د سعير نه چاپېره ګرځېدل
موسیٰ د اوږدې کږې لارې کلونه بيا بيانوي: ادوم، موآب او عمون منع دي ځکه چې زموږ پلار هغه ځمکې د عيسو او لوط اولادونو ته ورکړې دي. اته دېرش کاله تېرېږي تر هغه چې جنګي نسل له منځه ځي. بيا سيحون د تېرېدو اجازه نه ورکوي، او د هغه پاچاهي لومړۍ ځمکه ګرځي چې اسرائيل يې په رښتيا نيسي.
2 1نو مونږ راوګرځېدو او د سور سمندر په لار بيابان طرف ته روان شو، لکه څنګه چې زمونږ پلار ما ته فرمائيلى وُو، او ډېرې ورځې مو د سعير غر ته چاپېره وګرځېدل.
2نو زمونږ پلار ما ته وفرمائيل چې،
3”تاسو د دې غرنۍ سيمې چاپېره ډېر وخت وګرځېدئ، بس دے. اوس د شمال طرف ته مخ کړئ. 4خلقو ته حُکم ورکړه چې، تاسو د خپلو وروڼو د علاقې نه تېرېږئ، چې د عيسو اولاد دى او په سعير کښې اوسيږى. هغوئ به ستاسو نه ووېرېږى، نو ډېر احتياط کوئ. 5هغوئ مۀ راپاروئ، ځکه چې زۀ به تاسو ته د هغوئ د زمکې نه هيڅ درنۀ کړم، حتىٰ د يو قدم په اندازه هم نه، ځکه چې ما د سعير غر عيسو ته د هغۀ د ميراث په توګه ورکړے دے. 6د هغوئ نه د چاندۍ په بدل کښې خوراک واخلئ چې وئې خورئ، او همدارنګه د هغوئ نه د چاندۍ په بدل کښې اوبۀ واخلئ چې وئې څښئ.
7”ځکه چې ستاسو پلار ستاسو د لاسونو په ټولو کارونو کښې برکت درکړے دے. هغۀ ستاسو د دې لوئ بيابان له لارې د سفر خيال ساتلے دے. په دغو څلويښتو کالونو کښې ستاسو پلار له تاسو سره دے، تاسو ته هيڅ شى کم شوے نۀ دے.“
8نو مونږ د خپلو وروڼو د څنګ نه تېر شو، چې د عيسو اولاد دى او په سعير کښې اوسيږى، د عربې د هغې لارې نه لرې چې د ايلات او عصيون جابر نه پورته راځى. بيا مونږ راوګرځېدو او د موآب بيابان طرف ته روان شو.
9نو زمونږ پلار ما ته وفرمائيل چې، ”موآب مۀ ځوروه او جنګ ته يې مۀ راپاروه، ځکه چې زۀ به د هغوئ د زمکې نه تاسو ته هيڅ د ميراث په توګه درنۀ کړم، ځکه چې ما عار د لوط اولاد ته د ميراث په توګه ورکړے دے.“
10(پخوا پکښې اميم اوسېدل، يو لوئ او طاقتور قوم، چې د عناقيم په شان جګ وُو. 11د عناقيم په شان، هغوئ هم د رفائيم نه شمارلے کيږى، خو موآبيان هغوئ ته اميم وائى. 12پخوا په سعير کښې حوريان اوسېدل، خو د عيسو اولاد هغوئ وشړل او هلاک کړل، او د هغوئ په ځائ کښې مېشت شول، لکه څنګه چې اِسرائيل په هغه زمکه کښې وکړل چې زمونږ پلار هغوئ ته ورکړې وه.)
13”اوس پاڅئ او د زارد نهر نه پورې وختئ.“ نو مونږ د زارد نهر نه پورې ووتو.
