چاپ شوی
کتاب

په اوبو باندې ډوډۍ

خپله ډوډۍ پر اوبو واچوه او خپله برخه پراخه ووېشه، ځکه چې ته نه پوهېږې کوم مصیبت راروان دی. څوک چې باد ته ګوري هېڅکله تخم نه کري. سهار او ماښام تخم وکره، له رڼا خوند واخله، راتلونکې تیارې ورځې په یاد ولره، او پوه شه چې خدای ځواني محاکمې ته راولي.

څپرکی 11.

خپله ډوډۍ په اوبو باندې واچوه، ځکه چې د ډېرو ورځو نه پس به يې بيا ومومې. اوو ته برخه ورکوه، بلکې اتو ته هم، ځکه چې تۀ نۀ پوهېږې چې په زمکه باندې به کوم آفت راشى. کۀ ورېځې ډکې وى، نو په زمکه باندې باران وروى؛ او کۀ ونه جنوب يا شمال لوري ته راوغورزيږى، نو په کوم ځائ کښې چې راوغورزيږى، هلته به پرته وى. څوک چې هوا څارى هغه به هيڅکله تخم ونۀ کرى، او څوک چې ورېځې څارى هغه به هيڅکله فصل ونۀ رېبى.

لکه څنګه چې تۀ د هوا په لار نۀ پوهېږې، يا دا چې د اميدوارې ښځې په ګېډه کښې هډوکى څنګه جوړيږى، هم هغه شان تۀ د خُدائ پاک په کار نۀ شې پوهېدلے، چې هر څۀ جوړوى.

سحر خپل تخم وکره، او ماښام خپل لاس آرام ته مۀ پرېږده، ځکه چې تۀ نۀ پوهېږې چې کوم به کامياب شى—دا کۀ هغه—يا دا چې دواړه به يو شان ښۀ شى.

رڼا خوږه ده

رڼا خوږه ده، او د سترګو دپاره د نمر ليدل خوندور دى.

نو کۀ يو سړے ډېر کالونه ژوند وکړى، نو دې په ټولو کښې خوشحالى وکړى؛ خو د تيارو ورځې دې يادوى، ځکه چې هغه به ډېرې وى. هر څۀ چې راځى هغه بې‌ثباته دى.

اے ځوانه، ستا په ځوانۍ کښې خوشحالى وکړه، او ستا زړۀ دې ستا د ځوانۍ په ورځو کښې تا ته خوشحالى درکړى. د خپل زړۀ په لارو او د خپلو سترګو په نظر باندې وګرځه؛ خو پوه شه چې د دې ټولو شيانو دپاره خُدائ پاک به تا په عدالت کښې راولى.

نو د خپل زړۀ نه خفګان لرې کړه، او د خپل بدن نه تکليف لرې کړه، ځکه چې ځوانى او د ژوند سبا بې‌ثباته دى.