عوج د جنګ دپاره راوځى
د باشان عوج او د هغه شپېته د دېوالونو ښارونه لکه د سيحون په څېر پرځي، او هغه ځمکه چې زموږ پلار ورکړې وه د روبين، جاد او د منسي د نيمې قبيلې ترمنځ وېشل کېږي، چې جنګيالي يې بايد لا هم وسله وال د خپلو وروڼو مخې ته تېر شي. موسیٰ غوښتنه کوي چې ځمکه وويني او د پسګاه سر ته لېږل کېږي.
3 1بيا مونږ وګرځېدو او د باشان په لور لاړو، او د باشان بادشاه عوج د خپلو ټولو خلقو سره په ادرعى کښې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتو.
2او زمونږ پلار ماته وفرمائيل چې، ”د هغۀ نه مۀ يرېږه، ځکه چې ما هغه، د هغۀ ټول خلق او د هغۀ ملک تا ته درکړل؛ لکه څنګه چې تا د اموريانو له بادشاه سيحون سره وکړل چې په حسبون کښې اوسېدو، هم هغه شان ورسره وکړه.“
3نو زمونږ پلار د باشان بادشاه عوج او د هغۀ ټول خلق هم مونږ ته راکړل، او مونږ هغوئ ووژل، چې يو تن هم ژوندے پاتې نۀ شو. 4په هغه وخت کښې مونږ د هغۀ ټول ښارونه ونيول — ټول شپېته، چې يو هم پاتې نۀ شو — د ارجوب ټوله علاقه، چې په باشان کښې د عوج بادشاهى وه. 5دا ټول هغه ښارونه وُو چې په لوړو دېوالونو او د بندونو دروازو مضبوط کړې شوى وُو، او د دې نه علاوه ډېر ګڼ کلى وُو چې دېوالونه يې نۀ درلودل. 6مونږ هغوئ په بشپړه توګه تباه کړل، لکه څنګه چې د حسبون له بادشاه سيحون سره مو وکړل، هر ښار مو په بشپړه توګه تباه کړو — د هغۀ سړى، ښځې او بچى. 7خو ټول مواشى او د ښارونو مال مو د ځان دپاره د لُوټ په توګه واخستل. 8نو په هغه وخت کښې مونږ د يردن په هغه طرف د دې دوو اموري بادشاهانو نه هغه ملک واخستو، د ارنون د دَرې نه تر حرمون غرۀ پورې. 9(صيدونيان حرمون ته سِريون وائى، او اموريان ورته سنير وائى)، 10د هوارې ټول ښارونه، ټول جلعاد، او ټول باشان تر سلکه او ادرعى پورې — چې په باشان کښې د عوج د بادشاهۍ ښارونه وُو. 11(يواځې د باشان بادشاه عوج د رفائيمو د پاتې شوو نه باقى وو. د هغۀ کټ د اوسپنې کټ وو؛ آيا هغه د عمونيانو په ربه کښې نۀ دے؟ هغه نژدې ديارلس او نيم فوټه اوږد او شپږ فوټه پلن وو.). a a v11 رفائيم د ستر قد جنګياليانو يو مشهور نسل وو چې يو وخت په کنعان کښې اوسېدل.
د يردن د ختيځ طرف ملک وېشلے شو
12دا هغه ملک وو چې مونږ هغه وخت ونيولو: د ارنون د دَرې په غاړه د عروعير نه، او د جلعاد د غرنۍ سيمې نيمائى او د هغې ښارونه، ما روبينيانو او جديانو ته ورکړل. 13د جلعاد پاتې برخه او ټول باشان — د عوج بادشاهى — ما د منسى نيم قبيلې ته ورکړل: د ارجوب ټوله علاقه. (د باشان هغه ټوله برخه د رفائيمو ملک بلله کېدله. 14د منسى زوئ يائير د ارجوب ټوله علاقه تر جشوريانو او معکتيانو د پولې پورې ونيوله، او باشان يې په خپل نوم ونوماوۀ، حووت يائير، چې تر نن ورځې پورې دے.). 15او ما مکير ته جلعاد ورکړو. 16روبينيانو او جديانو ته ما د جلعاد نه تر ارنون د دَرې پورې ورکړل — چې د هغې منځ پوله وه — تر يبوق سيند پورې، چې د عمونيانو پوله وه. 17همدغه راز عربه هم، چې يردن د هغې پوله وه، د کنيرت نه تر عربه سمندر (مُردار سمندر) پورې، د پِسجه د غرۀ تر لمنو لاندې، د ختيځ په طرف.
18په هغه وخت کښې ما تاسو ته حُکم وکړو چې، ”ستاسو پلار دا ملک تاسو ته درکړو چې د هغې مالکان شئ؛ ستاسو ټول جنګى سړى دې د خپلو وروڼو، اِسرائيليانو، نه مخکښې وسله وال پورې وځى. 19يواځې ستاسو ښځې، بچى او مواشى — زۀ پوهېږم چې تاسو ډېر مواشى لرئ — په هغو ښارونو کښې دې پاتې شى چې ما تاسو ته درکړى دى، 20ترڅو چې زمونږ پلار ستاسو وروڼو ته هم آرام ورکړى لکه څنګه چې يې تاسو ته درکړے دے، او هغوئ هم هغه ملک واخلى چې ستاسو پلار يې هغوئ ته د يردن په هغه طرف ورکوى. بيا به تاسو هر يو خپل هغه ملک ته ستانه شئ چې ما درکړے دے.“
21په هغه وخت کښې ما يشوع ته حُکم وکړو چې، ”ستا خپلو سترګو هغه ټول وليدل چې ستا پلار له دې دوو بادشاهانو سره وکړل. ستا پلار به د ټولو هغو بادشاهيو سره هم هغه شان وکړى چې تۀ ورننوځې.
مۀ يرېږئ — هغه ستاسو دپاره جنګ کوى
22د هغوئ نه مۀ يرېږه، ځکه چې ستا پلار پخپله ستا دپاره جنګ کوى.“
23او په هغه وخت کښې ما زمونږ پلار ته زارى وکړه چې، 24”اے زما مالِکه پلاره، تا خپل بنده ته خپله لويوالى او قوى لاس ښودل شروع کړى دى. په آسمان او زمکه کښې کوم خُدائ شته چې ستا په شان کارونه او قدرت ناک کارونه وکړى شى؟ 25مهربانى وکړه، ما ته اِجازت راکړه چې پورې وځم او هغه ښۀ ملک وګورم چې د يردن په هغه طرف دے، دا ښۀ غرنۍ سيمه، او لبنان.“
26خو زمونږ پلار ستاسو په سبب په ما غصه شو او زما خبره يې وا نۀ ورېدله؛ زمونږ پلار ماته وفرمائيل چې، ”بس دے! بيا د دې خبرې په حقله ماته خبرې مۀ کوه. 27د پِسجه څوکې ته وخېژه، خپلې سترګې لوېديځ، شمال، جنوب او ختيځ ته پورته کړه، او په خپلو سترګو وګوره، ځکه چې تۀ به د دې يردن نه پورې نۀ وځې. 28خو يشوع ته ذمه وارى ورکړه، او هغه زړۀ ور او مضبوط کړه، ځکه چې هغه به د دې قوم نه مخکښې پورې وځى او هغه ملک به هغوئ ته د هغوئ د ميراث په توګه ورکړى چې تۀ به يې وينې.“
29نو مونږ د بيت فغور په مقابل کښې په دَره کښې پاتې شو.