14د قادس برنيع نه تر هغه وخته چې مونږ د زارد نهر نه پورې ووتو، اته دېرش کاله تېر شول، تر دې چې د جنګيالو ټوله پيړۍ د لښکر ګاه نه ختمه شوه، لکه څنګه چې زمونږ پلار هغوئ ته قسم خوړلے وو. 15په حقيقت کښې د زمونږ پلار لاس د هغوئ خلاف وو، چې هغوئ يې د لښکر ګاه نه وشړل، تر دې چې هغوئ هلاک شول. 16نو کله چې ټول جنګيالى د خلقو له منځه بالکل هلاک او مړۀ شول، 17نو زمونږ پلار ما ته وفرمائيل چې،
18”نن به تاسو د موآب سرحد د عار له لارې پورې وځئ. 19کله چې تاسو عمونيانو ته نزدې شئ، نو په هغوئ حمله مۀ کوئ او مۀ يې راپاروئ، ځکه چې زۀ به د هغوئ د زمکې نه تاسو ته هيڅ د ميراث په توګه درنۀ کړم، ما هغه د لوط اولاد ته د هغوئ د ميراث په توګه ورکړې ده.“
20(هغه هم د رفائيم زمکه شمارلے کيږى، پخوا پکښې رفائيم اوسېدل، اګر چې عمونيان هغوئ ته زمزميم وائى، 21يو لوئ او طاقتور قوم، چې د عناقيم په شان جګ وُو. خو زمونږ پلار هغوئ د عمونيانو په مخکښې هلاک کړل، نو هغوئ يې وشړل او د هغوئ په ځائ کښې مېشت شول، 22لکه څنګه چې هغۀ د عيسو د اولاد دپاره وکړل چې په سعير کښې اوسېدل، کله چې يې حوريان د هغوئ په مخکښې هلاک کړل، نو هغوئ يې وشړل او د هغوئ په ځائ کښې مېشت شول، چې تر نن ورځې پاتې دى. 23عويان په کليو کښې تر غزې پورې اوسېدل، خو کفتوريانو، چې د کفتور نه راغلى وُو، هغوئ هلاک کړل او د هغوئ په ځائ کښې مېشت شول.) a a v23 کفتور د کريټ او د هغې د چاپېر د ايجين سيمې پخوانے نوم دے؛ کفتوريان د سمندر خلق وُو چې د غزې نزدې د سمندر غاړې غاړې مېشت شول.
24”پاڅئ او د ارنون نهر نه پورې وځئ. ګورئ، ما سيحون اموري، د حسبون بادشاه، او د هغۀ زمکه ستاسو په لاس کښې درکړل. قبضه کول شروع کړئ، او له هغۀ سره جنګ وکړئ. 25نن به زۀ ستاسو وېره او خوف د آسمان لاندې په هر قوم باندې اچول شروع کړم. هغوئ به ستاسو خبر واورى، نو به ولړزيږى او ستاسو په سبب به په کړاؤ کښې وتپيږى.“
موسىٰ سيحون ته د سلامتۍ وړانديز کوى
26ما د قديموت د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د سلامتۍ د پيغام سره قاصدان ولېږل، او وئې وئيل چې، 27”ما پرېږده چې ستا د مُلک نه تېر شم. زۀ به يواځې په لار روان يم، نۀ ښى طرف ته او نۀ کيڼ طرف ته اوړم. 28خوراک راباندې د پېسو په بدل کښې خرڅ کړه چې وئې خورم، او اوبۀ راته د پېسو په بدل کښې راکړه چې وئې څښم، يواځې ما پرېږده چې په پښو تېر شم، 29لکه څنګه چې د عيسو اولاد چې په سعير کښې اوسيږى او موآبيانو چې په عار کښې اوسيږى زما دپاره وکړل، تر دې چې زۀ د يردن نه پورې وځم او هغه مُلک ته ورسيږم چې زمونږ پلار يې مونږ ته راکوى.“ 30خو د حسبون بادشاه سيحون د مونږ تېرېدو ته اِنکار وکړو، ځکه چې زمونږ پلار د هغۀ روح سخت کړو او د هغۀ زړۀ يې کلک کړو، دې دپاره چې هغه ستاسو په لاس کښې ورکړى، لکه څنګه چې نن ورځ يې کړى دى.
31نو زمونږ پلار ما ته وفرمائيل چې، ”ګوره، ما سيحون او د هغۀ زمکه تا ته درکول شروع کړل. اوس قبضه کول شروع کړه، او د هغۀ زمکه په قبضه کړه.“
32نو سيحون زمونږ مقابلې ته راووتو، هغه او د هغۀ ټول قوم، چې په ياحض کښې جنګ وکړى. 33نو زمونږ پلار هغه مونږ ته راکړو، او مونږ هغه، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول قوم ووژل. 34په هغه وخت کښې مونږ د هغۀ ټول ښارونه ونيول او هر ښار مو بالکل تباه کړو، سړى، ښځې او ماشومان، او هيڅوک مو ژوندى پرېنښودو. 35مونږ يواځې مواشى د ځان دپاره لوټ کړل، او د هغو ښارونو مال چې مونږ نيولى وُو. 36د عروعير نه چې د ارنون نهر په غاړه دے، او د هغه ښار نه چې په دره کښې دے، تر جلعاد پورې، هيڅ ښار زمونږ دپاره دومره مضبوط نۀ وو. زمونږ پلار هغه ټول مونږ ته راکړل. 37خو تاسو د عمونيانو زمکې ته نزدې نۀ شوئ، نۀ د يبوق نهر غاړو ته او نۀ د غرنۍ سيمې ښارونو ته، لکه څنګه چې زمونږ پلار مونږ ته حُکم کړے وو.