورته وئيلے شى چې، ”تۀ څۀ کوې؟“ څوک چې حُکم ساتى هغۀ ته هيڅ زيان نۀ رسيږى، او د حکيم زړۀ وخت او طريقه پېژنى. هر کار خپل وخت او طريقه لرى، اګر چې د انسان مصيبت پرې درانه وى. ځکه چې هيڅوک نۀ پوهيږى چې څۀ به کيږى، او څوک ورته وئيلے شى چې دا به څنګه وى؟ هيڅوک په هوا باندې واک نۀ لرى چې هغه بنده کړى، او نۀ د مرګ په ورځ باندې. د دغه جنګ نه هيڅوک نۀ خلاصيږى، او بدى به هغه خلق چې دا کوى نۀ بچ کوى. ما دا ټول وليدل، چې ما خپل زړۀ هر هغه کار ته ورکړو چې د لمر لاندې کيږى. يو وخت داسې راغلو چې يو سړى په بل باندې د هغۀ د زيان دپاره واکمنى وکړله.

کله چې داد ځنډېدلے ښکارى

بيا ما وليدل چې بدکاران ښخ شول او په آرام کښې کېښودل شول، او هغوئ د هغه پاک ځائ نه راتلل او تلل، او په هغه ښار کښې چې دا کار يې کړے وو د هغوئ ثنا وشوه. دا هم بې‌دوامه ده. a a v10 پاک ځائ د يروشلم عبادت خانې ته اِشاره کوى. ځکه چې د بدۀ کار سزا په چټکۍ سره نۀ ورکولے شى، نو د خلقو زړونه په بدى کولو پوره ټينګ شوى دى. اګر چې ګناهګار سل ځله بدى کوى او بيا هم اوږد ژوند کوى، خو زۀ پوهيږم چې د هغه چا سره به ښۀ کيږى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې د هغۀ په حضور کښې يريږى. د بدکار سره به ښۀ نۀ کيږى، او نۀ به د سورى په شان خپلې ورځې اوږدې کړى، ځکه چې هغه د خُدائ پاک نه نۀ يريږى.

په زمکه باندې يو بې‌دوامه کار کيږى: چې صادقان هغه څۀ مومى چې د بدکارانو حق دے، او بدکاران هغه څۀ مومى چې د صادقانو حق دے. ما ووئيل چې دا هم بې‌دوامه ده. نو ما د خوشحالۍ ثنا وکړله، ځکه چې د لمر لاندې د انسان دپاره د دې نه ښۀ بل څۀ نشته چې خوراک، څښاک او خوشحالى وکړى. ځکه چې دا به د هغۀ د محنت په وخت کښې، د هغه ژوند په ورځو کښې چې خُدائ پاک ورته د لمر لاندې ورکړى دى، د هغۀ سره وى.

کله چې ما خپل زړۀ حِکمت پېژندو او په زمکه باندې د کېدونکى کار ليدو ته ولګولو، اګر چې د انسان سترګې نۀ په ورځ نۀ په شپه خوب نۀ وينى، نو بيا ما د خُدائ پاک ټول کار وليدو، چې هيڅوک هغه کار نۀ شى موندلے چې د لمر لاندې کيږى. اګر چې انسان هر څو محنت وکړى، هغه به يې ونۀ مومى، او کۀ حکيم دا دعوىٰ هم وکړى چې زۀ پوهيږم، خو هغه يې نۀ شى موندلے.